Verse 1 — Surah Ta-Ha 20:1
Verse 2 — Surah Ta-Ha 20:2
مونږ قرآن په تا باندې د دې لپاره نه دى نازل كړى چې ته په سختۍ او مشقت كې پرېوځې
Verse 3 — Surah Ta-Ha 20:3
مګر (نازل كړى دى مونږ) نصیحت د هغه چا لپاره چې وېرېږي
Verse 4 — Surah Ta-Ha 20:4
(نازل كړى شوى دى) په نازلېدلو سره د هغه (الله) له جانبه چې ځمكه او ډېر اوچت اسمانونه يې پیدا كړي دي
Verse 5 — Surah Ta-Ha 20:5
رحمٰن په عرش باندې برقراره شو
Verse 6 — Surah Ta-Ha 20:6
خاص د ده لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او هغه څه چې د لوندې ځمكې نه لاندې دي
Verse 7 — Surah Ta-Ha 20:7
او كه ته خبره په جهر سره كوې، نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي
Verse 8 — Surah Ta-Ha 20:8
الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي
Verse 9 — Surah Ta-Ha 20:9
او ایا تا ته د موسٰی قصه (خبره) راغلې ده
Verse 10 — Surah Ta-Ha 20:10
كله چې ده اور ولیده، نو خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شئ، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه له هغه نه تاسو ته لګولې (بله) لمبه راوړم، یا به په اور باندې څه لار ښوونه (لار ښود) ومومم
Verse 11 — Surah Ta-Ha 20:11
نو كله چې دى دغه (اور) ته راغى، ده ته اواز وكړى شو چې اى موسٰی
Verse 12 — Surah Ta-Ha 20:12
بېشكه زه چې یم، زه ستا رب یم، نو ته خپلې پڼې وباسه، بېشكه ته په مقدسه (سپېڅلې) وادۍ (دره) طُوٰی كې يې
Verse 13 — Surah Ta-Ha 20:13
او ته ما غوره كړى يې، نو ته هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي
Verse 14 — Surah Ta-Ha 20:14
بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه
Verse 15 — Surah Ta-Ha 20:15
بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي
Verse 16 — Surah Ta-Ha 20:16
نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (، ګنې) نو ته به هلاك شې
Verse 17 — Surah Ta-Ha 20:17
او اى موسٰی! ستا په ښي لاس كې څه شى دى؟
Verse 18 — Surah Ta-Ha 20:18
ده وویل: دا زما امسا ده په دې زه تكیه لګوم، او په دې سره زه خپلو ګډو (بيزو) ته پاڼې څنډوهم، او زما لپاره په دې كې نور حاجتونه (او فايدې) هم دي
Verse 19 — Surah Ta-Ha 20:19
(الله) وویل: اى موسٰی! ته دا وغورځوه
Verse 20 — Surah Ta-Ha 20:20
نو ده دغه وغورځوله، نو ناڅاپه دغه (امسا) مار شو، منډې يې وهلې
Verse 21 — Surah Ta-Ha 20:21
(الله) وویل: ته دا راونیسه، او ته مه وېرېږه، ژر به مونږ دا خپل ړومبني شكل ته راوګرځوو
Verse 22 — Surah Ta-Ha 20:22
او ته خپل لاس خپل تخرګ ته پیوست كړه، دا به راووځي، چې تك سپین به وي، بې له عیب (او بیمارۍ) نه، په داسې حال كې چې دا بله نښه (او معجزه) ده
Verse 23 — Surah Ta-Ha 20:23
د دې لپاره چې مونږ تا ته د خپلو ترټولو لویو نښو ځنې (څه) وښیو
Verse 24 — Surah Ta-Ha 20:24
ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
Verse 25 — Surah Ta-Ha 20:25
ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه
Verse 26 — Surah Ta-Ha 20:26
او ما ته زما كار اسان كړه
Verse 27 — Surah Ta-Ha 20:27
او زما له ژبې نه غوټه پرانیځه
Verse 28 — Surah Ta-Ha 20:28
چې دوى زما په خبره پوه شي
Verse 29 — Surah Ta-Ha 20:29
او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه
Verse 30 — Surah Ta-Ha 20:30
هارون، چې زما ورور دى
Verse 31 — Surah Ta-Ha 20:31
په ده سره ته زما مَلا قوي كړه
Verse 32 — Surah Ta-Ha 20:32
او دى زما په كار كې شریك كړه
Verse 33 — Surah Ta-Ha 20:33
د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو
Verse 34 — Surah Ta-Ha 20:34
او ستا ډېر ذكر وكړو
Verse 35 — Surah Ta-Ha 20:35
بېشكه هم ته زمونږ حال ښه لیدونكى يې
Verse 36 — Surah Ta-Ha 20:36
(الله) وویل: اى موسٰی! یقینًا تا ته ستا سوال دركړى شو
Verse 37 — Surah Ta-Ha 20:37
او یقینًا یقینًا مونږ په تا باندې یو ځل بل احسان كړى و
Verse 38 — Surah Ta-Ha 20:38
كله چې مونږ ستا مور ته الهام وكړ هغه چې (تا ته اوس) وحي كولى شي
Verse 39 — Surah Ta-Ha 20:39
چې ته (اى مورې د موسٰی) دا (موسٰی) په تابوت (صندوق) كې واچوه، بیا دغه (صندوق) په سیند كې وغورځوه، نو دغه (صندوق) لره دې سیند په ساحل كې وغورځوي، چې دغه (موسٰی) لره ونیسي زما دښمن او د ده دښمن او ما په تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي
Verse 40 — Surah Ta-Ha 20:40
كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي۔، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې۔ او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی
Verse 41 — Surah Ta-Ha 20:41
او ته ما د خپل ځان لپاره تیار كړى يې
Verse 42 — Surah Ta-Ha 20:42
ته لاړ شه او ستا ورور دې هم، زما په معجزو سره او تاسو دواړه زما په ذكر (یاد) كې سستي مه كوئ
Verse 43 — Surah Ta-Ha 20:43
تاسو دواړه فرعون ته لاړ شئ، بېشكه هغه باغي شوى دى
Verse 44 — Surah Ta-Ha 20:44
نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وكړئ، ښايي چې دى پند واخلي، یا ووېرېږي
Verse 45 — Surah Ta-Ha 20:45
دواړو وویل: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ له دې نه وېرېږو چې دى به زمونږ سره زیاتى وكړي، یا به سركشي شروع كړي
Verse 46 — Surah Ta-Ha 20:46
(الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم
Verse 47 — Surah Ta-Ha 20:47
نو تاسو ده ته ورشئ، پس (ورته) ووايئ چې بېشكه مونږ ستا د رب رسولان یو، نو ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه، او ته دوى مه په عذابوه، په تحقیق مونږ تا ته ستا د رب له معجزې سره راغلي یو، او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي
Verse 48 — Surah Ta-Ha 20:48
بېشكه مونږ چې یو، یقینًا مونږ ته وحي كړى شوې ده چې بېشكه عذاب په هغه چا دى چې (د رسولانو) تكذیب كوي او (له اسلامه) مخ ګرځوي
Verse 49 — Surah Ta-Ha 20:49
ده (فرعون) وویل: اى موسٰی ستاسو د دواړو رب څوك دى؟
Verse 50 — Surah Ta-Ha 20:50
ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده
Verse 51 — Surah Ta-Ha 20:51
(فرعون) وویل: د ړومبنو زمانو د خلقو څه حال دى؟
Verse 52 — Surah Ta-Ha 20:52
ده وویل: د هغو علم زما له رب سره دى په یو كتاب كې، زما له رب نه څه ورَكېږي او نه ترې هېرېږي
Verse 53 — Surah Ta-Ha 20:53
هغه ذات چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې چلولې دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په دغو (اوبو) سره مونږ بېلا بېل (او) قسما قسم زرغونې را ایستلي دي
Verse 54 — Surah Ta-Ha 20:54
تاسو يې خورئ او خپل څاروي (په كې) څروئ، بېشكه په دغو (شیانو) كې د عقل والاو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي
Verse 55 — Surah Ta-Ha 20:55
له هم دې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یئ او په هم دې كې به مونږ تاسو ننه باسو، او بل كرت به مونږ تاسو راوباسو
Verse 56 — Surah Ta-Ha 20:56
او یقینًا یقینًامونږ ده ته خپلې ټولې نښې (او معجزې) وروښوولې، نو ده تكذیب وكړ او انكار يې وكړ
Verse 57 — Surah Ta-Ha 20:57
وویل: (فرعون) ایا ته مونږ ته راغلى يې اى موسٰی؟، د دې لپاره چې ته په خپل سحر (جادو) سره مونږ له خپلې ځمكې نه وباسې
Verse 58 — Surah Ta-Ha 20:58
نو مونږ به خامخا ضرور تا ته د دغه (سحر) په مثل سحر راوړو، نو ته زمونږ په مینځ كې او په خپل مینځ كې یوه وعده مقرره كړه چې نه به مونږ د هغې مخالفت كوو او نه ته۔، داسې ځاى چې مساوي (هوار) وي
Verse 59 — Surah Ta-Ha 20:59
ده وویل: ستاسو د وعدې وخت د زینت (او جشن) ورځ ده او دا چې خلق دې د څاښت په وخت كې راجمع كړى شي
Verse 60 — Surah Ta-Ha 20:60
نو فرعون وګرځېده، نو خپل مكر (او چل) يې راجمع كړ، بیا راغى
Verse 61 — Surah Ta-Ha 20:61
(موسٰی جادوګرو ته) وویل: تاسو هلاك شئ! په الله باندې دروغ مه تړئ (ګنې) نو هغه به تاسو په عذاب سره هلاك كړي، او په تحقیق نا امېده (او نامراد) شو هغه كس چې (په الله) يې دروغ وتړل
Verse 62 — Surah Ta-Ha 20:62
نو دغو (جادوګرو) په خپل كار كې په خپل مینځ سره جګړه وكړه او دغه پټه مشوره يې خفیه وساتله
Verse 63 — Surah Ta-Ha 20:63
دوى وویل: بېشكه چې دا دواړه خامخا ساحران (جادوګر) دي، دوى دواړه غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې (خاورې) نه په خپل سحر (جادو) سره وباسي او ستاسو ډېر غوره لار (د دين) ختمه كړي
Verse 64 — Surah Ta-Ha 20:64
نو تاسو خپل ټول چل مكر راجمع كړئ، بیا تاسو (میدان ته) راشئ صف صف، او یقینًا نن ورځ هغه څوك كامیاب دى چې غالب شو
Verse 65 — Surah Ta-Ha 20:65
ده وویل: اى موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول د هغه چا چې (امسا) غورځوي
Verse 66 — Surah Ta-Ha 20:66
ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي
Verse 67 — Surah Ta-Ha 20:67
نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله
Verse 68 — Surah Ta-Ha 20:68
مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې
Verse 69 — Surah Ta-Ha 20:69
او ته هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه لواړ (ښوى) تېر كړي چې دغو جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي
Verse 70 — Surah Ta-Ha 20:70
نو ساحران وغورځولى شول، سجده كوونكي، ويې ويل: مونږ د هارون او موسٰی په رب ایمان راوړ
Verse 71 — Surah Ta-Ha 20:71
(فرعون) وویل چې تاسو د ده تصدیق وكړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دى یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې سحر (جادو) ښودلى دى، نو زه به خامخا ضرور ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادل بدل پرې كوم او زه به خامخا ضرور تاسو د كجور په تنو كې په دار كوم او تاسو به خامخا ضرور پوه شئ چې په مونږ كې كوم یو د عذاب وركولو په لحاظ ډېر سخت دى او ډېر باقی پاتې كېدونكى دى (زه او كه موسٰی)
Verse 72 — Surah Ta-Ha 20:72
هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح درنه كړو په هغه باندې چې مونږ ته راغلى دى چې ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يواځې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې
Verse 73 — Surah Ta-Ha 20:73
بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره۔ او تل پاتې كېدونكى دى
Verse 74 — Surah Ta-Ha 20:74
بېشكه شان دا دى چې هغه څوك چې خپل رب ته راشي، په دې حال كې چې كافر وي، نو بېشكه د ده لپاره دوزخ دى، دى به په ده كې نه مري او نه به (ښه) ژوندون كوي
Verse 75 — Surah Ta-Ha 20:75
او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (، نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي
Verse 76 — Surah Ta-Ha 20:76
چې د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه د هغه چا بدله ده چې ځان يې (له شرك او كفر نه) پاك ساتلى وي
Verse 77 — Surah Ta-Ha 20:77
او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه)
Verse 78 — Surah Ta-Ha 20:78
نو فرعون سره له خپلو لښكرو په دوى پسې راغى، نو دوى لره له سمندر نه هغه شي لاندې كړل چې دوى يې لاندې كړل
Verse 79 — Surah Ta-Ha 20:79
او فرعون خپل قوم لره ګمراه كړ او نېغه لار يې ور ونه ښودله
Verse 80 — Surah Ta-Ha 20:80
اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل
Verse 81 — Surah Ta-Ha 20:81
تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه)
Verse 82 — Surah Ta-Ha 20:82
او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي
Verse 83 — Surah Ta-Ha 20:83
او ته څه شي راګړندى كړې له خپل قوم نه اى موسٰی
Verse 84 — Surah Ta-Ha 20:84
ده وویل: دوى دغه دي په ما پسې راروان دي او زه تا ته جلت راغلم اى زما ربه! د دې لپاره چې ته راضي شې
Verse 85 — Surah Ta-Ha 20:85
(الله) وویل: نو بېشكه مونږ ستا قوم له تا نه وروسته وازمایه او سامري دوى ګمراه كړل
Verse 86 — Surah Ta-Ha 20:86
نو موسٰی خپل قوم ته راواپس شو، چې ډېر په غصه او غمجن و، ويې ويل: اى زما قومه! ایا تاسو سره ستاسو رب ډېره ښه وعده نه وه كړې، ایا نو په تاسو زمانه ډېره اوږده شوه، یا كه تاسو اراده كړې وه چې په تاسو باندې د خپل رب غضب راكوز شي، نو تاسو زما د وعدې خلاف ورزي وكړه
Verse 87 — Surah Ta-Ha 20:87
دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول
Verse 88 — Surah Ta-Ha 20:88
نو ده د دوى لپاره (له هغې كندې څخه) یو سخى چې جسد و؛ راووېست، چې د ده لپاره د سخي اواز و، نو دوى وویل: دا ستاسو معبود دى او د موسٰی معبود دى، پس هغه هېر كړى دى
Verse 89 — Surah Ta-Ha 20:89
(الله فرمايي) نو ایا دوى نه ګوري چې بېشكه شان دا دى چې دغه (سخى) دوى ته بېرته خبره نه راګرځوي او دى د دوى لپاره نه د ضرر اختیار لري او نه د نفعې
Verse 90 — Surah Ta-Ha 20:90
او یقینًا یقینًا هارون دوى ته د دې (موسٰی له راتلو) نه مخكې ویلي وو چې اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې تاسو په دې سره ازمایل شوي یئ، او ستاسو رب خو رحمٰن دى، نو تاسو زما پیروي وكړئ او زما د حكم اطاعت وكړئ
Verse 91 — Surah Ta-Ha 20:91
دوى وویل: مونږ به تل به په (عبادت) د ده محكم ولاړ اوسو، تر هغه پورې چې موسٰی مونږ ته بېرته راشي
Verse 92 — Surah Ta-Ha 20:92
(موسٰی چې راغى نو) ويې ويل: اى هارونه! ته څه شي منع كړى وې، كله چې تا دوى ولیدل چې ګمراه شول
Verse 93 — Surah Ta-Ha 20:93
چې تا زما پیروي ونه كړه، ایا نو تا زما د حكم نافرماني وكړه؟
Verse 94 — Surah Ta-Ha 20:94
ده وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما سره، بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل
Verse 95 — Surah Ta-Ha 20:95
(موسٰی) وویل: نو ستا څه كار و اى سامري
Verse 96 — Surah Ta-Ha 20:96
هغه وویل: ما هغه شى ولیده چې دوى هغه نه و لیدلى نو ما یو موټى (خاوره) راوخيسته د رسول له قدمه، نو هغه ما (د دغه سخي په خوله كې) وغورځوله او همداسې ما ته زما نفس (دا كار) ښايسته كړى و
Verse 97 — Surah Ta-Ha 20:97
ده وویل: نو ته ځه! پس بېشكه تا لره په ژوندن كې دا دي چې ته به وايې: (په ما) مه لګېږئ، او بېشكه تا لپاره د وعدې یو وخت دى چې له تا سره به د هغې وعدې هېڅ خلاف ونه كړى شي، او ته خپل هغه معبود ته وګوره چې ته په (عبادت) د ده باندې محكم ولاړ وې، مونږ به دى خامخا ضرور سوځوو، بیا مونږ دى په سمندر كې بادوو، بادول
Verse 98 — Surah Ta-Ha 20:98
بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو معبود هغه الله دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، ده د علم په لحاظ هر شى، راګېر كړى
Verse 99 — Surah Ta-Ha 20:99
هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى)
Verse 100 — Surah Ta-Ha 20:100
هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ (د عذاب) بار پورته كوي
Verse 101 — Surah Ta-Ha 20:101
چې تل به وي په دغه (عذاب) كې او دغه بد دى د دوى لپاره د بارولو په لحاظ
Verse 102 — Surah Ta-Ha 20:102
په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به (په دوهم ځل) وپوكل شي۔ او په دغې ورځ كې به مونږ مجرمان (كافران) راجمع كوو چې شین سترګي (تور مخې) به وي
Verse 103 — Surah Ta-Ha 20:103
دوى به په خپل مینځ كې پټې پټې خبرې كوي چې تاسو وخت نه دى تېر كړى (په دنیا كې) مګر لس شپې
Verse 104 — Surah Ta-Ha 20:104
مونږ ښه عالمان یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، كله چې په دوى كې د روش په لحاظ ډېر كامل وايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر یوه ورځ
Verse 105 — Surah Ta-Ha 20:105
او دوى له تا نه د غرونو په باره كې پوښتنه كوي، نو ته (ورته) ووایه چې زما رب به دغه (غرونه) تار په تار كړي، تار تار كول
Verse 106 — Surah Ta-Ha 20:106
نو دغه (ځمكه) به تش هوار ډاګ پرېږدي
Verse 107 — Surah Ta-Ha 20:107
چې ته به په دې كې نه ښكته والى وینې او نه څه اوچت والى
Verse 108 — Surah Ta-Ha 20:108
په دغې ورځ كې به دوى د بلونكي پیروي كوي، دغې (بلنې) ته به هېڅ كوږ والى نه وي، او ټول اوازونه به رحمٰن ته چوپ شي، نو ته به نه اورې مګر كشارى (د قدمونو)
Verse 109 — Surah Ta-Ha 20:109
په دغې ورځ كې به شفاعت فايده نه رسوي مګر هغه چا ته چې د هغه په حق كې رحمٰن اجازت وكړي او دغه (الله) د ده په خبره راضي شوى وي
Verse 110 — Surah Ta-Ha 20:110
دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى
Verse 111 — Surah Ta-Ha 20:111
او مخونه تل ژوندي، د ټول عالم انتظام كوونكي ذات ته ټیټ شول او تحقیق نامراده شو هغه كس چې (د) ظلم (بار) يې پورته كړ
Verse 112 — Surah Ta-Ha 20:112
او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه
Verse 113 — Surah Ta-Ha 20:113
او هم داسې مونږ دغه (كتاب) نازل كړى دى عربي قرآن، او مونږ په ده كې (ایتونه) له وعید ځنې بیا بیا راوړي دي، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي یا دغه (قرآن) دوى ته څه پند پیدا كړي
Verse 114 — Surah Ta-Ha 20:114
نو اوچت دى الله حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې
Verse 115 — Surah Ta-Ha 20:115
او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه هېر كړ او مونږ د ده پخه اراده ونه مونده
Verse 116 — Surah Ta-Ha 20:116
او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، ده انكار وكړ
Verse 117 — Surah Ta-Ha 20:117
نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځئ
Verse 118 — Surah Ta-Ha 20:118
بېشكه تا لپاره دا مقرر ده چې ته به په دې (جنت) كې نه وږى كېږې او نه به بربنډېږې
Verse 119 — Surah Ta-Ha 20:119
او دا چې بېشكه ته به نه په ده كې تږى كېږې او نه به دې ګرمي كېږي
Verse 120 — Surah Ta-Ha 20:120
نو ده ته شیطان وسوسه واچوله، ويې ويل: اى ادمه! ایا زه تا ته د تل ژوندي پاتې كېدلو ونه وښیم او داسې بادشاهي چې نه به ختمېږي
Verse 121 — Surah Ta-Ha 20:121
نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده
Verse 122 — Surah Ta-Ha 20:122
بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او هدایت يې وكړ (ده ته)
Verse 123 — Surah Ta-Ha 20:123
(الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي
Verse 124 — Surah Ta-Ha 20:124
او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو
Verse 125 — Surah Ta-Ha 20:125
دى به وايي: اى زما ربه! تا زه ولې ړوند راپاڅولم، حال دا چې زه (په دنیا كې) بینا وم
Verse 126 — Surah Ta-Ha 20:126
(الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې
Verse 127 — Surah Ta-Ha 20:127
او همداسې مونږ جزا وركوو هغه چا ته چې له حده ووت او د خپل رب په ایتونو يې ایمان رانه وړ او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى
Verse 128 — Surah Ta-Ha 20:128
ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي
Verse 129 — Surah Ta-Ha 20:129
او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه مخكې شوې ده (، نو) خامخا دغه (هلاكت د دوى) به لازم و، (او كه چېرې نه وى، مقرر شوې نېټه)
Verse 130 — Surah Ta-Ha 20:130
نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه۔ او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې
Verse 131 — Surah Ta-Ha 20:131
او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي۔ د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو۔ او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى
Verse 132 — Surah Ta-Ha 20:132
او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى
Verse 133 — Surah Ta-Ha 20:133
او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي
Verse 134 — Surah Ta-Ha 20:134
او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو
Verse 135 — Surah Ta-Ha 20:135
ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده