Back to Languages

Pushto - Chapter 23 - Al-Muminun

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Muminun 23:1

یقینًا مومنان كامیاب شول

Verse 2 — Surah Al-Muminun 23:2

هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي

Verse 3 — Surah Al-Muminun 23:3

او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي

Verse 4 — Surah Al-Muminun 23:4

او هغه چې هغوى د زكات ادا كوونكي دي

Verse 5 — Surah Al-Muminun 23:5

او هغه چې هغوى د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي

Verse 6 — Surah Al-Muminun 23:6

مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي

Verse 7 — Surah Al-Muminun 23:7

پس چا چې ولټولو سوا له دغو نه، نو دغه كسان، دوى له حد نه تېرېدونكي دي

Verse 8 — Surah Al-Muminun 23:8

او هغه چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي

Verse 9 — Surah Al-Muminun 23:9

او هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو مداومت (او حفاظت) كوي

Verse 10 — Surah Al-Muminun 23:10

هم دغه خلق وارثان دي

Verse 11 — Surah Al-Muminun 23:11

هغه چې د فردوس وارثان كېږي به۔، دوى به په هغه كې همېشه وي

Verse 12 — Surah Al-Muminun 23:12

او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى

Verse 13 — Surah Al-Muminun 23:13

بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې

Verse 14 — Surah Al-Muminun 23:14

بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله۔، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى

Verse 15 — Surah Al-Muminun 23:15

بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ

Verse 16 — Surah Al-Muminun 23:16

بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ

Verse 17 — Surah Al-Muminun 23:17

او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو له پاسه اوه لارې (اسمانونه) پیدا كړي دي او مونږ د مخلوق (له ټولو حالاتو) نه غافله نه یو

Verse 18 — Surah Al-Muminun 23:18

او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو

Verse 19 — Surah Al-Muminun 23:19

نو مونږ په دې (اوبو) سره تاسو لپاره د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي، چې تاسو ته په هغو (باغونو) كې ډېرې مېوې دي او له هم دغو (باغونو) نه تاسو خوراك كوئ

Verse 20 — Surah Al-Muminun 23:20

او هغه ونه (مو پیدا كړه) چې د طور سیناء نه راوځي؟ چې د خوړونكو لپاره د غوړو او انګولي سره زرغونېږي

Verse 21 — Surah Al-Muminun 23:21

او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي۔ او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ

Verse 22 — Surah Al-Muminun 23:22

(دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى

Verse 23 — Surah Al-Muminun 23:23

ږلى و، نو هغه (ورته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ

Verse 24 — Surah Al-Muminun 23:24

نو د هغه له قومه كافر شويو مشرانو وویل: نه دى دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر، دى غواړي چې پر تاسو باندې مشري (او برتري) حاصله كړي او كه الله غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړې وو، مونږ خو دا خبره (چې رسول بني ادم وي) زمونږ په هغو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو

Verse 25 — Surah Al-Muminun 23:25

نه دى دا (نوح) مګر داسې سړى چې په ده پورې لېونتوب نښتى دى، نو تاسو ده ته تر یو وخته انتظار كوئ

Verse 26 — Surah Al-Muminun 23:26

هغه وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زما تكذیب وكړ

Verse 27 — Surah Al-Muminun 23:27

نو مونږ هغه ته وحي وكړه داسې چې زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ له وحي سره سم بېړۍ جوړه كړه، نو كله چې زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، بیا نو ته په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه جوړه دوه دوه (نر او ښځه) داخل كړه او خپله كورنۍ هم (خو) له هغه چا نه غير چې په دوى كې په هغه باندې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او ته له ما سره د هغو كسانو په باره كې خبره مه كوه چې ظلم يې كړى دى، بېشكه دوى به غرق كولى شي

Verse 28 — Surah Al-Muminun 23:28

نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو

Verse 29 — Surah Al-Muminun 23:29

او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې

Verse 30 — Surah Al-Muminun 23:30

بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو

Verse 31 — Surah Al-Muminun 23:31

بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل

Verse 32 — Surah Al-Muminun 23:32

نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ

Verse 33 — Surah Al-Muminun 23:33

او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ

Verse 34 — Surah Al-Muminun 23:34

او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ

Verse 35 — Surah Al-Muminun 23:35

ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (، نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟

Verse 36 — Surah Al-Muminun 23:36

(له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي

Verse 37 — Surah Al-Muminun 23:37

نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو

Verse 38 — Surah Al-Muminun 23:38

دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو

Verse 39 — Surah Al-Muminun 23:39

هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم

Verse 40 — Surah Al-Muminun 23:40

(الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي

Verse 41 — Surah Al-Muminun 23:41

نو دوى یوې چغې په حقه سره ونیول، بیا نو مونږه دوى د سیلاب خس وخشاك كړل، نو د ظالم قوم لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى

Verse 42 — Surah Al-Muminun 23:42

بیا مونږ له دوى نه بعد نور قومونه (خلق) پیدا كړل

Verse 43 — Surah Al-Muminun 23:43

هېڅ یو امت د خپلې مقررې نېټې نه نه ړومبى كېدى شي او نه وروسته كېدى شي

Verse 44 — Surah Al-Muminun 23:44

بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي

Verse 45 — Surah Al-Muminun 23:45

بیا مونږ موسٰى او د هغه ورور هارون ولېږل په خپلو ایتونو (معجزو) او ښكاره دلیل سره

Verse 46 — Surah Al-Muminun 23:46

فرعون او د هغه ډلې ته، نو هغوى ډېره لويي وكړه او هغوى یو متكبر قوم وو

Verse 47 — Surah Al-Muminun 23:47

نو هغوى ویل: ایا مونږ به د خپل ځان په شان په دوه انسانانو باندې ایمان راوړو؟ حال دا چې د دې دواړو قوم زمونږ غلامان دي

Verse 48 — Surah Al-Muminun 23:48

نو هغوى د دې دواړو تكذیب وكړ، نو شول له هلاك كړى شويو نه

Verse 49 — Surah Al-Muminun 23:49

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، د دې لپاره چې دوى (بني اسرائیل) نېغه لار ومومي

Verse 50 — Surah Al-Muminun 23:50

او مونږ د مریمې زوى او د هغه مور (د خپل قدرت) لویه نښه ګرځولې وه۔ او مونږه دوى دواړه داسې هسكې (او نرمې څربې) ځمكې ته راوستل چې د قرار او پاكو صافو بهېدونكو اوبو والا وه

Verse 51 — Surah Al-Muminun 23:51

اى رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېك عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم

Verse 52 — Surah Al-Muminun 23:52

او بېشكه دا ستاسو دین دى، په داسې حال كې چې یو دین دى او زه ستاسو رب یم، نو تاسو له ما نه وېرېږئ

Verse 53 — Surah Al-Muminun 23:53

نو دوى (امتیانو) خپل (د دین) كار په خپل مينځ كې ټوټې ټوټې پرې كړ، هر یو حزب (ډله) په هغه (باطل دین) باندې چې له دوى سره دى، ډېر خوشحال دي

Verse 54 — Surah Al-Muminun 23:54

نو ته دوى تر یو وخته پورې په خپلې ګمراهۍ كې پرېږده

Verse 55 — Surah Al-Muminun 23:55

ایا دوى ګمان كوي چې بېشكه له مال او زامنو ځنې چې په څه سره مونږ د دوى مدد كوو

Verse 56 — Surah Al-Muminun 23:56

چې مونږ دوى ته په ښېګڼو (او اكرامونو) كې تلوار كوو؟ بلكې دوى نه پوهېږي

Verse 57 — Surah Al-Muminun 23:57

بېشكه هغه كسان چې دوى د خپل رب (د عذاب) له ډاره وېرېدونكي دي

Verse 58 — Surah Al-Muminun 23:58

او هغه كسان چې دوى د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي

Verse 59 — Surah Al-Muminun 23:59

او هغه كسان چې دوى له خپل رب سره شرك نه كوي

Verse 60 — Surah Al-Muminun 23:60

او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي

Verse 61 — Surah Al-Muminun 23:61

دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي

Verse 62 — Surah Al-Muminun 23:62

مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم او زمونږ سره كتاب دى چې حق بیانوي او په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي

Verse 63 — Surah Al-Muminun 23:63

بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي

Verse 64 — Surah Al-Muminun 23:64

تر هغه پورې چې كله مونږ د دوى متكبره مالداران په عذاب سره ونیسو (، نو) ناڅاپه دوى (بیا) فریاد كوي

Verse 65 — Surah Al-Muminun 23:65

نن ورځ فریاد مه كوئ، بېشكه تاسو سره به زمونږ له جانبه مدد ونه كړى شي

Verse 66 — Surah Al-Muminun 23:66

یقینًا زما ایتونه به په تاسو تلاوت كولى شول، نو تاسو به په خپلو پوندو بېرته ګرځېدئ

Verse 67 — Surah Al-Muminun 23:67

په دې حال كې چې كبر كوونكي به وئ په دې (قرآن، محمد یا كعبې) سره، چې د شپې قصې كوونكي به وئ، تاسو به (قرآن) پرېښوده

Verse 68 — Surah Al-Muminun 23:68

ایا نو دوى په دې وینا كې (چې قرآن دى) فكر نه كوي، یا دوى ته هغه څه راغلي دي چې د دوى پلرونو ته نه دي راغلي چې له دوى نه پخوا وو

Verse 69 — Surah Al-Muminun 23:69

یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي

Verse 70 — Surah Al-Muminun 23:70

ایا دوى وايي چې په ده لېونتوب دى، (داسې نه ده) بلكې هغه دوى ته حق (دین) راوړى دى او د دوى زیاتره حق لره بدګڼونكي دي

Verse 71 — Surah Al-Muminun 23:71

او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي

Verse 72 — Surah Al-Muminun 23:72

ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې؟ نو د خپل رب مزدوري ډېره غوره ده او هغه ترټولو غوره رزق وركوونكى دى

Verse 73 — Surah Al-Muminun 23:73

او بېشكه ته یقینًا دوى نېغې لارې ته بلې

Verse 74 — Surah Al-Muminun 23:74

او بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي له سمې لارې نه خامخا كاږه دي

Verse 75 — Surah Al-Muminun 23:75

او كه مونږ په دوى مهرباني كړې وى او هغه تكلیف مو لرې كړى وى چې په دوى دى (، نو) خامخا به دوى په خپله سركشۍ كې راټینګ شوي وو، په دې حال كې چې سرګردان به وو

Verse 76 — Surah Al-Muminun 23:76

او یقینًا یقینًا مونږ دوى په عذاب سره ونیول، نو (بیا هم) دوى نه خپل رب ته غاړه كېښوده او نه يې تضرع او زاري وكړه

Verse 77 — Surah Al-Muminun 23:77

تر دې چې كله مونږ په دوى باندې د ډېر سخت عذاب والا دروازه پرانستله ناڅاپه دوى په هغه كې نا امېده وو

Verse 78 — Surah Al-Muminun 23:78

او دغه (الله) هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، تاسو ډېر لږ شكر وباسئ

Verse 79 — Surah Al-Muminun 23:79

او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ

Verse 80 — Surah Al-Muminun 23:80

او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ

Verse 81 — Surah Al-Muminun 23:81

بلكې وايي دوى په شان د هغې وینا چې پخوانیو (كافرو) ویلې وه

Verse 82 — Surah Al-Muminun 23:82

هغوى ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، ایا مونږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو

Verse 83 — Surah Al-Muminun 23:83

(بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي

Verse 84 — Surah Al-Muminun 23:84

ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ

Verse 85 — Surah Al-Muminun 23:85

دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ

Verse 86 — Surah Al-Muminun 23:86

ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟

Verse 87 — Surah Al-Muminun 23:87

دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ

Verse 88 — Surah Al-Muminun 23:88

ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ

Verse 89 — Surah Al-Muminun 23:89

خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي. ته (ورته) ووایه: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟

Verse 90 — Surah Al-Muminun 23:90

بلكې مونږ دوى ته حق راوړى دى او بېشكه دوى خامخا دروغجنان دي

Verse 91 — Surah Al-Muminun 23:91

الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي

Verse 92 — Surah Al-Muminun 23:92

چې په غیبو او ښكاره و عالم دى، نو ډېر اوچت دى هغه له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي

Verse 93 — Surah Al-Muminun 23:93

(اى نبي!) ته ووایه: اى زما ربه! كه چېرې خامخا ته ما ته هغه (عذاب) وښیې چې له دوى سره يې وعده كولى شي

Verse 94 — Surah Al-Muminun 23:94

اى زما ربه! نو ته ما په ظالم قوم كې مه شاملوه

Verse 95 — Surah Al-Muminun 23:95

او بېشكه مونږ خامخا قادر یو په دې چې تا ته هغه (عذاب) وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو

Verse 96 — Surah Al-Muminun 23:96

(اى نبي!) ته بدي دفع (لرې) كوه په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي، مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې بیانوي

Verse 97 — Surah Al-Muminun 23:97

او ته ووایه: اى زما ربه! زه په تا پورې پناه نیسم د شیطانانو له وسوسو نه

Verse 98 — Surah Al-Muminun 23:98

او زه په تا پورې پناه نیسم اى زما ربه! له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي

Verse 99 — Surah Al-Muminun 23:99

تر هغه پورې چې په دوى كې یو كس ته مرګ راشي (، نو بیا) به وايي: اى زما ربه! ته ما بېرته وګرځوه

Verse 100 — Surah Al-Muminun 23:100

د دې لپاره چې زه نېك عمل وكړم په هغه څیز كې چې ما (هلته په دنيا كې) پریښى دى، هېڅ كله هم نشي كېدى، بېشكه دا (بېرته تلل) یوه خبره ده چې دا د هغې ویونكى دى او د دوى په مخ كې برزخ دى تر هغې ورځې پورې چې دوى به بیا ژوندي راپورته كولى شي

Verse 101 — Surah Al-Muminun 23:101

نوكله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، نو نه به وي د دوى په مینځ كې هېڅ (فايده مند) نسبونه په دغې ورځ كې او نه به دوى له یو بل نه پوښتنه كوي

Verse 102 — Surah Al-Muminun 23:102

نو هغه څوك چې، د هغه تلې درنې شوې، نو همدغه خلق كامیاب دي

Verse 103 — Surah Al-Muminun 23:103

او هغه څوك چې، د هغه تلې سپكې شوې، نو دغه هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، په دوزخ كې به تل پراته وي

Verse 104 — Surah Al-Muminun 23:104

اور به د دوى مخونه سوځوي او دوى به په دغه (جهنم) كې بدمخي غونج تندي وي

Verse 105 — Surah Al-Muminun 23:105

ایا زما ایتونه به تاسو ته نه لوستل كېدل، نو تاسو به د هغو تكذیب كاوه

Verse 106 — Surah Al-Muminun 23:106

دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! پر مونږ باندې زمونږ بدبختي غالبه شوې وه او مونږ ګمراه قوم وو

Verse 107 — Surah Al-Muminun 23:107

اى زمونږ ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه، نو كه مونږ بیا (كفر ته) راوګرځېدو، نو بیا یقینًا مونږ ظالمان یو

Verse 108 — Surah Al-Muminun 23:108

وبه فرمايي: ذلیله خوار پراته اوسئ په ده كې او زما سره خبرې مه كوئ

Verse 109 — Surah Al-Muminun 23:109

بېشكه شان دا دى چې زما په بنده ګانو كې یوه ډله وه چې ویل به يې: اى زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې

Verse 110 — Surah Al-Muminun 23:110

نو تاسو به هغوى مسخره كړى شوي نیول، تر دې چې دوى له تاسو نه زما یاد (هم) هېر كړ او تاسو به پر هغوى پورې خندل

Verse 111 — Surah Al-Muminun 23:111

بېشكه زه چې یم، ما نن ورځ هغوى ته بدله وركړه، په سبب د هغه چې هغوى صبر كړى و، بېشكه هم هغوى كامیاب دي

Verse 112 — Surah Al-Muminun 23:112

وبه وايي: تاسو په ځمكه كې د كلونو په شمېر څومره وخت تېر كړى دى؟

Verse 113 — Surah Al-Muminun 23:113

هغوى به ووايي: مونږ وخت تېر كړى دى یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه، نو له حسابګرو نه تپوس وكړه

Verse 114 — Surah Al-Muminun 23:114

وبه فرمايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر (د اخرت د عذاب په مقابله كې) ډېر لږ، كه چېرې په رښتیا تاسو یئ چې پوهېږئ

Verse 115 — Surah Al-Muminun 23:115

ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ

Verse 116 — Surah Al-Muminun 23:116

نو ډېر اوچت دى الله چې حق بادشاه دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، د عزتناك عرش رب دى

Verse 117 — Surah Al-Muminun 23:117

او هغه څوك چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي

Verse 118 — Surah Al-Muminun 23:118

او ته ووایه: اى زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته ترټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې