Back to Languages

Pushto - Chapter 29 - Al-Ankabut

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Ankabut 29:1

الف، لام، ميم

Verse 2 — Surah Al-Ankabut 29:2

ایا خلقو دا ګمان كړى دى چې دوى به په خپلې دې وینا پرېښودل شي چې: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى به نه ازمایل كېږي

Verse 3 — Surah Al-Ankabut 29:3

او یقینًا یقینًا مونږ هغه كسان ازمایلي وو چې له دوى نه مخكې وو، نو خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني دي او خامخا ضرور به دروغجن معلوموي

Verse 4 — Surah Al-Ankabut 29:4

بلكې ایا هغو كسانو ګمان كړى دى چې بد عملونه كوي چې دوى به زمونږ نه ړومبى (او خلاص) شي؟ بد دى هغه حكم (فیصله) چې دوى يې كوي

Verse 5 — Surah Al-Ankabut 29:5

هر څوك چې د الله د ملاقات امېد لري، نو بېشكه د الله (د ملاقات) نېټه خامخا راتلونكې ده او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Verse 6 — Surah Al-Ankabut 29:6

او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم د خپل ځان لپاره جهاد كوي۔، بېشكه الله خامخا غني (ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه

Verse 7 — Surah Al-Ankabut 29:7

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ له هغوى نه د هغوى ګناهونه ورژوو او خامخا ضرور به مونږ دوى ته د ترټولو غوره عملونو چې دوى به كول؛ بدله وركړو

Verse 8 — Surah Al-Ankabut 29:8

اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار په باره كې د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى، او كه دوى دواړه په تا ډېر كوښښ وكړي، د دې لپاره چې ته زما سره هغه شى شریك كړې چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، خاص ما ته ستاسو بېرته راتلل دي، نو زه به تاسو په هغو عملونو خبر كړم چې تاسو به كول

Verse 9 — Surah Al-Ankabut 29:9

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ دوى په (ډله د) صالحانو كې داخل كړو

Verse 10 — Surah Al-Ankabut 29:10

او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو۔، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى

Verse 11 — Surah Al-Ankabut 29:11

او خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (څرګندوي) چې ایمان يې راوړى دى او خامخا ضرور به منافقین معلوموي

Verse 12 — Surah Al-Ankabut 29:12

او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو۔، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي

Verse 13 — Surah Al-Ankabut 29:13

او خامخا ضرور به دوى خپل بوجونه پورته كوي او له خپلو بوجونو سره نور بوجونه (هم) او د قیامت په ورځ به خامخا ضرور له دوى نه د هغو (دروغو) تپوس كولى شي چې دوى له ځانه جوړول

Verse 14 — Surah Al-Ankabut 29:14

او یقینًا یقینًا مونږه نوح خپل قوم ته (رسول) لېږلى و، نو هغه په دوى كې پنځوس كاله كم زر كاله تېر كړل، بيا دوى طوفان ونيول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو

Verse 15 — Surah Al-Ankabut 29:15

نو مونږ هغه ته او د كشتۍ والاو ته نجات وركړ او مونږ د عالمونو لپاره دغه (كشتۍ، یا قصه) لویه نښه وګرځوله

Verse 16 — Surah Al-Ankabut 29:16

او (یاده كړه قصه د) ابراهیم، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه نه وېرېږئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ

Verse 17 — Surah Al-Ankabut 29:17

یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ

Verse 18 — Surah Al-Ankabut 29:18

او (اى كافرانو!) كه تاسو تكذیب كوئ، نو یقینًا له تاسو نه مخكې امتونو هم تكذیب كړى دى، او د رسول په غاړه يواځې ښكاره پېغام رسونه ده

Verse 19 — Surah Al-Ankabut 29:19

ایا دوى نه ویني چې الله څنګه اول كرت مخلوق پیدا كوي، بیا د هغو اعاده كوي، بېشكه دا (كار) الله ته ډېر اسان دى

Verse 20 — Surah Al-Ankabut 29:20

ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 21 — Surah Al-Ankabut 29:21

هغه عذاب وركوي هغه چا ته چې وغواړي او رحم كوي په هغه چا چې وغواړي او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى كېږئ

Verse 22 — Surah Al-Ankabut 29:22

او (اى خلقو!) نه یئ تاسو عاجزه كوونكي (د الله) په ځمكه او نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ دوست شته او نه مددګار

Verse 23 — Surah Al-Ankabut 29:23

او هغه كسان چې د الله په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر شوي دي، دغه كسان زما له رحمت نه نا امېده شوي دي او دغه كسان دي چې د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Verse 24 — Surah Al-Ankabut 29:24

نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی

Verse 25 — Surah Al-Ankabut 29:25

او ده وویل: یقینًا تاسو له الله نه غیر (دا) بتان يواځې د خپل مینځي دوستۍ لپاره نیولي دي، په دنيايي ژوند كې، بیا به د قیامت په ورځ ستاسو ځینې په ځینو نورو سره منكرېږي او ستاسو ځینې به په ځینو نورو لعنت وايي او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي

Verse 26 — Surah Al-Ankabut 29:26

نو په ده باندې لوط ایمان راوړ او ده وویل: بېشكه زه خپل رب ته هجرت كوونكى یم، بېشكه هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 27 — Surah Al-Ankabut 29:27

او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى

Verse 28 — Surah Al-Ankabut 29:28

او (یاده كړه قصه د) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: بېشكه تاسو یقینًا غټه بدكاري كوئ، چې په عالمونو كې هیڅوك دې ته له تاسو نه ړومبى شوي نه دي

Verse 29 — Surah Al-Ankabut 29:29

ایا خامخا تاسو یقینًا له سړیو سره بدكاري كوئ او لارې شكوئ او تاسو په خپل مجلس كې ناكاره كارونه كوئ، نو د ده د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګردا چې دوى وویل: ته په مونږه د الله عذاب راوله كه ته له رښتینو څخه يې

Verse 30 — Surah Al-Ankabut 29:30

ده وویل: اى زما ربه! د فسادي قوم په مقابله كې ته زما مدد وكړه

Verse 31 — Surah Al-Ankabut 29:31

او كله چې زمونږ استازيو ابراهیم ته زېرى راوړ (بیا يې ورته وویل:) بېشكه مونږ د دې كلي اوسېدونكو لره هلاك كوونكي یو، بېشكه د دغه (كلي) اوسېدونكي ظالمان دي

Verse 32 — Surah Al-Ankabut 29:32

ده وویل: بېشكه په دغه (كلي) كې خو لوط دى، هغوى وویل: مونږ په هغه چا ښه عالمان یو چې په دغه كې دي، مونږ به خامخا ضرور هغه ته او د هغه اهل ته نجات وركوو۔ د هغه له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده

Verse 33 — Surah Al-Ankabut 29:33

او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده

Verse 34 — Surah Al-Ankabut 29:34

بېشكه مونږ د دې كلي په اوسېدونكو باندې له اسمانه عذاب نازلوونكي یو، په سبب د هغې نافرمانۍ (او بدكارۍ) چې دوى به كوله

Verse 35 — Surah Al-Ankabut 29:35

او یقینًا یقینًا مونږ له دغه كلي نه یوه ډېره څرګنده نښه پرېښوده، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي

Verse 36 — Surah Al-Ankabut 29:36

او (مونږ لېږلى و) مدین ته د هغوى ورور شعیب، نو ده وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ او د اخري ورځې امېد ساتئ او په ځمكه كې ورانكاري مه ګرځئ، په داسې حال كې چې فساد كوونكي یئ

Verse 37 — Surah Al-Ankabut 29:37

نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته

Verse 38 — Surah Al-Ankabut 29:38

او (هلاك كړي مو وو قوم د) عاد او ثمود او په تحقيق تاسو ته (د دوى هلاكول) د دوى له كورونو نه ښكاره شوي دياو دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړل، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړل (واړول)، حال دا چې دوى ښه بینا (او هوښیار) وو

Verse 39 — Surah Al-Ankabut 29:39

او (مونږ هلاك كړ) قارون او فرعون او هامان او یقینًا یقینًا دوى ته موسٰى ښكاره معجزې راوړې وي، نو دوى په ځمكه كې لويي وكړه او دوى (زمونږ نه) ړومبى كېدونكی نه وو

Verse 40 — Surah Al-Ankabut 29:40

نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه

Verse 41 — Surah Al-Ankabut 29:41

د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دى، چې یو كور جوړ كړي، او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى۔ كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه)

Verse 42 — Surah Al-Ankabut 29:42

بېشكه الله په هر هغه شي عالم دى چې دوى يې له هغه نه غیر بلي او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 43 — Surah Al-Ankabut 29:43

او دغه مثالونه، مونږ دغه د خلقو لپاره بیانوو او په دوى نه پوهېږي مګر پوه خلق

Verse 44 — Surah Al-Ankabut 29:44

الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده

Verse 45 — Surah Al-Ankabut 29:45

ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه۔، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي۔ او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

Verse 46 — Surah Al-Ankabut 29:46

او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې۔ او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او (په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو

Verse 47 — Surah Al-Ankabut 29:47

او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران

Verse 48 — Surah Al-Ankabut 29:48

او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه

Verse 49 — Surah Al-Ankabut 29:49

بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان

Verse 50 — Surah Al-Ankabut 29:50

او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم

Verse 51 — Surah Al-Ankabut 29:51

ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تاكتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

Verse 52 — Surah Al-Ankabut 29:52

ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي

Verse 53 — Surah Al-Ankabut 29:53

او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو) خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري

Verse 54 — Surah Al-Ankabut 29:54

او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى

Verse 55 — Surah Al-Ankabut 29:55

په هغې ورځ كې چې دوى لره به عذاب پټ كاندې د دوى له پاسه نه او د دوى د پښو له لاندي، نه او دوى ته به ووايي: تاسو (د) هغه عمل (سزا) وڅَكئ چې تاسو به كاوه

Verse 56 — Surah Al-Ankabut 29:56

اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه زما ځمكه فراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ

Verse 57 — Surah Al-Ankabut 29:57

هر نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ

Verse 58 — Surah Al-Ankabut 29:58

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي خامخا ضرور به مونږ دوى ته د جنت په داسې لوړو بالاخانو كې ځاى وركړو چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې تل به وي په دغو (بالاخانو) كې، دغه (جنت) د عمل كوونكو ښه اجر دى

Verse 59 — Surah Al-Ankabut 29:59

هغه كسان چې صبر يې كړى دى او دوى خاص په خپل رب باندې توكل كوي

Verse 60 — Surah Al-Ankabut 29:60

او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Verse 61 — Surah Al-Ankabut 29:61

او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟

Verse 62 — Surah Al-Ankabut 29:62

الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق فراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دى

Verse 63 — Surah Al-Ankabut 29:63

او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري

Verse 64 — Surah Al-Ankabut 29:64

او دا دنيايي ژوند نه دى مګر عبث او لوبې او بېشكه دار اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى

Verse 65 — Surah Al-Ankabut 29:65

نو كله چې دوى په كشتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي

Verse 66 — Surah Al-Ankabut 29:66

د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر (ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي

Verse 67 — Surah Al-Ankabut 29:67

ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟

Verse 68 — Surah Al-Ankabut 29:68

او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ۔ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟

Verse 69 — Surah Al-Ankabut 29:69

او هغه كسان چې په (دین ز) مونږ كې كوشش كوي (، نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو او بېشكه الله خامخا د نېكي كوونكو ملګرى دى