Back to Languages

Pushto - Chapter 21 - Al-Anbiya

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Anbiya 21:1

خلقو ته د هغوى (د) حساب (وخت) ډېر نژدې شو، حال دا چې دوى په غفلت كې دي، مخ ګرځوونكي دي

Verse 2 — Surah Al-Anbiya 21:2

دوى ته د خپل رب له جانبه هېڅ نوى نصیحت نه راځي مګر دوى هغه اوري، په داسې حال كې چې دوى لوبې (مسخرې پرې) كوي

Verse 3 — Surah Al-Anbiya 21:3

په دې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) نه دى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، ایا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ

Verse 4 — Surah Al-Anbiya 21:4

(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Verse 5 — Surah Al-Anbiya 21:5

بلكې دوى وايي: (دا قرآن) ګډوډ خوبونه دي، بلكې دا يې له خپل ځانه جوړ كړى دى، بلكې دا شاعر دى، نو دا دې مونږ ته لویه نښه (معجزه) راوړي، له څنګه چې ړومبني (پېغمبران په هغو سره) لېږل شوي وو

Verse 6 — Surah Al-Anbiya 21:6

ایمان نه دى راوړى له دوى نه مخكې هېڅ یو داسې كلي، چې مونږ هغه هلاك كړى، ایا نو دوى به ایمان راوړي؟

Verse 7 — Surah Al-Anbiya 21:7

او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، نو تاسو د ذكر له خاوندانو (عالمانو) نه تپوس وكړئ كه تاسو نه پوهېږئ

Verse 8 — Surah Al-Anbiya 21:8

او مونږ هغه (رسولان داسې) جسدونه نه ووګرځولي چې طعام به نه خوري او هغوى تل ژوندي پاتې كېدونكي نه وو

Verse 9 — Surah Al-Anbiya 21:9

بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل

Verse 10 — Surah Al-Anbiya 21:10

یقینًا يقینًا مونږ تاسو ته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو ذكر (او عزت) دى، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟

Verse 11 — Surah Al-Anbiya 21:11

او څومره ډېر كلي چې ظالم وو، مونږ مات (او ټوټې) كړي دي او له هغو نه پس مو نور خلق پیدا كړل

Verse 12 — Surah Al-Anbiya 21:12

نو كله چې به يې زمونږ عذاب محسوس كړ، ناڅاپه به هغوى له دغو (كلیو) نه (په ډېره بيړه) تښتېدل

Verse 13 — Surah Al-Anbiya 21:13

تاسو مه تښتئ، او واپس لاړ شئ هغو (نعمتونو) ته چې تاسو ته په هغو كې خوشحالي دركړى شوې وه او خپلو كورونو ته، د دې لپاره چې له تاسو نه پوښتنه وكړى شي

Verse 14 — Surah Al-Anbiya 21:14

دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! بېشكه همدا مونږ ظالمان وو

Verse 15 — Surah Al-Anbiya 21:15

نو تل به د دوى دغه چغه وه تر دې چې مونږ به دوى وګرځول رېبل شوي، مړه یخ پراته

Verse 16 — Surah Al-Anbiya 21:16

او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو

Verse 17 — Surah Al-Anbiya 21:17

كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وى

Verse 18 — Surah Al-Anbiya 21:18

بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ

Verse 19 — Surah Al-Anbiya 21:19

او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هغه څوك چې له هغه سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او نه ستومانه كېږي

Verse 20 — Surah Al-Anbiya 21:20

هغوى شپه او روځ تسبیح وايي، نه څه وقفه كوي

Verse 21 — Surah Al-Anbiya 21:21

ایا دوى له ځمكې نه نور معبودان نیولي دي چې هغوى ژوندي كول كوي؟

Verse 22 — Surah Al-Anbiya 21:22

كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي

Verse 23 — Surah Al-Anbiya 21:23

له هغه نه پوښتنه نشي كېدى د هغه څه په باره كې چې هغه يې كوي او له دوى نه پوښتنه كېږي

Verse 24 — Surah Al-Anbiya 21:24

ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي

Verse 25 — Surah Al-Anbiya 21:25

او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ

Verse 26 — Surah Al-Anbiya 21:26

او دوى (كافر) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي

Verse 27 — Surah Al-Anbiya 21:27

له هغه (الله) نه په خبره كولو كې ړومبى والى نه كوئ او دوى خاص د هغه په حكم عمل كوي

Verse 28 — Surah Al-Anbiya 21:28

هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي

Verse 29 — Surah Al-Anbiya 21:29

او په دوى كې چې څوك ووايي چې بېشكه زه له هغه (الله) نه پرته معبود یم، نو دغه دى چې مونږ ده ته (د) جهنم جزا وركوو، همداسې مونږ ظالمانو ته جزا وركوو

Verse 30 — Surah Al-Anbiya 21:30

ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل، او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى، ایا نو دوى ایمان نه راوړي؟

Verse 31 — Surah Al-Anbiya 21:31

او مونږ په ځمكه كې پاخه غرونه پیدا كړي دي چې په دوى باندې (دغه ځمكه) ونه خوځېږي او مونږ په دې كې لارې پیدا كړې دي، چې ارتې پراخه دي، د دې لپاره چې دوى لار ومومي

Verse 32 — Surah Al-Anbiya 21:32

او مونږ اسمان محفوظ چت جوړ كړى دى او دوى (كفار) د هغه (اسمان) له نخښونه مخ ګرځوونكي دي

Verse 33 — Surah Al-Anbiya 21:33

او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي

Verse 34 — Surah Al-Anbiya 21:34

اومونږ له تا نه مخكې هېڅ یو انسان ته تل ژوندي پاتې كېدل نه دي مقرر كړي، ایا نو كه ته مړ شې، نو دوى به تل ژوندي پاتې كېدونكي وي؟

Verse 35 — Surah Al-Anbiya 21:35

هر یو نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ

Verse 36 — Surah Al-Anbiya 21:36

او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي

Verse 37 — Surah Al-Anbiya 21:37

انسان له تلواره پیدا كړى شوى دى، ژر به تاسو ته خپلې نښې وښيم، لهذا له ما نه ژر مطالبه مه كوئ

Verse 38 — Surah Al-Anbiya 21:38

او دوى وايي: دغه وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟

Verse 39 — Surah Al-Anbiya 21:39

كه كافران شوي كسان په هغه وخت كې پوه شي چې له خپلو مخونو نه به اور نشي منع كولى او نه له خپلو شاګانو او نه به د دوى مرسته كولى شي

Verse 40 — Surah Al-Anbiya 21:40

بلكې دا (قیامت) به په دوى ناڅاپه راشي، نو دوى به حیران كړي، بیا دوى د هغه د لرې كولو طاقت نه لري او نه به دوى ته مهلت وركاوه شي

Verse 41 — Surah Al-Anbiya 21:41

او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزاګانې شوې دي، نو ګېر كړل هغو كسانو لره چې په دوى پورې به يې مسخرې كولې، هغه شي چې دوى به ورپورې استهزا كوله

Verse 42 — Surah Al-Anbiya 21:42

(دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي

Verse 43 — Surah Al-Anbiya 21:43

ایا د دوى لپاره نور معبودان شته چې زمونږ نه پرته دوى ساتي؟ هغوى د خپلو ځانونو د مرستې طاقت نه لري او نه دوى زمونږ (د عذاب) نه ساتل كېږي

Verse 44 — Surah Al-Anbiya 21:44

بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟

Verse 45 — Surah Al-Anbiya 21:45

ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه تاسو يواځې په وحي سره وېروم او كاڼه بلنه نه اوري كله چې هغوى وېرولى شي

Verse 46 — Surah Al-Anbiya 21:46

او كه یقینًا دوى ته ستا د رب له عذاب نه لږ تپ ورسېږي، (نو) دوى به خامخا لازمًا وايي: اى زمونږ هلاكته! بېشكه هم مونږ ظالمان وو

Verse 47 — Surah Al-Anbiya 21:47

او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو

Verse 48 — Surah Al-Anbiya 21:48

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى او هارون ته فرقان (حق او باطل سره بېلوونكى كتاب) او رڼا او د متقیانو لپاره ذكر (نصیحت) وركړى و

Verse 49 — Surah Al-Anbiya 21:49

هغه كسان چې له خپل رب نه خشیت (وېره) كوي بې له ليدلو او دوى د قیامت څخه وېرېدونكي دي

Verse 50 — Surah Al-Anbiya 21:50

او دا (قرآن) مبارك نصیحت دى چې مونږ دا نازل كړى دى، ایا نو تاسو له ده نه انكار كوونكي یئ

Verse 51 — Surah Al-Anbiya 21:51

او یقینًا یقینًا مونږ ابراهیم ته د هغه هدایت له دې نه مخكې وركړى و او مونږ په هغه باندې پوه وو

Verse 52 — Surah Al-Anbiya 21:52

كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: دا بتان، څه شى دى هغه چې تاسو دوى ته په عبادت ټینګ ولاړ یئ؟

Verse 53 — Surah Al-Anbiya 21:53

هغوى وویل: مونږ خپل پلرونه دوى ته عبادت كوونكي موندلي دي

Verse 54 — Surah Al-Anbiya 21:54

هغه وویل: یقینًا یقینًا تاسو او ستاسو پلرونه په ښكاره ګمراهۍ كې یئ

Verse 55 — Surah Al-Anbiya 21:55

هغوى وویل: ایا تا مونږ ته حق راوړى دى، یا ته له لوبو كوونكو څخه يې؟

Verse 56 — Surah Al-Anbiya 21:56

هغه وویل: بلكې ستاسو رب د اسمانونو او ځمكې رب دى۔ هغه (رب) چې دغه يې پیدا كړي دي او زه په دې باندې له ګواهانو ځنې یم

Verse 57 — Surah Al-Anbiya 21:57

او په الله قسم دى چې هرومرو خامخا به زه ستاسو له بتانو سره یو چال چلوم وروسته له دې چې تاسو وګرځئ شاكوونكي

Verse 58 — Surah Al-Anbiya 21:58

نو هغه، دغه (بتان) ټوټې ټوټې كړل د هغو له لوى نه غير (چې هغه يې پرېښود)، د دې لپاره چې هغوى همده ته رجوع وكړي

Verse 59 — Surah Al-Anbiya 21:59

دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى

Verse 60 — Surah Al-Anbiya 21:60

دوى وویل: مونږ له یو زلمي نه اورېدلي وو، چې دوى به يې (په سپكه) یادول، هغه ته ابراهیم ویلى شي

Verse 61 — Surah Al-Anbiya 21:61

هغوى وویل: نو هغه د خلقو د سترګو په وړاندې راولئ، د دې لپاره چې هغوى (يې وویني او) ګواهي وكړي

Verse 62 — Surah Al-Anbiya 21:62

ويې ويل: اى ابراهیمه! ایا تا زمونږ له معبودانو سره دا كار كړى دى؟

Verse 63 — Surah Al-Anbiya 21:63

هغه وویل: بلكې دا كار د دوى دې مشر (لوى بت) كړى دى، نو تاسو له دوى نه پوښتنه وكړئ كه دوى خبرې كوي

Verse 64 — Surah Al-Anbiya 21:64

نو دوى خپلو نفسونو ته رجوع وكړه، بیا يې وویل: بېشكه هم تاسو ظالمان یئ

Verse 65 — Surah Al-Anbiya 21:65

بیا دوى په خپلو سرونو نسكور كړى شول (ويې ویل:) یقینًا یقینًا ته پوه يې چې دا (بتان) خبرې نشي كولى

Verse 66 — Surah Al-Anbiya 21:66

هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي

Verse 67 — Surah Al-Anbiya 21:67

اُف په تاسو او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ

Verse 68 — Surah Al-Anbiya 21:68

ويې ويل: دا وسوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ كه چېرې تاسو (څه) كوونكي یئ

Verse 69 — Surah Al-Anbiya 21:69

مونږ وویل: اى اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې

Verse 70 — Surah Al-Anbiya 21:70

او دوى له هغه سره د ضررناك مكر كولو اراده كړې وه، نو مونږه هم دوى بې حده تاوانیان وګرځول

Verse 71 — Surah Al-Anbiya 21:71

او مونږ هغه ته او لوط ته نجات وركړ د هغې ځمكې په طرف چې مونږ په هغې كې د عالَمونو لپاره بركت اچولى دى

Verse 72 — Surah Al-Anbiya 21:72

او مونږ هغه ته اسحق عطا كړ او یعقوب، زیاتي، او مونږه (دغه) هر یو نېكان ګرځولي دي

Verse 73 — Surah Al-Anbiya 21:73

او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله۔ او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو

Verse 74 — Surah Al-Anbiya 21:74

او لوط ته۔، مونږ هغه ته د فیصلې كولو قوت او پوهه وركړې وه او مونږ هغه ته له هغه كلي نه نجات وركړى و چې ناپاكه خبیث عملونه يې كول، بېشكه هغوى د بدۍ خلق (او) نافرمانه وو

Verse 75 — Surah Al-Anbiya 21:75

او مونږ هغه (لوط) په خپل رحمت كې داخل كړ، یقینًا هغه له نېكانو څخه دى

Verse 76 — Surah Al-Anbiya 21:76

او (یاد كړه) نوح، كله چې هغه له دې نه مخكې اواز وكړ، نو مونږ د هغه سوال قبول كړ، نو مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

Verse 77 — Surah Al-Anbiya 21:77

او مونږ د ده لپاره له هغه قوم نه انتقام واخيست چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى و، بېشكه هغوى بد خلق وو، نو مونږ دوى ټول غرق كړل

Verse 78 — Surah Al-Anbiya 21:78

او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو

Verse 79 — Surah Al-Anbiya 21:79

نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو

Verse 80 — Surah Al-Anbiya 21:80

او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟

Verse 81 — Surah Al-Anbiya 21:81

او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو

Verse 82 — Surah Al-Anbiya 21:82

او (مونږ تابع كړي وو) ځینې له شیطانانو څخه هغه چې د ده لپاره به يې غوپې وهلې او له دې نه غير نور كارونه به يې كول، او مونږ دوى لره (له وراني نه) ساتونكي وو

Verse 83 — Surah Al-Anbiya 21:83

او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې

Verse 84 — Surah Al-Anbiya 21:84

نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و او مونږ هغه ته د هغه كورنۍ او له هغوى سره د هغوى په مثل عطا كړل له خپل طرف نه د رحمت په وجه او د عبادت كوونكو لپاره د نصیحت په خاطر

Verse 85 — Surah Al-Anbiya 21:85

او (یاد كړه) اسمعیل او ادریس او ذوالكفل، دغه هر یو له صبر كوونكو څخه دي

Verse 86 — Surah Al-Anbiya 21:86

او مونږ دوى په خپل رحمت كې داخل كړل، بېشكه دوى له صالحانو څخه دي

Verse 87 — Surah Al-Anbiya 21:87

او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم

Verse 88 — Surah Al-Anbiya 21:88

نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو

Verse 89 — Surah Al-Anbiya 21:89

او (یاد كړه) زكریا كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ: اى زما ربه! ما يواځې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې

Verse 90 — Surah Al-Anbiya 21:90

نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كر او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو

Verse 91 — Surah Al-Anbiya 21:91

او (یاده كړه) هغه (جینۍ) چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، نو مونږ په (ګرېوان د) هغې كې خپل ځینې روح پو كړ او مونږ هغه او د هغې زوى د خلقو لپاره لویه نښه وګرځول

Verse 92 — Surah Al-Anbiya 21:92

بېشكه همدا ستاسو دین دى، چې یو دین دى او هم زه ستاسو رب یم، نو تاسو زما عبادت كوئ

Verse 93 — Surah Al-Anbiya 21:93

او دوى خپل (د دين) كار په خپل مینځ كې ټوټې ټوټې كړ، دوى ټول خاص مونږ ته واپس راتلونكي دي

Verse 94 — Surah Al-Anbiya 21:94

نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو

Verse 95 — Surah Al-Anbiya 21:95

او حرام (ممتنع) دي په هغه كلي باندې چې مونږ هغه هلاك كړى وي دا چې په رښتیا به دوى بېرته نه راځي

Verse 96 — Surah Al-Anbiya 21:96

تر هغه پورې كله چې یاجوج ماجوج پرانستل شي او دوى به له هرې لوړې نه ګړندي راكوزېږي

Verse 97 — Surah Al-Anbiya 21:97

او حقه وعده به ښه رانژدې شي، نو قصه دا ده چې ناڅاپه د هغو كسانو سترګې به بوټې راوتلې پاتې وي چې كفر يې كړى دى (او وايي به:) اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ له دې نه په غفلت كې وو، بلكې مونږ ظالمان وو

Verse 98 — Surah Al-Anbiya 21:98

بېشكه تاسو او هغه څه چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ؛ (ټول) د جهنم خشاك یئ، تاسو هغه ته ننوتونكي یئ

Verse 99 — Surah Al-Anbiya 21:99

كه چېرې دوى (په رښتیا) معبودان وى (، نو) ده ته به نه وو داخل شوي او (دا) ټول به په هغه كې تل ترتله وي

Verse 100 — Surah Al-Anbiya 21:100

په دغه (دوزخ) كې به د دوى چغې سوري وي او دوى په هغه كې (هېڅ) نه اوري

Verse 101 — Surah Al-Anbiya 21:101

بېشكه هغه كسان چې هغوى ته زمونږ له جانبه سعادت مخكې فیصله شوى دى، دغه كسان له دغه (دوزخ) نه لرې كړى شوي دي

Verse 102 — Surah Al-Anbiya 21:102

دوى به د هغه (دوزخ) اواز (هم) نه اوري او دوى به په هغو (نعمتونو) كې تل ترتله وي چې د دوى نفسونه يې غواړي

Verse 103 — Surah Al-Anbiya 21:103

دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه

Verse 104 — Surah Al-Anbiya 21:104

(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې۔، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (دا كار) كوونكي یو

Verse 105 — Surah Al-Anbiya 21:105

او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي

Verse 106 — Surah Al-Anbiya 21:106

بېشكه په دې (بیان) كې یقینًا د عبادت كوونكو خلقو لپاره كفایت دى

Verse 107 — Surah Al-Anbiya 21:107

او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت

Verse 108 — Surah Al-Anbiya 21:108

ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې ما ته وحي كولى شي چې یقینًا هم دا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟

Verse 109 — Surah Al-Anbiya 21:109

نو كه دوى وګرځېدل، نو ته (ورته) ووایه: ما تاسو په برابرۍ سره خبر كړي یئ او زه نه پوهېږم چې ایا نژدې دى، یا كه لرې دى هغه چې تاسو سره يې وعده كولى شي

Verse 110 — Surah Al-Anbiya 21:110

بېشكه هغه (الله) په ښكاره خبره پوهېږي او په هغې هم چې تاسو يې پټوئ

Verse 111 — Surah Al-Anbiya 21:111

او زه نه پوهېږم كېدى شي چې دا (تاخیر د عذاب) تاسو لپاره یو ازمېښت وي او فايده اخيستل وي تر یو وخته پوري

Verse 112 — Surah Al-Anbiya 21:112

(رسول) وویل: اى زما ربه! په حق سره فیصله وكړه او هم زمونږ رب ډېر مهربان دى، مدد ترې غوښتل شوى په هغو خبرو چې تاسو يې بیانوئ