Verse 1 — Surah Al-Kahf 18:1
ټولې ستاينې خاص د هغه الله لپاره دي چې په خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى
Verse 2 — Surah Al-Kahf 18:2
په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او هغو مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى
Verse 3 — Surah Al-Kahf 18:3
چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي
Verse 4 — Surah Al-Kahf 18:4
او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى
Verse 5 — Surah Al-Kahf 18:5
دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ
Verse 6 — Surah Al-Kahf 18:6
نو ښايي چې ته د دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى په دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي
Verse 7 — Surah Al-Kahf 18:7
بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى
Verse 8 — Surah Al-Kahf 18:8
او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو
Verse 9 — Surah Al-Kahf 18:9
ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟
Verse 10 — Surah Al-Kahf 18:10
(یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه، نو ويې ويل: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې هدایت برابر كړه
Verse 11 — Surah Al-Kahf 18:11
نو مونږ د دوى په غوږونو خوب واچاوه، په غار كې څو كاله په شمېر
Verse 12 — Surah Al-Kahf 18:12
بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده
Verse 13 — Surah Al-Kahf 18:13
مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې په خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو
Verse 14 — Surah Al-Kahf 18:14
او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي
Verse 15 — Surah Al-Kahf 18:15
زمونږ دې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان ونیول، دوى په (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي
Verse 16 — Surah Al-Kahf 18:16
او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي
Verse 17 — Surah Al-Kahf 18:17
او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي چپ اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست
Verse 18 — Surah Al-Kahf 18:18
او ته به په دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او چپ اړخ اړوو۔ او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى۔، كه ته په دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي
Verse 19 — Surah Al-Kahf 18:19
او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى، ۔ نورو وویل: ستاسو رب ښه عالم دى په هغې مودې چې تاسو تېره كړې ده، ۔ نو تاسو خپل یو تن له خپلو دې سپینوزرو سره ښار ته ولېږئ۔، نو هغه دې وګوري چې د دې (ښار) كوم یو كس د طعام په لحاظ ډېر پاكیزه دى، نو دى دې تاسو ته له هغه نه خوراك راوړي او نرمي او زیركي دې كوي او په تاسو دې هیڅوك له سره خبر نه كړي
Verse 20 — Surah Al-Kahf 18:20
بېشكه دوى كه په تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله
Verse 21 — Surah Al-Kahf 18:21
او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو دوى وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب په دوى ښه عالم دى، هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالبه شوي وو، مونږ به خامخا هرومرو په دوى باندې جومات جوړوو
Verse 22 — Surah Al-Kahf 18:22
ژر به دغه (خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي۔ او د دوى اتم د دوى سپى دى۔، ته ووایه: زما رب د دوى په شمېر ښه عالم دى، په دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق) ۔، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه
Verse 23 — Surah Al-Kahf 18:23
او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم
Verse 24 — Surah Al-Kahf 18:24
مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یادوه كله چې دې هېر شي، او ته ووایه امېد دى چې ما ته به زما رب لار ښوونه وكړي د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې
Verse 25 — Surah Al-Kahf 18:25
او دوى په خپل غار كې درې سوه كاله تېر كړل او نهه يې (پرې) ور زیات كړل
Verse 26 — Surah Al-Kahf 18:26
ته ووایه: الله ښه عالم دى په مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده۔، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه څه ښه لیدونكى او څه ښه اورېدونكى دى۔! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضاء) كې هیڅوك نه شریكوي
Verse 27 — Surah Al-Kahf 18:27
او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغه نه غیر به ته له سره پناه ځاى ونه مومې
Verse 28 — Surah Al-Kahf 18:28
او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغه مخ غواړي۔ او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې او ته د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغه زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغه كار له حد نه وتلى دى
Verse 29 — Surah Al-Kahf 18:29
او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (د ایمان) اراده وكړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (د كفر) اراده وكړې، نو هغه دې كافر شي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې چاپېره شوي دي۔ او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او دغه بد ځاى دى د اوسېدلو
Verse 30 — Surah Al-Kahf 18:30
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) بېشكه مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى
Verse 31 — Surah Al-Kahf 18:31
دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى
Verse 32 — Surah Al-Kahf 18:32
او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى
Verse 33 — Surah Al-Kahf 18:33
دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي اوهېڅ شى ترې نه نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده
Verse 34 — Surah Al-Kahf 18:34
او د ده لپاره نورې مېوې هم شته، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم
Verse 35 — Surah Al-Kahf 18:35
او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې په خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي
Verse 36 — Surah Al-Kahf 18:36
او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم
Verse 37 — Surah Al-Kahf 18:37
ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كافر شوى يې چې ته يې له خاورو پیداكړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې
Verse 38 — Surah Al-Kahf 18:38
لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې هم الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم
Verse 39 — Surah Al-Kahf 18:39
او كله چې ته خپل باغ ته داخل شوې تا دا ولې ونه ویل: مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړی، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې
Verse 40 — Surah Al-Kahf 18:40
نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان شي
Verse 41 — Surah Al-Kahf 18:41
یابه د ده اوبه وچې ډوبې شي، بیا به ته د دغو (ډوبو اوبو) په لټولو له سره ونه توانېږې
Verse 42 — Surah Al-Kahf 18:42
او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شه چې خپل ورغوي يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه لوېدلى و، او ده ویل: اى كاشكې ما د خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى
Verse 43 — Surah Al-Kahf 18:43
او د ده هېڅ داسې ډله نه وه چې له الله نه غیر يې دده مرسته كړې وى او نه دا پخپله بدله اخيستونكى (د ځان مدد كوونكى) و
Verse 44 — Surah Al-Kahf 18:44
په دغه وخت كې ټول د اختیار حق الله لره دى، هغه د ثواب په لحاظ ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه
Verse 45 — Surah Al-Kahf 18:45
او ته دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له اسمان نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى
Verse 46 — Surah Al-Kahf 18:46
مال او زامن د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ غوره دي او د امېد په لحاظ ډېر ښه
Verse 47 — Surah Al-Kahf 18:47
او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نه ږدو
Verse 48 — Surah Al-Kahf 18:48
او دوى به خپل رب ته صف صف وړاندې كړى شي (او وبه ویلى شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو
Verse 49 — Surah Al-Kahf 18:49
او كتاب به كېښودلى شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه يې حساب كړې ده او دوى به خپل كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب په هیچا ظلم نه كوي
Verse 50 — Surah Al-Kahf 18:50
او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، دا له جناتو څخه و، د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه۔، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغه اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې دوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى
Verse 51 — Surah Al-Kahf 18:51
ما دغه (شیطانان) د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته نه دي حاضر كړي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم
Verse 52 — Surah Al-Kahf 18:52
او (یاده كړه) هغه ورځ چې وبه وايي (الله): تاسو زما هغو شریكانو ته اواز وكړئ چې تاسو به ګڼل، نو دوى به هغوى ته چغې ووهي، نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او د دوى تر مینځه به مونږ د هلاكت ځاى (دوزخ) وګرځوو
Verse 53 — Surah Al-Kahf 18:53
او مجرمان به اور وویني، نو یقین به وكړي چې بېشكه دوى په ده كې لوېدونكي دي او دوى به له دغه (اور) نه د په څنګ كېدلو ځاى ونه مومي
Verse 54 — Surah Al-Kahf 18:54
او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې د خلقو لپاره هر قسمه مثالونه مكرر بیان كړي دي، او انسان په جګړه كې تر هر شي زیات دى
Verse 55 — Surah Al-Kahf 18:55
او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې د خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي
Verse 56 — Surah Al-Kahf 18:56
او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېرونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړی۔ او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره ونیول
Verse 57 — Surah Al-Kahf 18:57
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې ده ته دخپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى په زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى په ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي
Verse 58 — Surah Al-Kahf 18:58
او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي
Verse 59 — Surah Al-Kahf 18:59
او دغه كلي دي چې مونږ دوى هلاك كړل، كله چې دوى ظلم وكړ او مونږ د دوى هلاكت ته یوه نېټه ټاكلې وه
Verse 60 — Surah Al-Kahf 18:60
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې
Verse 61 — Surah Al-Kahf 18:61
نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېركړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله
Verse 62 — Surah Al-Kahf 18:62
نو كله چې دوى (له دغه ځایه) تېر شول، خپل ځلمي ته يې وویل: ته مونږ ته زمونږ سبا نارى راوړه، بېشكه یقینًا مونږ له خپل دې سفره له ستومانۍ سره مخامخ شو
Verse 63 — Surah Al-Kahf 18:63
هغه وویل: ایا ته خبر شوې كله چې مونږ لويې تېږې ته ځاى ونیوه، نو بېشكه ما هغه كب هېر كړ۔ او هغه له ما نه هېر نه كړ مګر شیطان چې زه هغه (تا ته) یاد كړم او هغه په سمندر كې خپله لاره ډېر عجیبه جوړه كړه
Verse 64 — Surah Al-Kahf 18:64
ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل
Verse 65 — Surah Al-Kahf 18:65
بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و
Verse 66 — Surah Al-Kahf 18:66
ده ته موسٰي وویل: ایا زه ستا تابع شمه په دې شرط سره چې ته به ما ته ښیې له هغه (علم) نه چې تا ته نېغه لار ښوول شوې ده
Verse 67 — Surah Al-Kahf 18:67
هغه وویل: بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې
Verse 68 — Surah Al-Kahf 18:68
او ته به څنګه په هغه كار صبر وكړې چې د علم په لحاظ تا د هغه احاطه نه ده كړې
Verse 69 — Surah Al-Kahf 18:69
هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم
Verse 70 — Surah Al-Kahf 18:70
هغه وویل: كه ته زما متابعت كوې، نو ته له ما نه د هېڅ شي په باره كې تر هغه پورې تپوس مه كوه چې زه تا ته د هغه ذكر شروع كړم
Verse 71 — Surah Al-Kahf 18:71
نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كشتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كشتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند (او ناروا) كار وكړ
Verse 72 — Surah Al-Kahf 18:72
هغه وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې
Verse 73 — Surah Al-Kahf 18:73
ده وویل: ته ما په هغه كار مه نیسه چې ما په هېره وكړ او ته په ما د دې كار په وجه سختي مه راچوه
Verse 74 — Surah Al-Kahf 18:74
نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ
Verse 75 — Surah Al-Kahf 18:75
هغه (خضر) وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره د صبر كولو طاقت بېخي ونه كړى شې
Verse 76 — Surah Al-Kahf 18:76
هغه (موسٰی) وویل: كه له دې نه بعد ما له تا نه د څه شي په باره كې پوښتنه وكړه، نو بیا ته ما د ځان مه ملګرى كوه، یقیناً ته زما له جانبه (حد د) عذر ته ورسېدې
Verse 77 — Surah Al-Kahf 18:77
بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (، نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغوى دوى دواړو ته د مېلمستیا وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو) خامخا په دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى
Verse 78 — Surah Al-Kahf 18:78
ده وویل: دا زما په مینځ كې اوستا په مینځ كې (د) بېلتون (وخت) دى۔، ژر به زه تا د هغو خبرو په حقیقت خبر كړم چې په هغو باندې تا د صبر كولو طاقت ونه كړى شو
Verse 79 — Surah Al-Kahf 18:79
هرچې كشتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كشتۍ به يې په زور سره اخيستله
Verse 80 — Surah Al-Kahf 18:80
او هر چې هلك و، نو د هغه مور او پلار مومنان وو، نو مونږ له دې ووېرېدو چې دى به هغوى په سركشۍ او كفر مجبوره كړي
Verse 81 — Surah Al-Kahf 18:81
نومونږ وغوښتل چې دوى ته د دوى رب (داسې) بدل وركړي (چې) د دغه (هلك) نه په پاكۍ كې غوره وي او (له دغه نه) په مهربانۍ كې ډېر نژدې وي
Verse 82 — Surah Al-Kahf 18:82
او پاتې شو دېوال۔، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښاركې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه۔ او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى۔، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى
Verse 83 — Surah Al-Kahf 18:83
او دوى له تا نه د ذوالقرنین په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه: ژر به زه تاسو ته د هغه په هكله څه احوال ولولم
Verse 84 — Surah Al-Kahf 18:84
بېشكه مونږ ده ته په ځمكه كې قدرت وركړى و او مونږ ده ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه
Verse 85 — Surah Al-Kahf 18:85
نو ده لاره ونیوله (او هغه اسباب چې مغرب ته يې ورساوه)
Verse 86 — Surah Al-Kahf 18:86
تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې (چینې) ته نژدې یو قوم ومونده۔، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! یا خو دا چې ته (دوى ته) عذاب وركړې او یا خو دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسي
Verse 87 — Surah Al-Kahf 18:87
ده وویل: هرچې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ ده ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به دى خپل رب ته بېرته بوتلى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب
Verse 88 — Surah Al-Kahf 18:88
او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به ده ته له خپله كاره اساني ووایو (پیدا كړو)
Verse 89 — Surah Al-Kahf 18:89
بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب چې مشرق ته يې ورساوه)
Verse 90 — Surah Al-Kahf 18:90
تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (، نو) دغه (لمر) يې ومونده چې په داسې قوم راخېژي چې مونږ دوى ته د دغه (لمر) نه لاندې كومه پرده نه وه ګرځولې
Verse 91 — Surah Al-Kahf 18:91
همداسې (حال) و۔ او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ په هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو
Verse 92 — Surah Al-Kahf 18:92
بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل)
Verse 93 — Surah Al-Kahf 18:93
تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (، نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) په خبره پوه شي
Verse 94 — Surah Al-Kahf 18:94
دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟
Verse 95 — Surah Al-Kahf 18:95
ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته په هغو كې زما رب قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم
Verse 96 — Surah Al-Kahf 18:96
تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (، نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه په دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه توئ كړم
Verse 97 — Surah Al-Kahf 18:97
نو د دوى به طاقت نه وي چې په ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي
Verse 98 — Surah Al-Kahf 18:98
دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به د ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده
Verse 99 — Surah Al-Kahf 18:99
او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول
Verse 100 — Surah Al-Kahf 18:100
او په دغې ورځ به مونږ جهنم كافرانو ته راوړاندې كړو، ښه راوړاندې كول
Verse 101 — Surah Al-Kahf 18:101
هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشو كولى
Verse 102 — Surah Al-Kahf 18:102
ایا نو كافران شویو كسانو ګمان كړى دى چې دوى به له ما نه غير زما بنده ګان كارسازوونكي ونیسي (او بیا به يې هم زه نه په عذاب كوم، نه) بېشكه مونږ د كافرانو لپاره جهنم مېلمستیا تیار كړى دى
Verse 103 — Surah Al-Kahf 18:103
ته (دوى ته) ووایه: ایامونږ تاسو ته د اعمالو په لحاظ د تر ټولو زیاتو تاواني كسانو خبر دركړو؟
Verse 104 — Surah Al-Kahf 18:104
دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، حال دا چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى عمل ښه كوي
Verse 105 — Surah Al-Kahf 18:105
هم دغه كسان دي چې د خپل رب په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر (او انكاري) شوي دي، نو د دوى عملونه برباد شول، نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو
Verse 106 — Surah Al-Kahf 18:106
دغه، د دوى بدله جهنم دى په سبب د دې چې دوى كافران شول او زما ایتونه او زما رسولان يې مسخره نیولي وو
Verse 107 — Surah Al-Kahf 18:107
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي
Verse 108 — Surah Al-Kahf 18:108
چې په دغو كې به تل وي، دوى به له دغو نه ګرځېدل (او تبدیلېدل) نه غواړي
Verse 109 — Surah Al-Kahf 18:109
ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره سیاهي وي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد هم راوړو
Verse 110 — Surah Al-Kahf 18:110
ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي