Verse 1 — Surah An-Nahl 16:1
د الله حكم راغى، نو تاسو هغه په تلوار مه غواړئ، هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي
Verse 2 — Surah An-Nahl 16:2
هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ
Verse 3 — Surah An-Nahl 16:3
هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه اوچت دى له هغه چې دوى يې ورسره شریكوي
Verse 4 — Surah An-Nahl 16:4
هغه، انسان له نطفې نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دغه (انسان) ښه ښكاره سخت جګړه كوونكى دى
Verse 5 — Surah An-Nahl 16:5
او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ
Verse 6 — Surah An-Nahl 16:6
او تاسو لپاره په دوى كې جمال (او ښايست) دى كله چې يې بېرته ماښام (كور ته) راولئ او كله چې يې د څر لپاره بوځئ
Verse 7 — Surah An-Nahl 16:7
او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى
Verse 8 — Surah An-Nahl 16:8
او اسونه او قچر او خره (يې پیدا كړي دي،) د دې لپاره چې تاسو په دغو باندې سواره شئ او د زینت لپاره او پیدا كوي هغه څه چې تاسو يې نه پېژنئ
Verse 9 — Surah An-Nahl 16:9
او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو كې كږې دي او كه هغه غوښتلى (، نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و
Verse 10 — Surah An-Nahl 16:10
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، له هغو څخه مشروب دى او له هغو څخه ونې (واښه) هم دي چې په هغو كې تاسو (څاروي) څروئ
Verse 11 — Surah An-Nahl 16:11
هغه په دې سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دوى كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي
Verse 12 — Surah An-Nahl 16:12
او هغه مُسخَّره كړې ده تاسو لپاره شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ۔، او ستوري د هغه په حكم سره مسخر دي، بېشكه په دغو كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي
Verse 13 — Surah An-Nahl 16:13
او (مسخر كړي يې دي) هغه څه چې تاسو لپاره يې په ځمكه كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې رنګونه يې مختلف دي، بېشكه په دوى كې یقینًا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې نصیحت قبلوي
Verse 14 — Surah An-Nahl 16:14
دى همغه ذات دى چې سمندر يې مسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
Verse 15 — Surah An-Nahl 16:15
او هغه په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ
Verse 16 — Surah An-Nahl 16:16
او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي
Verse 17 — Surah An-Nahl 16:17
ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟
Verse 18 — Surah An-Nahl 16:18
او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 19 — Surah An-Nahl 16:19
او الله ته معلوم دي هغه څه چې تاسو يې پټوئ او هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ
Verse 20 — Surah An-Nahl 16:20
او هغه كسان چې دوى يې له الله نه غیر بلي، هغوى هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیداكاوه شي
Verse 21 — Surah An-Nahl 16:21
مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي
Verse 22 — Surah An-Nahl 16:22
ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه منكر دي او دوى تكبر كوونكي دي
Verse 23 — Surah An-Nahl 16:23
حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي
Verse 24 — Surah An-Nahl 16:24
او كله چې دوى ته وویل شي: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ دوى وايي: د پخوانیو (خلقو) باطلې افسانې
Verse 25 — Surah An-Nahl 16:25
د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي
Verse 26 — Surah An-Nahl 16:26
یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونو ته له بنیادونو نه راغى، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل
Verse 27 — Surah An-Nahl 16:27
بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده
Verse 28 — Surah An-Nahl 16:28
هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبضوي، په داسې حال كې چې دوى په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، نو دوى به روغه (تسليمي) وړاندې كړي چې مونږ هېڅ بد عمل نه كاوه، ولې نه! بېشكه الله ښه پوه دى په هغو عملونو چې تاسو به كول
Verse 29 — Surah An-Nahl 16:29
نو تاسو د جهنم په دروازه كې ننوځئ، په داسې حال كې، چې په ده كې به همېشه وئ، نو یقینًا د تكبر كوونكو استوګنه بده ده
Verse 30 — Surah An-Nahl 16:30
او هغو كسانو ته به وویل شي چې تقوىٰ يې غوره كړې ده: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ هغوى به ووايي: خیر (يې نازل كړى دى). د هغو كسانو لپاره چې په دې دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ نېكه بدله ده او یقینًا د اخرت كور ډېر غوره دى او یقینًا ښه كور د متقیانو دى
Verse 31 — Surah An-Nahl 16:31
چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي
Verse 32 — Surah An-Nahl 16:32
هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
Verse 33 — Surah An-Nahl 16:33
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى په خپلو ځانونو ظلم كاوه
Verse 34 — Surah An-Nahl 16:34
نو هغوى ته د خپلو عملونو بدي ورسېدله او هغوى ګېركړل هغه څه چې دوى به ورپورې استهزا كوله
Verse 35 — Surah An-Nahl 16:35
او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى دى: كه چېرې الله غوښتلې (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګې كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل
Verse 36 — Surah An-Nahl 16:36
او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟
Verse 37 — Surah An-Nahl 16:37
كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مددكوونكي نشته
Verse 38 — Surah An-Nahl 16:38
او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې مري، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه په هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
Verse 39 — Surah An-Nahl 16:39
لپاره د دې چې د دوى لپاره هغه شى ښه ښكاره كړي چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او لپاره د دې چې هغه كسان چې كفر يې كړى دى، پوه شي چې یقینًا دوى دروغژن وو
Verse 40 — Surah An-Nahl 16:40
همدا خبره ده چې زمونږ وینا یو شي ته چې كله يې مونږ اراده وكړو؛ دا ده چې مونږ هغه ته وایو: وشه نو هغه وشي
Verse 41 — Surah An-Nahl 16:41
او هغه كسان چې د الله لپاره يې هجرت كړى دى وروسته له دې چې ظلم پرې وكړى شو خامخا هرومرو به مونږ دوى ته په دنیا كې ښه ځاى وركړو او یقینًا د اخرت اجر تر ټولو لوى دى، كه چېرې وى دوى چې پوهېدى
Verse 42 — Surah An-Nahl 16:42
هغه كسان چې صبر يې كړى دى او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي
Verse 43 — Surah An-Nahl 16:43
او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ هغوى ته وحي كوله، نو تاسو له اهلِ علمو نه تپوس وكړئ كه چېرې تاسو یئ چې نه پوهېږئ
Verse 44 — Surah An-Nahl 16:44
په ښكاره معجزو اوكتابونو سره او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلقو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي
Verse 45 — Surah An-Nahl 16:45
ایا نو هغه كسان چې ناكاره مكرونه يې كړي دي؛ له دې نه په امن كې شوي دي چې الله دوى په ځمكه كې ډوب كړي یا دوى ته عذاب له داسې ځایه راشي چې دوى (پرې) نه پوهېږي
Verse 46 — Surah An-Nahl 16:46
یا دوى ونیسي د خپلو ګرځېدو په وخت كې، نو دوى هیڅكله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي
Verse 47 — Surah An-Nahl 16:47
یا دوى په وېره ونیسي، پس یقینًا ستاسو رب خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى
Verse 48 — Surah An-Nahl 16:48
ایا دوى هغه ته نه دي كتلي چې الله كوم شى پیدا كړى دى چې د هغه سیوري له ښي اړخ او چپو اړخونو نه ګرځي، چې الله ته سجده كوونكي دي، په داسې حال كې چې دوى عاجزي كوونكي دي
Verse 49 — Surah An-Nahl 16:49
او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي
Verse 50 — Surah An-Nahl 16:50
دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم كاوه شي
Verse 51 — Surah An-Nahl 16:51
او الله وویل: تاسو دوه معبودان مه نیسئ، همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى، نو تاسو خاص له ما نه ووېرېږئ
Verse 52 — Surah An-Nahl 16:52
او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او عبادت خاص هم د ده لپاره دى، همېشه، ایا نو تاسو غير له الله نه (له بل چا نه) وېرېږئ؟
Verse 53 — Surah An-Nahl 16:53
او په تاسو چې څه نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو خاص هغه ته زاري كوئ
Verse 54 — Surah An-Nahl 16:54
بیا كله چې هغه له تاسو نه تكلیف لرې كړي (، نو) ناڅاپه یوه ډله په تاسو كې له خپل رب سره شریكان جوړوي
Verse 55 — Surah An-Nahl 16:55
د دې لپاره چې ناشكري وكړي د هغه څه چې مونږ دوى ته وركړي دي، نو تاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ
Verse 56 — Surah An-Nahl 16:56
او دوى د هغه څه لپاره چې په هېڅ نه پوهېږي؛ برخه مقرروي په هغه څه كې چې مونږ دوى ته وركړي دي، قسم دى په الله چې خامخا له تاسو به هرومرو پوښتنه كېږي، د هغه څه په باره كې چې تاسو به دروغ تړل
Verse 57 — Surah An-Nahl 16:57
او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، هغه پاك دى، او د دوى لپاره دي هغه څه چې دوى يې خوښوي
Verse 58 — Surah An-Nahl 16:58
او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړى شي د هغه مخ تك تور شي، په دې حال كې چې له قهره ډك وي
Verse 59 — Surah An-Nahl 16:59
له خلقو څخه پټ ګرځي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړى شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، یا هغه په خاورو كې ومنډي، خبردار شئ! بد دي هغه څه چې دوى يې فیصله كوي
Verse 60 — Surah An-Nahl 16:60
د هغو كسانو لپاره چې په اخرت ایمان نه راوړي بد مثال دى او خاص د الله لپاره ترټولو لوړ مثال دى او هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 61 — Surah An-Nahl 16:61
او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغه به د دې (ځمكې) په سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيانو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي
Verse 62 — Surah An-Nahl 16:62
او دوى د الله لپاره هغه څه ثابتوي چې (پخپله) يې بد ګڼي او د دوى ژبې دروغ بیانوي چې بېشكه د همدوى لپاره تر ټولو ښه حالت دى، حقیقت دا دى چې بېشكه د همدوى لپاره اور دى او بېشكه همدوى تر ټولو مخكې لېږدول شوي دي
Verse 63 — Surah An-Nahl 16:63
قسم دى په الله! یقینًا یقینًا مونږ امتونو ته له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو، نو شیطان دوى ته د دوى عملونه ښكلي كړل، نو نن ورځ همغه د دوى دوست دى او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
Verse 64 — Surah An-Nahl 16:64
او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كړى دى۔ او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره چې ایمان لري
Verse 65 — Surah An-Nahl 16:65
او الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې په هغو سره ځمكه راژوندۍ كړې ده د هغې له مرګ نه پس، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې اوري
Verse 66 — Surah An-Nahl 16:66
او بېشكه تاسو لپاره په څارویو كې خامخا لوى عبرت دى، مونږ تاسو ته در څښوو ځینې له هغو څیزونو څخه چې د دوى په ګېډو كې دي د غوشايیو او وینې په مینځ كې خالص شیده (پۍ) چې د څښونكو لپاره له حلق نه په اسانۍ سره تېرېدونكي دي
Verse 67 — Surah An-Nahl 16:67
او د كجورو او انګورو له مېوو څخه، تاسو له دغو نه نشه كوونكي او ښكلى رزق جوړوئ، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي
Verse 68 — Surah An-Nahl 16:68
او ستا رب د شاتو مچیو ته په زړه كې واچوله چې په غرونو كې كورونه جوړ كړه او په ونو كې او په هغو كې چې خلق يې لوړ جوړوي
Verse 69 — Surah An-Nahl 16:69
بیا ته خوره له هر قسمه مېوو څخه، نو ته ځه د خپل رب په لارو باندې چې اسانې دي، د دوى له خېټو نه مشروب راوځي چې رنګونه يې مختلف دي، په ده كې د خلقو لپاره شفا ده، بېشكه په دې كې لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
Verse 70 — Surah An-Nahl 16:70
او الله تاسو پیداكړي یئ، بیا به هغه تاسو وفات كوي او په تاسو كې ځینې هغه دي چې ډېر خوار ژوندون ته ورګرځولى شي، د دې لپاره چې له علم نه بعد په هېڅ شي پوه نشي، بېشكه الله ښه عالم، ښه قادر دى
Verse 71 — Surah An-Nahl 16:71
او الله ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې په رزق كې غوره كړي دي، نو هغه كسان چې غوره كړى شوي دي هغوى خپل رزق لره ورګرځوونكي نه دي په هغو كسانو باندې چې دوى يې مالكان شوي دي، نو دوى په ده كې برابر دي؟ ایا نو د الله په نعمت سره دوى انكار كوي
Verse 72 — Surah An-Nahl 16:72
او الله تاسو لپاره ستاسو له جنسه جوړې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې ستاسو له جوړو نه زامن او لمسي پیدا كړي دي او تاسو ته يې د پاكیزه څیزونو څخه روزي دركړې ده، ایا نو په باطل باندې دوى ایمان راوړي او د الله په نعمت سره دوى كفر كوي
Verse 73 — Surah An-Nahl 16:73
او دوى له الله نه غیر د هغو څیزونو عبادت كوي چې د دوى لپاره اختیار نه لري د هېڅ رزق د اسمانونو او ځمكې نه د هېڅ شي او نه دوى طاقت لري
Verse 74 — Surah An-Nahl 16:74
نو تاسو د الله لپاره مثالونه مه بیانوئ، بېشكه الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
Verse 75 — Surah An-Nahl 16:75
الله یو مثال بيانوي چې یو مملوك مريى دى چې په هېڅ شي قدرت نه لري او (بل) هغه څوك دى چې مونږ هغه ته له خپل جانبه ښكلى رزق وركړى دى، نو هغه له ده نه په پټه او ښكاره انفاق كوي، ایا دوى سره برابرېږي؟ ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي
Verse 76 — Surah An-Nahl 16:76
او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، په هېڅ شي قدرت نه لري، په دې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، ایا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى
Verse 77 — Surah An-Nahl 16:77
او خاص د الله لپاره دى غیب د اسمانونو او ځمكې۔، او د قیامت امر نه دى مګر په شان د رپ د سترګو، یا هغه زیات قریب دى (له دې نه هم) بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
Verse 78 — Surah An-Nahl 16:78
او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې په هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
Verse 79 — Surah An-Nahl 16:79
ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مسخر كړى شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي
Verse 80 — Surah An-Nahl 16:80
او الله تاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ سپك مومئ او د اقامت په ورځ هم او د هغو له وړیو او د هغو له وېښتانو او د هغو له وژغنو نه يې اسبابونه او تر یو وخته پورې د نفعې سامانونه (جوړ كړي دي)
Verse 81 — Surah An-Nahl 16:81
او الله تاسو لپاره له هغو څیزونو نه چې ده پیدا كړي دي سیوري پيدا كړي دي او تاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګې هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ
Verse 82 — Surah An-Nahl 16:82
نو كه دوى مخ واړوي، نو همدا خبره ده چې په تا باندې يواځې ښكاره رَسَوَل (تبليغ كول) لازم دي
Verse 83 — Surah An-Nahl 16:83
دوى د الله نعمتونه پېژني، بیا له هغو نه انكار كوي او د دوى زیاتره كافران دي
Verse 84 — Surah An-Nahl 16:84
او هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه یو ګواه راپورته كړو، بیا به هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى، اجازت نه وركولى شي او نه به له دوى نه د راضي كولو طلب كولى شي
Verse 85 — Surah An-Nahl 16:85
او كله چې وویني هغه كسان چې ظلم يې كړى دى عذاب لره، نو له دوى نه به هغه سپك (كم) نه كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي
Verse 86 — Surah An-Nahl 16:86
او كله چې مشركان خپل شریكان وویني، دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! دا زمونږ هغه شریكان دي چې مونږ به له تا نه غیر بلل، نو شریكان به دوى ته خبره وروغورځوي چې بېشكه تاسو یقینًا دروغجنان یئ
Verse 87 — Surah An-Nahl 16:87
او مشركان به په دغې ورځې كې صلح الله ته وغورځوي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل
Verse 88 — Surah An-Nahl 16:88
هغه كسان چې كفر يې كړى دى او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، مونږ به هغوى ته عذاب د عذاب له پاسه ورزیات كړو، په سبب د هغه چې دوى به فساد كاوه
Verse 89 — Surah An-Nahl 16:89
او په هغې ورځې كې چې مونږ به په هر امت كې یو ګواه راپورته كړو د دوى په خلاف د همدوى له نفسونو نه او مونږ به تا په دوى باندې ګواه راولو او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې د هر شي لپاره واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره
Verse 90 — Surah An-Nahl 16:90
بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته نصیحت كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ
Verse 91 — Surah An-Nahl 16:91
او تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ او خپل قسمونه د هغو له پخولو نه بعد مه ماتوئ، حال دا چې تاسو الله په خپلو ځانونو كفیل (ضامن) ګرځولى دى، بېشكه الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ
Verse 92 — Surah An-Nahl 16:92
او تاسو د هغې ښځې په شان مه كېږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مضبوطوالي نه پس بېرته اومه كول، په دې حال كې چې ټوټې ټوټې وي، تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه جوړوئ، په دې وجه چې وي یوه ډله، هغه ډېره زیاته له بلې ډلې څخه، همدا خبره ده چې الله تاسو په دې سره ازمايي او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو په هغه كې اختلاف كاوه
Verse 93 — Surah An-Nahl 16:93
او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وى او لېكن هغه ګمراه كوي څوك چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او خامخا ضرور به له تاسو نه تپوس كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو به كول
Verse 94 — Surah An-Nahl 16:94
او تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه مه جوړوئ، نو (ګنې) قدم به د هغه له ټېنګېدلو نه پس وښويېږي او تاسو به بدي وڅكئ، په سبب د هغه چې تاسو د الله له لارې نه بندول كړي دي او تاسو لپاره ډېر لوى عذاب دى
Verse 95 — Surah An-Nahl 16:95
او تاسو د الله په عهد سره لږې پیسې مه اخلئ، بېشكه هغه څه چې د الله په نیز دي هغه تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ
Verse 96 — Surah An-Nahl 16:96
هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختمېږي او څه چې له الله سره دي هغه باقي دي او خامخا ضرور به مونږ هغو كسانو ته په عوض كې د هغوى اجر وركړو چې صبر يې كړى دى د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول
Verse 97 — Surah An-Nahl 16:97
چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول
Verse 98 — Surah An-Nahl 16:98
نو كله چې ته قرآن لولې، نو د الله پناه وغواړه د رټل شوي شیطان نه (له شر)
Verse 99 — Surah An-Nahl 16:99
بېشكه دا، نشته ده ته هېڅ غلبه په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او چې خاص په خپل رب باندې هغوى توكل كوي
Verse 100 — Surah An-Nahl 16:100
همداخبره ده چې د ده غلبه په هغو كسانو باندې ده چې له ده سره دوستي كوي او په هغو كسانو باندې چې هغوى له هغه (الله) سره شریك جوړونكي دي
Verse 101 — Surah An-Nahl 16:101
او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې بدل راوړو، او الله ښه پوه دى په هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايې: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي
Verse 102 — Surah An-Nahl 16:102
ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره
Verse 103 — Surah An-Nahl 16:103
او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده
Verse 104 — Surah An-Nahl 16:104
بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو باندې ایمان راوړي، الله دوى ته هدایت نه كوي او دوى ته ډېر دردوونكى عذاب دى
Verse 105 — Surah An-Nahl 16:105
خبره همدا ده چې دروغ هغه كسان تړي چې د الله په ایتونو باندې ایمان نه راوړي او همدغه خلق دروغجن دي
Verse 106 — Surah An-Nahl 16:106
هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغه زړه په ایمان سره مطمئن وي۔ او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى
Verse 107 — Surah An-Nahl 16:107
دا په سبب د دې چې بېشكه دوى دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره كړى دى او دا چې بېشكه الله كافر قوم ته هدایت نه كوي
Verse 108 — Surah An-Nahl 16:108
دا همغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو او د دوى په غوږونو او د دوى په سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي
Verse 109 — Surah An-Nahl 16:109
حقیقت دا دى چې بېشكه دوى په اخرت كې، همدوى تاوانیان دي
Verse 110 — Surah An-Nahl 16:110
بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنه كې واچول شول، بیا يې جهاد كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 111 — Surah An-Nahl 16:111
هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي
Verse 112 — Surah An-Nahl 16:112
او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 113 — Surah An-Nahl 16:113
او یقینًا یقینًا دوى ته له همدوى ځنې رسول راغلى و، نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى عذاب ونیول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو
Verse 114 — Surah An-Nahl 16:114
نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ
Verse 115 — Surah An-Nahl 16:115
همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 116 — Surah An-Nahl 16:116
او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دى او دا حرام دى، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي
Verse 117 — Surah An-Nahl 16:117
ډېره لږه فايده ده، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
Verse 118 — Surah An-Nahl 16:118
او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوی دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې په خپلو ځانونو يې ظلم كاوه
Verse 119 — Surah An-Nahl 16:119
بیا بېشكه ستا رب هغو كسانو ته چې بدي يې په ناپوهۍ سره كړې ده، بیا يې له دې نه بعد توبه وېستله او اصلاح يې وكړه، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه بعد خامخا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 120 — Surah An-Nahl 16:120
بېشكه ابراهیم یو امت و، د الله فرمان منونكى، حق ته مايله او نه و هغه له مشركانو څخه
Verse 121 — Surah An-Nahl 16:121
د هغه د نعمتونو شكر كوونكى و، هغه يې غوره كړى و او هغه ته يې د نېغې لارې هدایت كړى و
Verse 122 — Surah An-Nahl 16:122
او مونږ هغه ته په دنیا كې نېكي (او ښېګڼه) وركړې وه او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى
Verse 123 — Surah An-Nahl 16:123
بیا مونږ تا ته وحي وكړه چې د ابراهیم د ملت پیروي وكړه چې حنیف و او له مشركانو څخه نه و
Verse 124 — Surah An-Nahl 16:124
همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي په هغو كسانو مقرره شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه
Verse 125 — Surah An-Nahl 16:125
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه ستا رب (چې دى) هغه ښه پوه دى په هغه كس چې د هغه له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه پوه دى په لار موندونكو باندې
Verse 126 — Surah An-Nahl 16:126
او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې تاسو ته په هغه سره عذاب دركړى شوى او البته كه تاسو صبر وكړئ، (نو) یقینًا دا د صبر كوونكو لپاره ډېر غوره دى
Verse 127 — Surah An-Nahl 16:127
او ته صبر كوه او نه دى صبر ستا مګر په توفیق د الله سره او په دوى باندې مه غمژن كېږه او په زړه تنګۍ كې مه كېږه د هغو مكرونو په وجه چې دوى يې كوي
Verse 128 — Surah An-Nahl 16:128
بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي