Verse 1 — Surah Luqman 31:1
الف، لام، ميم
Verse 2 — Surah Luqman 31:2
دغه د حكمت لرونكي كتاب ایتونه دي
Verse 3 — Surah Luqman 31:3
په داسې حال كې چې نېكي كوونكو لپاره هدایت او رحمت دى
Verse 4 — Surah Luqman 31:4
هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات ادا كوي او په اخرت باندې هم دوى یقین كوي
Verse 5 — Surah Luqman 31:5
دغه كسان په هدایت باندې دي د خپل رب له جانبه او همدغه كسان پوره كامیاب دي
Verse 6 — Surah Luqman 31:6
او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې عبثې خبرې اخلي، د دې لپاره چې بې له علمه د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي او دغه (لاره) مَسخره جوړه كړي، دغه كسان چې دي، د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى
Verse 7 — Surah Luqman 31:7
او كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) مخ وګرځوي، په داسې حال كې چې ډېر تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا له سره اورېدلي نه دي، ګویاكې د ده په دواړو غوږونو كې دروندوالى (كوڼوالى) دى، نو ته ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
Verse 8 — Surah Luqman 31:8
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى اونېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د نعمتونو جنتونه دي
Verse 9 — Surah Luqman 31:9
چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي (دغه وعده كړې ده) وعده د الله حقه او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 10 — Surah Luqman 31:10
هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي. او په دغې (ځمكه) كې هر قسمه خوځنده (زنده سر) خواره كړي دي او مونږ له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغې (ځمكه) كې هر قسمه ښې عمده (غلې، ګياګانې) رازرغونې كړې
Verse 11 — Surah Luqman 31:11
دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي
Verse 12 — Surah Luqman 31:12
او یقینًا یقینًا مونږ لقمان ته حكمت وركړى و چې د الله شكر وباسه او هر چا چې شكر وكړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د ځان لپاره شكر كوي، او هر چا چې ناشكري وكړه، نو بېشكه الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى
Verse 13 — Surah Luqman 31:13
او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په دې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى
Verse 14 — Surah Luqman 31:14
اومونږ انسان ته د خپل مور او پلار (سره د نېكي كولو) په باره كې كلك حكم كړى دى، دى خپلې مور اوچت كړى و، په داسې حال كې چې سخته كمزورې وه، له پاسه د بلې كمزورۍ نه او د ده بېلول (د تي نه) په دوه كلونو كې وو، دا چې ته زما او د خپل مور او پلار شكر كوه، خاص ما ته بېرته راتله دي
Verse 15 — Surah Luqman 31:15
او كه دوى (دواړه) په تا ډېر كوشش وكړي د دې چې ته زما سره هغه شى شریك كړه، چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، او په دنیا كې له دوى سره نېكه ملګرتیا كوه او ته د هغه چا د لارې پیروي كوه چې ما ته رجوع كوي، بیا خاص ما ته ستاسو بېرته راتله دي، نو زه به تاسو په هغو كارونو خبر كړم چې تاسو به كول
Verse 16 — Surah Luqman 31:16
اى زما خوږه زویه! بېشكه دغه (د بدۍ او نېكۍ خصلت) چې دى، كه دغه د اوري د دانې په قدر وي، بیا دغه په یو كاڼې كې وي، یا په اسمانونو كې وي، یا په ځمكه كې وي، الله به هغه راوړي، بېشكه الله ډېر باریك بین، ښه خبردار دى
Verse 17 — Surah Luqman 31:17
اى زما خوږه زویه! ته لمونځ قايموه او د نېكۍ حكم كوه او له بدۍ نه (ځان او خلق) منع كوه او صبر كوه په هغه (تكلیف) چې تا ته رسېږي. بېشكه دغه (كارونه) له اهمو كارونو څخه دي
Verse 18 — Surah Luqman 31:18
او له خلقو نه خپل مخ مه ګرځوه، او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه الله نه خوښوي هر كبرجن (او) فخر كوونكى
Verse 19 — Surah Luqman 31:19
او ته په خپل تګ كې میانه رو اوسه او خپل اواز څه ورو كړه، بېشكه چې په اوازونو كې تر ټولو بد (اواز) خامخا د خره اواز دى
Verse 20 — Surah Luqman 31:20
ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي؛ پوره كړي دي او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې جګره كوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه
Verse 21 — Surah Luqman 31:21
او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو د هغه (قرآن) پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى دوى وايي: (نه!) بلكې مونږ د هغې (لارې) پیروي كوو چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه شیطان دوى د دوزخ عذاب ته رابلل
Verse 22 — Surah Luqman 31:22
او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په دې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي، او خاص الله ته د ټولو كارونو انجام دى
Verse 23 — Surah Luqman 31:23
او هر څوك چې كافر شو، نو تا دې د هغه كافر كېدل غمګین نه كړي، خاص مونږ ته د دوى بېرته راتله دي، نو مونږ به دوى خبر كړو په هغو كارونو چې دوى به كول، بېشكه الله ښه عالم دى په هغو خبرو چې په سینو كې دي
Verse 24 — Surah Luqman 31:24
مونږ به دوى ته لږه شان نفع وركړو، بیا به مونږ په زور سره دوى ډېر سخت عذاب ته راكاږو
Verse 25 — Surah Luqman 31:25
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړې دي (، نو) دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله۔، ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي ۔بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي
Verse 26 — Surah Luqman 31:26
خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي۔، بېشكه الله، همغه ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى
Verse 27 — Surah Luqman 31:27
او كه په رښتیا سره هره هغه ونه چې په ځمكه كې ده، قلمونه شي، په داسې حال كې چې (سیاهي شي) دغه (محیط) بحر، (بیا) د ده مدد نور اوه بحرونه وكړي (نو) د الله كلمات به خلاص نشي، بېشكه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 28 — Surah Luqman 31:28
نه دي ستاسو پیدا كول او نه بیا ژوندي راپاڅول مګر لكه د یوه نفس، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
Verse 29 — Surah Luqman 31:29
ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي (په كار اچولي) دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى او دا چې بېشكه هغه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى
Verse 30 — Surah Luqman 31:30
دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى، او دا چې بېشكه هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، باطل دي او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى
Verse 31 — Surah Luqman 31:31
ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه كشتۍ په سمندر كې د الله په نعمت سره تګ كوي، د دې لپاره چې تاسو ته له خپلو نښو ځنې وښیي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره
Verse 32 — Surah Luqman 31:32
او كله چې دوى لره د ورېځو په شان موج را لاندې (پټ) كړي (نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې دین خاص الله ته خالص كوونكي وي، نو كله چې هغه دوى ته وچې ته نجات وركړي، بیا نو په دوى كې ځینې په نېغه لاره ولاړ وي۔ او زمونږ له ایتونو (دلیلونو) نه انكار نه كوي مګر هر هغه چې ډېر عهد ماتوونكى، ډېر ناشكره دي
Verse 33 — Surah Luqman 31:33
اى خلقو! تاسو د خپل رب تقوٰى غوره كړئ او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ پلار به د خپل اولاد په كار نشي راتلى او نه كوم اولاد شته چې هغه له خپل پلار نه څه شى (عذاب) دفع كوونكى دى۔، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو دنيايي ژوند دې تاسو له سره غره (دوكه) نه كړي اوتاسو دې د الله په باره كې لوى غره كوونكى (شیطان) له سره غره نه كړي
Verse 34 — Surah Luqman 31:34
بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى