Verse 1 — Surah Al-Hajj 22:1
اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى
Verse 2 — Surah Al-Hajj 22:2
په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلقو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي
Verse 3 — Surah Al-Hajj 22:3
او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه جګړه كوي او د هر سركشه شیطان پیروي كوي
Verse 4 — Surah Al-Hajj 22:4
په باره د هغه كې (په ازل كې دا) لیكل شوي دي چې بېشكه شان دا دى چې هر څوك د ده سره دوستي وكړي، نو یقینًا دا (شیطان) دغه (خپل دوست) ګمراه كوي او ده ته د لمبې وهونكي عذاب لاره ښیي
Verse 5 — Surah Al-Hajj 22:5
اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات كولى شي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي
Verse 6 — Surah Al-Hajj 22:6
دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى
Verse 7 — Surah Al-Hajj 22:7
او دا چې یقینًا قیامت راتلونكى دى، چې په (راتلو د) هغه كې هېڅ شك نشته او دا چې بېشكه الله به بیا ژوندي راپورته كوي هر هغه چې په قبرونو كې دي
Verse 8 — Surah Al-Hajj 22:8
او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه جګړه كوي
Verse 9 — Surah Al-Hajj 22:9
په داسې حال كې چې خپل څنګ اړوي، د دې لپاره چې د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، د ده لپاره په دنیا كې رسوايي ده او مونږ به په ده د قيامت په ورځ د سوځوونكي اور عذاب وڅكوو
Verse 10 — Surah Al-Hajj 22:10
دا په سبب د هغو عملونو دي چې ستا دواړو لاسونو مخكې لېږلي دي او دا چې بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې له سره ظلم كوونكى نه دى
Verse 11 — Surah Al-Hajj 22:11
او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى
Verse 12 — Surah Al-Hajj 22:12
دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده
Verse 13 — Surah Al-Hajj 22:13
دا هغه (معبود) بلي چې یقینًا د هغه نقصان د هغه له نفع نه زیات نژدې دى، خامخا (هغه) بد دوست دى او خامخا بد ملګرى دى
Verse 14 — Surah Al-Hajj 22:14
بېشكه الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ داسې جنتونو ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، بېشكه الله كوي هغه چې اراده يې وكړي
Verse 15 — Surah Al-Hajj 22:15
هر څوك چې دا ګمان كوي چې الله به په دنیا او اخرت كې د دغه (رسول) له سره مدد ونه كړي، نو هغه دې اسمان ته یوه رسۍ اوږده كړي، بیا دې (هغه) غوڅه كړي، نو ودې ګوري چې ایا په رښتیا به د ده چل (او تدبیر) هغه شى ختم كړي چې دا يې په غصه كړى دى
Verse 16 — Surah Al-Hajj 22:16
او همدارنګه مونږ دا (قرآن) د څرګندو ایتونو په شكل كې نازل كړى دى او دا چې بېشكه الله هدایت كوي چا ته چې اراده وكړي
Verse 17 — Surah Al-Hajj 22:17
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان شوي او صابیان او نصرانیان او مجوس دي او هغه كسان دي چې شرك يې كړى دى، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى
Verse 18 — Surah Al-Hajj 22:18
ایا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلقو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي
Verse 19 — Surah Al-Hajj 22:19
دا دوه جګړه كوونكې (ډلې) دي چې د خپل رب په باره كې يې جګړه وكړه، نو هغه كسان چې كافران شوي دي د دوى لپاره به د اور جامي پرې كړى شي، د دوى د سرونو له پاسه به ګرمې ایشېدلې اوبه اچولى شي
Verse 20 — Surah Al-Hajj 22:20
په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې (د دوى هم)
Verse 21 — Surah Al-Hajj 22:21
او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي
Verse 22 — Surah Al-Hajj 22:22
هر كله چې دوى له هغه (دوزخ) نه، له غم نه د وتلو اراده وكړي (، نو) بېرته به په هغه كې ورګرځولى شي (او ورته ویلى به شي:) د سخت سوځوونكي (اور) عذاب وڅَكئ
Verse 23 — Surah Al-Hajj 22:23
بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونه ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى ته به په هغو كې د سروزور باهوګان واچول شي او ملغلرې او د دوى لباس به په هغو (جنتونو) كې ورېښم وي
Verse 24 — Surah Al-Hajj 22:24
او دوى ته د پاكيزه خبرې ښوونه وشوه او د ستايل شوي (الله) د لارې هدایت ورته وشو
Verse 25 — Surah Al-Hajj 22:25
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (، نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو
Verse 26 — Surah Al-Hajj 22:26
او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه
Verse 27 — Surah Al-Hajj 22:27
او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه
Verse 28 — Surah Al-Hajj 22:28
د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ
Verse 29 — Surah Al-Hajj 22:29
بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي
Verse 30 — Surah Al-Hajj 22:30
دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى۔ او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ
Verse 31 — Surah Al-Hajj 22:31
په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي
Verse 32 — Surah Al-Hajj 22:32
دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى
Verse 33 — Surah Al-Hajj 22:33
تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې تر یو مقرر وخته پورې ډېرې فايدې دي، بیا د دوى حلالځاى قدیم كور (بیت الله) ته دى
Verse 34 — Surah Al-Hajj 22:34
او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه
Verse 35 — Surah Al-Hajj 22:35
هغه كسان چې كله الله یاد كړى شي (نو) د دوى زړونه ووېرېږي او (زېرى وركړه) صبر كوونكو ته په هغو (سختیو) چې دوى ته رسېږي او لمونځ قايموونكو ته او هغو ته چې له هغه مال نه څه انفاق كوي چې مونږ دوى ته وركړى دى
Verse 36 — Surah Al-Hajj 22:36
او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره (سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
Verse 37 — Surah Al-Hajj 22:37
الله ته له سره نه رسېږي د دغو غوښې او نه د دغو وینې او لېكن هغه ته ستاسو تقوىٰ رسېږي، همداسې يې دغه تاسو لپاره تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ په هغې (طریقې) سره چې هغه تاسو ته ښوونه كړې ده او نېكي كوونكو ته زېرى وركړه
Verse 38 — Surah Al-Hajj 22:38
بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي
Verse 39 — Surah Al-Hajj 22:39
هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى
Verse 40 — Surah Al-Hajj 22:40
هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى
Verse 41 — Surah Al-Hajj 22:41
هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى
Verse 42 — Surah Al-Hajj 22:42
او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او ثمودیانو تكذیب كړى دى
Verse 43 — Surah Al-Hajj 22:43
او د ابراهیم قوم او د لوط قوم
Verse 44 — Surah Al-Hajj 22:44
او د مدین والاو، او د موسٰى تكذیب شوى دى، نو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بیا ما دوى ونیول، نو زما انكار كول څنګه وو؟
Verse 45 — Surah Al-Hajj 22:45
نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي
Verse 46 — Surah Al-Hajj 22:46
ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره اورېدلى، نو بېشكه قصه دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېكن هغه زړونه ړندېږي چې په سینو كې دي
Verse 47 — Surah Al-Hajj 22:47
او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ
Verse 48 — Surah Al-Hajj 22:48
او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي
Verse 49 — Surah Al-Hajj 22:49
ته ووایه: اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې زه تاسو ته ښكاره وېروونكى یم
Verse 50 — Surah Al-Hajj 22:50
نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت روزي ده
Verse 51 — Surah Al-Hajj 22:51
او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي
Verse 52 — Surah Al-Hajj 22:52
او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (، نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
Verse 53 — Surah Al-Hajj 22:53
د دې لپاره چې هغه (الله) هغه شى چې شیطان يې غورځوي د هغو كسانو لپاره ازمېښت وګرځوي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او د هغوى لپاره چې زړونه يې سخت دي او بېشكه ظالمان خامخا په ډېر لوى مخالفت كې دی
Verse 54 — Surah Al-Hajj 22:54
او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى
Verse 55 — Surah Al-Hajj 22:55
او هغه كسان چې كافران شوي دي تل به د دغه (قرآن) په هكله به شك كې وي، تر دې چې په دوى قیامت ناڅاپه راشي، یا دوى ته د شنډې ورځې عذاب راشي
Verse 56 — Surah Al-Hajj 22:56
باچاهي په دغې ورځ كې خاص د الله لپاره ده، هغه به د دوى په مینځ كې فیصله كوي۔ نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د نعمتونو په جنتونو كې دي
Verse 57 — Surah Al-Hajj 22:57
او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان چې دي، د دوى لپاره رسوا كوونكى عذاب دى
Verse 58 — Surah Al-Hajj 22:58
او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى
Verse 59 — Surah Al-Hajj 22:59
خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى
Verse 60 — Surah Al-Hajj 22:60
(خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى
Verse 61 — Surah Al-Hajj 22:61
دغه په دې سبب چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
Verse 62 — Surah Al-Hajj 22:62
دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى
Verse 63 — Surah Al-Hajj 22:63
ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى
Verse 64 — Surah Al-Hajj 22:64
خاص هم دغه (الله) لره دي هر څه چې په اسمانونو كې دي او هر څه چې په ځمكه كې دي او بېشكه الله خامخا هم دى غني (بې پروا) ډېر ستايل شو ى دى
Verse 65 — Surah Al-Hajj 22:65
ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره۔، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى
Verse 66 — Surah Al-Hajj 22:66
او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى
Verse 67 — Surah Al-Hajj 22:67
د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې
Verse 68 — Surah Al-Hajj 22:68
او كه دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته وایه: الله پوه دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
Verse 69 — Surah Al-Hajj 22:69
الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
Verse 70 — Surah Al-Hajj 22:70
ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي
Verse 71 — Surah Al-Hajj 22:71
او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته
Verse 72 — Surah Al-Hajj 22:72
او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى۔، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى
Verse 73 — Surah Al-Hajj 22:73
اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي او كه مچ له دوى نه یو شى وتښتوي، دوى له هغه نه دغه (شى) نشي راخلاصولى، كمزورى دى دا طالب (د غیرالله عبادت كوونكى) او دغه مطلوب (باطل معبود)
Verse 74 — Surah Al-Hajj 22:74
دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دى
Verse 75 — Surah Al-Hajj 22:75
الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلقو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
Verse 76 — Surah Al-Hajj 22:76
هغه پوهېږي په هغه څه چې د دوى په وړاندي دي او په هغه څه چې د دوى وروسته دي، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ورګرځول كېږي
Verse 77 — Surah Al-Hajj 22:77
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع كوئ او سجده كوئ او د خپل رب عبادت كوئ او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
Verse 78 — Surah Al-Hajj 22:78
او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى