Verse 1 — Surah Maryam 19:1
كاف، ها، يا، عين، صاد
Verse 2 — Surah Maryam 19:2
(دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې
Verse 3 — Surah Maryam 19:3
كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز
Verse 4 — Surah Maryam 19:4
ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر (مې) د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى
Verse 5 — Surah Maryam 19:5
او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه
Verse 6 — Surah Maryam 19:6
چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى
Verse 7 — Surah Maryam 19:7
اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى
Verse 8 — Surah Maryam 19:8
ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم
Verse 9 — Surah Maryam 19:9
(الله) ورته وویل: هم داسې دي۔، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې
Verse 10 — Surah Maryam 19:10
ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرره كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې
Verse 11 — Surah Maryam 19:11
نو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ
Verse 12 — Surah Maryam 19:12
اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و
Verse 13 — Surah Maryam 19:13
او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي۔ او دى ډېر پرهېزګاره و
Verse 14 — Surah Maryam 19:14
او له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و
Verse 15 — Surah Maryam 19:15
او په ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى وزېږول شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي
Verse 16 — Surah Maryam 19:16
او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و
Verse 17 — Surah Maryam 19:17
نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح ولېږه، نو هغه دې ته خپل شكل د كامل سړي جوړ كړ
Verse 18 — Surah Maryam 19:18
(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې
Verse 19 — Surah Maryam 19:19
هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم
Verse 20 — Surah Maryam 19:20
دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ بشر نه دى رارسېدلى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم
Verse 21 — Surah Maryam 19:21
ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ دى د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت۔ او دغه یو فیصله شوى كار دى
Verse 22 — Surah Maryam 19:22
نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو سره له ده یو لرې ځاى ته په څنګ شوه
Verse 23 — Surah Maryam 19:23
نو دغې (مریم) لره د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى
Verse 24 — Surah Maryam 19:24
نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه پیدا كړې ده
Verse 25 — Surah Maryam 19:25
او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به په تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي
Verse 26 — Surah Maryam 19:26
پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، پس كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره په ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره
Verse 27 — Surah Maryam 19:27
نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راخيستى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بدكار كړى دى
Verse 28 — Surah Maryam 19:28
اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه
Verse 29 — Surah Maryam 19:29
نو هغې ده (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى
Verse 30 — Surah Maryam 19:30
ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغه ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم
Verse 31 — Surah Maryam 19:31
او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، ترڅو چې زه ژوندى یم
Verse 32 — Surah Maryam 19:32
(او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى
Verse 33 — Surah Maryam 19:33
او په ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه وزېږول شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم
Verse 34 — Surah Maryam 19:34
دغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده په باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي
Verse 35 — Surah Maryam 19:35
د الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده۔، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي
Verse 36 — Surah Maryam 19:36
او بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
Verse 37 — Surah Maryam 19:37
نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى
Verse 38 — Surah Maryam 19:38
دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي
Verse 39 — Surah Maryam 19:39
او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي
Verse 40 — Surah Maryam 19:40
بېشكه مونږ چې یو، هم دا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي
Verse 41 — Surah Maryam 19:41
او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و
Verse 42 — Surah Maryam 19:42
كله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى
Verse 43 — Surah Maryam 19:43
اى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم
Verse 44 — Surah Maryam 19:44
اى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان له رحمان نه نافرمان دى
Verse 45 — Surah Maryam 19:45
اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې
Verse 46 — Surah Maryam 19:46
هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې شه
Verse 47 — Surah Maryam 19:47
ده وویل: په تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى
Verse 48 — Surah Maryam 19:48
او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم
Verse 49 — Surah Maryam 19:49
نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو
Verse 50 — Surah Maryam 19:50
مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه
Verse 51 — Surah Maryam 19:51
او په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و
Verse 52 — Surah Maryam 19:52
او مونږ ده ته د طور غر له ښي اړخ نه اواز كړى و او مونږ دى قریب كړ، چې د راز خبرې مو ورسره كولې
Verse 53 — Surah Maryam 19:53
او مونږ ده ته له خپل رحمته د ده ورور هارون وركړ، چې نبي و
Verse 54 — Surah Maryam 19:54
او په كتاب كې اسماعیل یاد كړه، بېشكه دى د وعدې رښتینى و او رسول (او) نبي و
Verse 55 — Surah Maryam 19:55
او ده به خپل اهل ته په لمانځه او زكات سره حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و
Verse 56 — Surah Maryam 19:56
او په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و
Verse 57 — Surah Maryam 19:57
او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى
Verse 58 — Surah Maryam 19:58
دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې۔ او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به په دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول (نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي
Verse 59 — Surah Maryam 19:59
نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي
Verse 60 — Surah Maryam 19:60
مګر هغه څوك چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او په دوى به هېڅ شى ظلم نه كېږي
Verse 61 — Surah Maryam 19:61
د تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه دى (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده
Verse 62 — Surah Maryam 19:62
دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري غیر له سلام نه، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى
Verse 63 — Surah Maryam 19:63
دغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځولو چې پرهېزګاره وي
Verse 64 — Surah Maryam 19:64
او (جبریل وویل) مونږ نه راكوځېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغې چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي۔ او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى
Verse 65 — Surah Maryam 19:65
(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده په عبادت ښه ټینګ اوسه۔، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې
Verse 66 — Surah Maryam 19:66
او دغه (له بعث نه منكر) انسان وايي: ایا كله چې زه مړ شم خامخا عنقریب به زه بیا ژوندى را ایستلى شم
Verse 67 — Surah Maryam 19:67
ایا دغه انسان نه یادوي چې بېشكه مونږ دى له دې نه مخكې پیدا كړى و، او دى هېڅ شى نه و
Verse 68 — Surah Maryam 19:68
نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو
Verse 69 — Surah Maryam 19:69
بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى
Verse 70 — Surah Maryam 19:70
بیا خامخا مونږ په هغو خلقو ښه عالمان یو چې هغوى دغه (دوزخ) ته د داخلولو (او سوځولو) ښه لايق دي
Verse 71 — Surah Maryam 19:71
او نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي
Verse 72 — Surah Maryam 19:72
بیا به مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده او ظالمان (كافران) به په دغه (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو
Verse 73 — Surah Maryam 19:73
او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستى شي، چې ښه واضح دي، (، نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده
Verse 74 — Surah Maryam 19:74
او له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو
Verse 75 — Surah Maryam 19:75
ته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى
Verse 76 — Surah Maryam 19:76
او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي
Verse 77 — Surah Maryam 19:77
ایا تا هغه كس لیدلى چې زمونږ په ایتونو باندې كافر شوى دى او وايي چې ما ته به (په اخرت كې) خامخا ضرور مال او اولاد راكول كېږي
Verse 78 — Surah Maryam 19:78
ایا دى په غیبو خبر شوى دى، یا ده د رحمٰن په نیز كومه وعده اخيستې ده
Verse 79 — Surah Maryam 19:79
داسې نه ده ضرور مونږ لیكو هغه څه چې دى يې وايي او ده ته به له عذابه وغځوو، غځول
Verse 80 — Surah Maryam 19:80
او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي
Verse 81 — Surah Maryam 19:81
او دوى له الله نه غیر (نور) معبودان ونیول، د دې لپاره چې دغه (معبودان) د دوى د عزت سبب شي
Verse 82 — Surah Maryam 19:82
داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي
Verse 83 — Surah Maryam 19:83
ایا ته نه ګورې چې مونږ شیطانان په كافرانو باندې راخوشې كوو، چې دوى تېزوي، تېزول
Verse 84 — Surah Maryam 19:84
نو ته په دوى باندې (د عذاب په راتلو كې) تلوار مه كوه، بېشكه مونږ د دوى لپاره شمېرل كوو، شمېرل
Verse 85 — Surah Maryam 19:85
(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه
Verse 86 — Surah Maryam 19:86
او مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو
Verse 87 — Surah Maryam 19:87
هغوى د شفاعت اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د رحمٰن په نيز يې وعده اخيستې ده
Verse 88 — Surah Maryam 19:88
او دغه (كافران) وايي: رحمٰن د ځان لپاره اولاد نیولى دى
Verse 89 — Surah Maryam 19:89
یقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه
Verse 90 — Surah Maryam 19:90
نژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې
Verse 91 — Surah Maryam 19:91
په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله
Verse 92 — Surah Maryam 19:92
او رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي
Verse 93 — Surah Maryam 19:93
نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي
Verse 94 — Surah Maryam 19:94
یقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل
Verse 95 — Surah Maryam 19:95
او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې
Verse 96 — Surah Maryam 19:96
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي
Verse 97 — Surah Maryam 19:97
پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې
Verse 98 — Surah Maryam 19:98
او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې