Back to Languages

Pushto - Chapter 17 - Al-Isra

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Isra 17:1

هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى۔

Verse 2 — Surah Al-Isra 17:2

او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو زما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ

Verse 3 — Surah Al-Isra 17:3

اى د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو۔، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و

Verse 4 — Surah Al-Isra 17:4

او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې قطعي حكم لېږلى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي

Verse 5 — Surah Al-Isra 17:5

نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې د ډېر سخت جنګ والا (سخت جنګي خلق) وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده پوره كړى شوې

Verse 6 — Surah Al-Isra 17:6

بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ په لحاظ بېخي زیات كړئ

Verse 7 — Surah Al-Isra 17:7

كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مسلط كړل)، د دې لپاره چې ستاسو مخونه بد وران كړي او د دې لپاره چې جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، سخت هلاكول

Verse 8 — Surah Al-Isra 17:8

نژدې دى چې ستاسو رب به په تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى

Verse 9 — Surah Al-Isra 17:9

بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته هدایت كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نېك عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى

Verse 10 — Surah Al-Isra 17:10

او دا چې بېشكه هغه كسان چې په اخرت باندې ایمان نه راوړي، مونږ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

Verse 11 — Surah Al-Isra 17:11

او انسان د شر دعا غواړي د خپلې خیر د دعا (په شان) او انسان له شروع نه ډېر تلوار كوونكى دى

Verse 12 — Surah Al-Isra 17:12

او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه محوه كړه او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى

Verse 13 — Surah Al-Isra 17:13

او هر انسان لره، مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه كې لازم كړى دى او د قیامت په ورځ به ده ته یو كتاب راوباسو چې ورسره به مخامخ شي، په داسې حال كې چې غوړېدلى به وي

Verse 14 — Surah Al-Isra 17:14

ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى

Verse 15 — Surah Al-Isra 17:15

چا چې نېغه لار ونیوله، نو همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان (د فايدې) لپاره نېغه لار نیسي او څوك چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې كېږي او هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي او مونږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو

Verse 16 — Surah Al-Isra 17:16

او كله چې مونږ اراده وكړو چې یو كلى هلاك كړو (نو) مونږ د هغه (كلي) كبرجنو مالدارو ته حكم وكړو، نو هغوى په ده كې فسق وكړي، نو په هغه باندې خبره ثابته شي، بیا مونږ هغه هلاك كړو، سخت هلاك كول

Verse 17 — Surah Al-Isra 17:17

او مونږ له نوح نه وروسته څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي! او ستا رب ښه كافي دى د خپلو بنده ګانو په ګناهونو باندې ښه خبردار، ښه لیدونكى

Verse 18 — Surah Al-Isra 17:18

هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو۔، بیا مونږ د هغه لپاره جهنم مقرروو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي

Verse 19 — Surah Al-Isra 17:19

او هغه څوك چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوشش كوي، د هغه لايق كوشش، په دې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلق، د دوى سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده

Verse 20 — Surah Al-Isra 17:20

له هر یو سره مونږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره اوله دغو سره، او ستا د رب عطاء (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده

Verse 21 — Surah Al-Isra 17:21

ته وګوره! څرنګه مونږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا اخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى

Verse 22 — Surah Al-Isra 17:22

ته له الله سره بل معبود مه نیسه، نو (ګنې) ملامت كړى شوى، بې یارومددګار به كېنې

Verse 23 — Surah Al-Isra 17:23

او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره لازمًا زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه

Verse 24 — Surah Al-Isra 17:24

او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته په دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم

Verse 25 — Surah Al-Isra 17:25

ستاسو رب په هغه څه ښه پوه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي۔ كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له شروع نه د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى

Verse 26 — Surah Al-Isra 17:26

او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول

Verse 27 — Surah Al-Isra 17:27

بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى

Verse 28 — Surah Al-Isra 17:28

او كه چېرې ته له دوى نه اعراض كوې، د خپل رب له جانبه د رحمت د طلب لپاره چې ته يې امېد لرې، نو دوى ته ډېره اسانه خبره وایه

Verse 29 — Surah Al-Isra 17:29

او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول (ګنې) نو ملامت كړى شوى، پښېمانه شوى به كېنې

Verse 30 — Surah Al-Isra 17:30

بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى

Verse 31 — Surah Al-Isra 17:31

او تاسو خپل اولاد د فقر له وېرې مه وژنئ، هم دا مونږ هغوى ته روزي وركوو او تاسو ته (هم) بېشكه د دوى وژل له شروع نه ډېره لویه ګناه ده

Verse 32 — Surah Al-Isra 17:32

او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده

Verse 33 — Surah Al-Isra 17:33

او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره او څوك چې ووژل شي، په دې حال كې چې مظلوم وي، نو یقینًا مونږ د هغه ولي (وارث) ته پوره غلبه وركړې ده، نو هغه دې په وژلو كې اسراف نه كوي، بېشكه دغه (وارث) مدد كړى شوى دى

Verse 34 — Surah Al-Isra 17:34

او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه ترټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه عهد دى پوښتل شوى

Verse 35 — Surah Al-Isra 17:35

او تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ او په ډېرې برابرې تلې سره تول كوئ دا (كار) تر ټولو غوره او د انجام په لحاظ تر ټولو ښه دى

Verse 36 — Surah Al-Isra 17:36

او ته د هغه شي پیروي مه كوه چې تا ته د هغه علم نه وي، بېشكه غوږونه او سترګې او زړه، هر یو له دغو (درې واړو) دى د هغه په هكله تپوس كړى شوى

Verse 37 — Surah Al-Isra 17:37

او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه بېخي څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته بېخي ونه رسېږې

Verse 38 — Surah Al-Isra 17:38

دغه ټول كارونه (چې دي)، د دوى بدي ستا د رب په نیز له شروع نه ناخوښه ده

Verse 39 — Surah Al-Isra 17:39

دا (ټول حكمونه) له هغو څخه دي چې ستا رب له حكمته څخه تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى

Verse 40 — Surah Al-Isra 17:40

ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه د ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه خبره وایئ

Verse 41 — Surah Al-Isra 17:41

او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى)

Verse 42 — Surah Al-Isra 17:42

ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لاره لټولې وى

Verse 43 — Surah Al-Isra 17:43

هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو خبرو نه چې دوى يې وايي ډېر لوى اوچتېدل

Verse 44 — Surah Al-Isra 17:44

د هغه لپاره تسبیح وايي اوه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه د ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو په تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى

Verse 45 — Surah Al-Isra 17:45

او كله چې ته قرآن لولې (، نو) مونږ ستا په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې چې په اخرت ایمان نه راوړي یوه پټه پرده پیدا كړو

Verse 46 — Surah Al-Isra 17:46

او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې واچوو له دې نه چې دوى په ده پوه شي او د دوى په غوږونو كې كوڼوالى (پیداكړو)، او كله چې ته په قرآن كې يواځې خپل رب یاد كړې، نو دوى په خپلو شاګانو بېرته وګرځي، په داسې حال كې چې ترهېدونكي وي

Verse 47 — Surah Al-Isra 17:47

مونږ ښه پوه یو په هغه (نیت) چې دوى په هغه سره اورېدل كوي، كله چې دوى تا ته غوږ ږدي او كله چې دوى پټې مشورې كوي، كله چې دا ظالمان وايي: تاسو پیروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې جادو پرې شوى دى

Verse 48 — Surah Al-Isra 17:48

ته وګوره! دوى ستا په باره كې مثالونه څنګه بیان كړل، نو ګمراه شول، نو د سمې لارې استطاعت نه لري

Verse 49 — Surah Al-Isra 17:49

او دوى وايي ایا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، ایا یقینًا مونږ به خامخا بیا راژوندي كړى شو په نوو پیدا كولو سره

Verse 50 — Surah Al-Isra 17:50

ته ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه

Verse 51 — Surah Al-Isra 17:51

یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په سینو كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ۔، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي

Verse 52 — Surah Al-Isra 17:52

په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې

Verse 53 — Surah Al-Isra 17:53

او ته زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبره دې وايي چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه شیطان د دوى په مینځ كې دښمني اچوي، بېشكه شیطان د انسان لپاره له شروع نه ښكاره دښمن دى

Verse 54 — Surah Al-Isra 17:54

ستاسو رب په تاسو ښه پوه دى، كه هغه وغواړي (نو) په تاسو به رحم وكړي او كه هغه وغواړي (نو) تاسو ته به عذاب دركړي او ته مونږ په دوى باندې ذمه وار نه يې لېږلى

Verse 55 — Surah Al-Isra 17:55

او ستاسو رب ښه عالم دى په هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و

Verse 56 — Surah Al-Isra 17:56

ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو

Verse 57 — Surah Al-Isra 17:57

دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې وېره ترې وكړى شي

Verse 58 — Surah Al-Isra 17:58

او نشته هېڅ یو كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلاك كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب۔، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي

Verse 59 — Surah Al-Isra 17:59

او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى د غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له دې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره

Verse 60 — Surah Al-Isra 17:60

او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او مونږ هغه منظره چې مونږ تا ته وښووله نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه چې په قرآن كې پرې لعنت كړى شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي

Verse 61 — Surah Al-Isra 17:61

او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه غیر له ابلیس نه، هغه وویل: ایا زه هغه چا ته سجده وكړم چې تا له خټې پېدا كړى دى

Verse 62 — Surah Al-Isra 17:62

هغه وویل: ما ته خبر راكړه! دا سړى چې تا دا په ما باندې بهتر كړى دى، یقینًا كه تا زه د قیامت د ورځې پورې وروسته كړم (نو) زه به خامخا هرومرو د ده د اولادې بېخ وباسم، سوا له لږو څخه

Verse 63 — Surah Al-Isra 17:63

(الله) وویل چې ځه! نو په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه، نو بېشكه جهنم ستاسو جزا ده، ډېره پوره جزا

Verse 64 — Surah Al-Isra 17:64

او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه اوله دوى سره په مالونو او اولادونو كې شریك شه او دوى ته وعده وركړه، او شیطان دوى ته وعده نه وركوي مګر د دوكې

Verse 65 — Surah Al-Isra 17:65

بېشكه زما بنده ګان چې دي، تالره پر هغوى باندې هېڅ غلبه نشته او ستا رب ښه كافي كارساز دى

Verse 66 — Surah Al-Isra 17:66

ستاسو رب هغه دى چې تاسو لپاره په سمندر كې بېړۍ روانوي، د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل ولټوئ، بېشكه هغه په تاسو له شروع نه ډېر رحم كوونكى دى

Verse 67 — Surah Al-Isra 17:67

او كله چې تاسو ته په سمندر كې سختي درورسېږي (، نو) هغه څوك (ستاسو له فكره) ورك شي چې تاسو يې بلئ مګر يواځې هغه (الله بلئ)، نو كله چې تاسو وچې ته بچ كړي (، نو) تاسو مخ اړوئ (له توحیده) او انسان دى ډېر ناشكره

Verse 68 — Surah Al-Isra 17:68

ایا نو تاسو له دې نه په امان كې یئ چې هغه تاسو د وچې ځمكې په یوه خوا كې ډوب (ښخ) كړي، یا پر تاسو باندې كاڼي وروونكى سخت باد راولېږي (او) بیا تاسو د خپل ځان لپاره هېڅ ساتونكى ونه مومئ

Verse 69 — Surah Al-Isra 17:69

یا تاسو له دې نه په امان كې یئ چې په دغه (سمندر) كې مو بېرته په دوهم ځلې واپس كړي، نو پر تاسو باندې ماتوونكى سخت باد راولېږي، نو تاسو د كفر كولو په سبب غرق كړي، بیا به تاسو د خپل ځان لپاره زمونږ په ضد راپسې ګرځېدونكى ونه مومئ

Verse 70 — Surah Al-Isra 17:70

او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول

Verse 71 — Surah Al-Isra 17:71

او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به ټول خلق (انسانان) سره له خپل امامه راوبلو، نو هغه څوك چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په خپل ښي لاس كې وركړى شو، نو دغه كسان به خپل كتاب (عمل نامه) لولي او په دوى به د كجورې د نري تار هومره ظلم (هم) نه كېږي

Verse 72 — Surah Al-Isra 17:72

او څوك چې په دي (دنیا) كې ړوند و، نو هغه به په اخرت كې هم ړوند وي، او (د نجات) د لارې په لحاظ به ډېر بې لارې وي

Verse 73 — Surah Al-Isra 17:73

او بېشكه شان دا دى چې دوى نژدې وو چې تا له هغه (قرآن) نه واړوي چې مونږ تا ته وحي كړى دى، د دې لپاره چې ته پر مونږ باندې له دې (قرآن) نه غیر راوتړې او په دغه وخت كې به دوى ته دوست نیولى وى

Verse 74 — Surah Al-Isra 17:74

او كه ته مونږه (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى۔ (، نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى لږ څه مايله شي

Verse 75 — Surah Al-Isra 17:75

(نو) په دغه وخت كې به خامخا مونږ په تا څكلى وى دوه چند عذاب د ژوندون (په دنیا كې) او دوه چنده عذاب د مرګ (په اخرت كې) بیا به ته د خپل ځان لپاره زمونږ په خلاف مدد كوونكى ونه مومې

Verse 76 — Surah Al-Isra 17:76

او بېشكه شان دا دى چې دوى قریب وو چې تا خامخا له دې ځمكې نه وخوځوي، د دې لپاره چې تا له دې نه وباسي او په دغه وخت كې به دوى له تا نه وروسته درنګ (وخت) نه وى تېر كړى مګر ډېر لږ

Verse 77 — Surah Al-Isra 17:77

(زمونږ) طریقه (ده) په هغه چا كې چې یقینًا مونږ له تا نه مخكې لېږلي وو د خپلو رسولانو ځنې، او ته به زمونږ طریقې لره هېڅ تبدیلېدل ونه مومې

Verse 78 — Surah Al-Isra 17:78

ته لمونځ قايموه د لمر له زواله وورسته د شپې تر تیارې پورې او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ده ته حاضري كولى شي

Verse 79 — Surah Al-Isra 17:79

او د شپې په څه حصه كې خوب پرېږده، چې تا لپاره دا زیاتي عبادت دى۔، امېد دى چې ستا رب به تا مقامِ محمود (ستايل شوي ځاى) ته پورته كړي

Verse 80 — Surah Al-Isra 17:80

او ته ووایه: اى زما ربه! ته ما داخل كړه په رښتیا داخلولو سره او ته ما وباسه په رښتیا وېستلو سره او ته زما لپاره د خپل جانب نه یو قوت مددكوونكى مقرر كړه

Verse 81 — Surah Al-Isra 17:81

او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى

Verse 82 — Surah Al-Isra 17:82

او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان

Verse 83 — Surah Al-Isra 17:83

او كله چې مونږ په (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل اړخ لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي

Verse 84 — Surah Al-Isra 17:84

ته ووایه: هر كس په خپلې مناسب حالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى په هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى

Verse 85 — Surah Al-Isra 17:85

او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم څخه (برخه) نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه

Verse 86 — Surah Al-Isra 17:86

او یقینًا كه مونږ وغواړو (نو) خامخا ضرور به هغه (قرآن) بېرته یوسو چې مونږ تا ته وحي كړى دى، بیا به ته د خپل ځان لپاره په دې باره كې زمونږ په خلاف هېڅ وكیل (او كارساز) ونه مومې

Verse 87 — Surah Al-Isra 17:87

خو د خپل رب له جانبه د مهربانۍ په وجه، بېشكه د هغه فضل په تا باندې ډېر لوى دى

Verse 88 — Surah Al-Isra 17:88

ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول په دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (، نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي

Verse 89 — Surah Al-Isra 17:89

او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیا بیا بیان كړى دى، نو زیاترو خلقو انكار وكړ غیر له كفر كولو نه

Verse 90 — Surah Al-Isra 17:90

او دوى وویل: مونږ به په تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې

Verse 91 — Surah Al-Isra 17:91

یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګور، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول

Verse 92 — Surah Al-Isra 17:92

یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې

Verse 93 — Surah Al-Isra 17:93

یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا په (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو۔، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى

Verse 94 — Surah Al-Isra 17:94

او خلق د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: ایا الله یو انسان رسول رالېږلى دى

Verse 95 — Surah Al-Isra 17:95

ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو په ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له اسمان نه مَلك رسول رالېږلى وى

Verse 96 — Surah Al-Isra 17:96

ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، ښه لېدونكى دى

Verse 97 — Surah Al-Isra 17:97

او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كړو، چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو

Verse 98 — Surah Al-Isra 17:98

„دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره

Verse 99 — Surah Al-Isra 17:99

ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي په دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي۔ او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه

Verse 100 — Surah Al-Isra 17:100

ته (دوى ته) ووایه: كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالكان شئ (نو) په دغه وخت كې به تاسو هرومرو امساك (بخل) وكړئ د لګېدلو (خرچ كېدو) له وېرې نه او انسان دى ډېر بخیل

Verse 101 — Surah Al-Isra 17:101

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو ته له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه دوى ته راغى، نو هغه ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور په تا د جادو كړى شوي عقیده ساتم اى موسٰى

Verse 102 — Surah Al-Isra 17:102

ويې ويل: یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړي مګر داسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم

Verse 103 — Surah Al-Isra 17:103

نو هغه (فرعون) اراده وكړه چې دوى له ځمكې نه وخوځوي، نو مونږ هغه او څوك چې له هغه سره وو ټول؛ غرق (ډوب) كړل

Verse 104 — Surah Al-Isra 17:104

او د هغه (له هلاكت) نه وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: تاسو په دغه ځمكه كې اوسئ، نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول سره ګډ راولو

Verse 105 — Surah Al-Isra 17:105

او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى۔ او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى

Verse 106 — Surah Al-Isra 17:106

او (مونږه) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول

Verse 107 — Surah Al-Isra 17:107

ته (دوى ته) ووایه چې تاسو په ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي

Verse 108 — Surah Al-Isra 17:108

او وايي زمونږ رب ته پاكي ده، بېشكه زمونږ د رب وعده خامخا كېدونكې ده

Verse 109 — Surah Al-Isra 17:109

او دوى په زنو نسكور پرېوځي، چې ژاړي او عاجزي يې (د قرآن اورېدل) ورته ورزیاته كړي

Verse 110 — Surah Al-Isra 17:110

ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغه لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه

Verse 111 — Surah Al-Isra 17:111

او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لپاره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره به بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله