Back to Languages

Pushto - Chapter 40 - Ghafir

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Ghafir 40:1

Verse 2 — Surah Ghafir 40:2

د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى

Verse 3 — Surah Ghafir 40:3

د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي

Verse 4 — Surah Ghafir 40:4

د الله په ایتونو كې جګړې نه كوي مګر هغه كسان چې كافران شوي دي، نو په ښارونو كې د دوى تګ راتګ دې تا تېر نه باسي

Verse 5 — Surah Ghafir 40:5

له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم (او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو زما سزا وركول څنګه وو؟

Verse 6 — Surah Ghafir 40:6

او همداسې ستا د رب خبره په هغو كسانو لازمه شوې ده چې كافران شوي دي، چې بېشكه دوى د اور ملګري دي

Verse 7 — Surah Ghafir 40:7

(له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته

Verse 8 — Surah Ghafir 40:8

اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې

Verse 9 — Surah Ghafir 40:9

او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده

Verse 10 — Surah Ghafir 40:10

بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه

Verse 11 — Surah Ghafir 40:11

(نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟

Verse 12 — Surah Ghafir 40:12

دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو (نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى

Verse 13 — Surah Ghafir 40:13

دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې (حق ته) رجوع كوي

Verse 14 — Surah Ghafir 40:14

نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي

Verse 15 — Surah Ghafir 40:15

(دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه (بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي

Verse 16 — Surah Ghafir 40:16

له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى

Verse 17 — Surah Ghafir 40:17

نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى

Verse 18 — Surah Ghafir 40:18

او ته دوى له نژدې ورځې نه ووېروه كله چې زړونه به له چنغړكو سره وي، په داسې حال كې چې له غم نه به ډك وي، د ظالمانو لپاره به نه هیڅوك پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنله شي

Verse 19 — Surah Ghafir 40:19

هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي)

Verse 20 — Surah Ghafir 40:20

او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Verse 21 — Surah Ghafir 40:21

ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو (او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و

Verse 22 — Surah Ghafir 40:22

دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله دوى ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى

Verse 23 — Surah Ghafir 40:23

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و

Verse 24 — Surah Ghafir 40:24

فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى

Verse 25 — Surah Ghafir 40:25

نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې

Verse 26 — Surah Ghafir 40:26

او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه (دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي

Verse 27 — Surah Ghafir 40:27

او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري

Verse 28 — Surah Ghafir 40:28

او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي (نو بیا خو به) تاسو ته د هغه (عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دا يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي

Verse 29 — Surah Ghafir 40:29

اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې

Verse 30 — Surah Ghafir 40:30

او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د ورځې له مثل نه وېرېږم

Verse 31 — Surah Ghafir 40:31

د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي

Verse 32 — Surah Ghafir 40:32

او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم

Verse 33 — Surah Ghafir 40:33

هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایت وركوونكى نشته

Verse 34 — Surah Ghafir 40:34

او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى

Verse 35 — Surah Ghafir 40:35

هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر (جز د) زړه باندې مهر لګوي

Verse 36 — Surah Ghafir 40:36

او فرعون وویل: اى هامانه! ته زما لپاره یوه ډېره اوچته ماڼۍ جوړه كړه، ښايي چې زه لارو ته ورسېږم

Verse 37 — Surah Ghafir 40:37

داسمانونو لارو ته، بیا د موسٰى الله له بره وګورم او بېشكه زه یقینًا دا دروغجن ګڼم او همداسې فرعون ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى و، او له (حقې) لارې نه منع كړى شوى و او د فرعون چل (او مكر) نه و مګر په تباهۍ كې

Verse 38 — Surah Ghafir 40:38

او هغه كس چې ایمان يې راوړى و، وویل: اى زما قومه! تاسو زما پیروي وكړئ چې زه تاسو ته د هدایت لاره وښیم

Verse 39 — Surah Ghafir 40:39

اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى

Verse 40 — Surah Ghafir 40:40

هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه وركولى شي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي

Verse 41 — Surah Ghafir 40:41

او اى زما قومه! په ما څه چل دى چې زه تاسو نجات (او خلاصي) ته راغواړم او تاسو ما اور ته رابلئ

Verse 42 — Surah Ghafir 40:42

تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم

Verse 43 — Surah Ghafir 40:43

حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما (د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي

Verse 44 — Surah Ghafir 40:44

پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى

Verse 45 — Surah Ghafir 40:45

نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېركړل

Verse 46 — Surah Ghafir 40:46

(د دوزخ) اور (چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كاوه شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ

Verse 47 — Surah Ghafir 40:47

او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه: بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه له اور ځنې څه برخه لرې كوونكي يئ؟

Verse 48 — Surah Ghafir 40:48

هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و: بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده

Verse 49 — Surah Ghafir 40:49

او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي

Verse 50 — Surah Ghafir 40:50

دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې

Verse 51 — Surah Ghafir 40:51

بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي

Verse 52 — Surah Ghafir 40:52

په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى

Verse 53 — Surah Ghafir 40:53

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته هدایت (تورات) وركړى و او بني اسرائیلو ته مو كتاب میراث وركړ

Verse 54 — Surah Ghafir 40:54

په داسې حال كې چې د خالصو عقلونو والاو ته هدایت او پند و

Verse 55 — Surah Ghafir 40:55

نو (اى نبي) ته صبر وكړه! بېشكه د الله وعده حقه ده او د خپلې ګناه لپاره بخښنه وغواړه او د ورځې په اخره او اوله برخه كې د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه

Verse 56 — Surah Ghafir 40:56

بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Verse 57 — Surah Ghafir 40:57

یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي

Verse 58 — Surah Ghafir 40:58

او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ

Verse 59 — Surah Ghafir 40:59

بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، په ده كې هېڅ شك نشته. او لېكن د خلقو اكثریت ایمان نه راوړي

Verse 60 — Surah Ghafir 40:60

او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي

Verse 61 — Surah Ghafir 40:61

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې ارام حاصل كړئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر فضل كولو والا دى او لېكن د خلقو اكثریت شكر نه وباسي

Verse 62 — Surah Ghafir 40:62

دغه الله ستاسو رب دى چې د هر شي پیدا كوونكى دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر همدى دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ

Verse 63 — Surah Ghafir 40:63

همداسې به (له حق نه) ګرځولى كېدل هغه كسان چې د الله له ایتونو نه به يې انكار كاوه

Verse 64 — Surah Ghafir 40:64

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى

Verse 65 — Surah Ghafir 40:65

هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي

Verse 66 — Surah Ghafir 40:66

ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه له دې نه منع كړى شوى یم چې د هغو (معبودانو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، كله چې ما ته زما د رب له جانبه ښكاره دلیلونه راغلل او ما ته حكم شوى دى چې زه رب العالمین ته تسلیم شم

Verse 67 — Surah Ghafir 40:67

دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې د وینې له ټوټې نه: بیا هغه تاسو راوباسي، په داسې حال كې چې واړه (ماشومان) يئ، بیا (هغه ستاسو تربیت كوي)، د دې لپاره چې تاسو خپل قوت (او ځوانۍ) ته ورسېږئ، بیا (مو ژوندي ساتي) د دې لپاره چې زاړه (بوډاګان) شئ، او ځینې په تاسو كې هغه دي چې له دغه (وخت) نه مخكې وفات كولى شي. او (تاسو ساتي) د دې لپاره چې تاسو مقررې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

Verse 68 — Surah Ghafir 40:68

دى همغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي

Verse 69 — Surah Ghafir 40:69

ایا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، كوم طرف ته دوى ګرځولى شي؟

Verse 70 — Surah Ghafir 40:70

هغه كسان چې تكذیب كوي د كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو، پس ژر به دوى پوه شي

Verse 71 — Surah Ghafir 40:71

كله چې به د دوى په غاړو كې طوقونه او ځنځیرونه وي، چې دوى به راښكلى كېږي

Verse 72 — Surah Ghafir 40:72

په ډېرو ګرمو اوبو كې، بیا به دوى (د دوزخ) په اور كې سوځولى شي

Verse 73 — Surah Ghafir 40:73

بیا به دوى ته ویلى شي چې چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به شریكول

Verse 74 — Surah Ghafir 40:74

له الله نه غیر؟ دوى به ووايي: هغه زمونږ نه ورك شول، بلكې مونږ له دې نه مخكې هېڅ شى نه باله، همداسې الله كافرانو لره ګمراه كوي

Verse 75 — Surah Ghafir 40:75

دغه په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه خوشحالي (اولويي) كوله او په سبب د هغه چې تاسو به تكبر كاوه

Verse 76 — Surah Ghafir 40:76

تاسو د جهنم په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال چې په دغه (جهنم) كې به همېشه يئ، نو د متكبرینو استوګنځى بد دى

Verse 77 — Surah Ghafir 40:77

نو ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو كه خامخا مونږ تا ته ځینې د هغه (عذاب) وښیو چې مونږ يې دوى ته وعده وركوو، یا مونږ تا وفات كړو، نو هم مونږ ته به دوى بېرته راوستلى شي

Verse 78 — Surah Ghafir 40:78

او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي

Verse 79 — Surah Ghafir 40:79

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې څاروي پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو په دوى كې په ځینو سورلي كوئ او په دوى كې ځینې تاسو خورئ

Verse 80 — Surah Ghafir 40:80

او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ

Verse 81 — Surah Ghafir 40:81

او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو نه انكار كوئ؟

Verse 82 — Surah Ghafir 40:82

ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل

Verse 83 — Surah Ghafir 40:83

نو كله چې دوى ته د دوى پېغمبران په ښكاره دلیلونو سره راغلل، (نو) دوى به په هغه علم خوشالي (او لويي) شروع كړه چې له دوى سره و، او ګېرچاپېره به شو هغه څه چې دوى به په هغه پورې استهزاء كولې

Verse 84 — Surah Ghafir 40:84

نو كله چې به دوى زمونږ عذاب ولیده، دوى به وویل: مونږ په الله ایمان راوړى دى چې ایكي يواځې دى، او مونږ كافران شولو په هغه څیز چې مونږ به د هغه په سبب مشركان وو

Verse 85 — Surah Ghafir 40:85

نو دغه (كار داسې) نه و چې دوى ته د دوى ایمان راوړل نفع وركړې وي كله چې دوى زمونږ عذاب ولیده، (دا) ده ايښې طريقه د الله هغه طریقه چې د هغه په بنده ګانو كې تېره شوې ده او په دغه ځاى (او وخت) كې كافران تاوانیان شول