Back to Languages

Pushto - Chapter 43 - Az-Zukhruf

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Az-Zukhruf 43:1

Verse 2 — Surah Az-Zukhruf 43:2

قسم دى، په دغه روښانه كتاب

Verse 3 — Surah Az-Zukhruf 43:3

بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

Verse 4 — Surah Az-Zukhruf 43:4

او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد خامخا ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى

Verse 5 — Surah Az-Zukhruf 43:5

ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ

Verse 6 — Surah Az-Zukhruf 43:6

او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي

Verse 7 — Surah Az-Zukhruf 43:7

او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې

Verse 8 — Surah Az-Zukhruf 43:8

نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال) تېر شوى دى

Verse 9 — Surah Az-Zukhruf 43:9

او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي

Verse 10 — Surah Az-Zukhruf 43:10

هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ

Verse 11 — Surah Az-Zukhruf 43:11

او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ

Verse 12 — Surah Az-Zukhruf 43:12

او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ

Verse 13 — Surah Az-Zukhruf 43:13

د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى۔ او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو

Verse 14 — Surah Az-Zukhruf 43:14

او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو

Verse 15 — Surah Az-Zukhruf 43:15

او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى

Verse 16 — Surah Az-Zukhruf 43:16

ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ

Verse 17 — Surah Az-Zukhruf 43:17

حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي

Verse 18 — Surah Az-Zukhruf 43:18

او ایا (دوى د الله لپاره مقرروي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویه ولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي

Verse 19 — Surah Az-Zukhruf 43:19

او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي

Verse 20 — Surah Az-Zukhruf 43:20

او دوى وايي: كه رحمٰن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى۔، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي

Verse 21 — Surah Az-Zukhruf 43:21

ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي

Verse 22 — Surah Az-Zukhruf 43:22

بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو

Verse 23 — Surah Az-Zukhruf 43:23

او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو

Verse 24 — Surah Az-Zukhruf 43:24

(دوى ته به د دوى نبي) وویل: او ایا اګر كه ما تاسو ته له هغې (لارې) نه زیاته سمه لاره راوړې وي چې تاسو په هغې باندې خپل پلرونه موندلي دي؟ دوى به ویل: بېشكه مونږ په هغه (دین) كفر كوونكي یو چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ

Verse 25 — Surah Az-Zukhruf 43:25

نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو ته وګوره د تكذیب كوونكو انجام څنګه و

Verse 26 — Surah Az-Zukhruf 43:26

او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ

Verse 27 — Surah Az-Zukhruf 43:27

غیر له هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینًا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي

Verse 28 — Surah Az-Zukhruf 43:28

او هغه (ابراهیم) دغه (د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي

Verse 29 — Surah Az-Zukhruf 43:29

بلكې ما دوى او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر هغه پورې چې دوى ته حق (قرآن) او ښكاره بیانوونكى رسول راغى

Verse 30 — Surah Az-Zukhruf 43:30

او كله چې دوى ته حق راغى دوى وویل: دا جادو دى، او بېشكه مونږ له ده نه انكار كوونكي یو

Verse 31 — Surah Az-Zukhruf 43:31

او دوى وویل: دا قرآن په دوه كلیو (ښارونو) كې په یو غټ سړي ولې نه نازلاوه شي؟

Verse 32 — Surah Az-Zukhruf 43:32

ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي

Verse 33 — Surah Az-Zukhruf 43:33

او كه دا (خطره) نه وى چې خلق به ټول یوه ډله (كافران شي) نو مونږ به خامخا د هغه چا لپاره چې په رحمٰن كافران كېږي، د دوى كورونو ته به مو د سپینو زرو چتونه او داسې پوړۍ ګرځولې وى چې دوى به په هغو پاس ختلى

Verse 34 — Surah Az-Zukhruf 43:34

او د دوى د كوټو لپاره به مو (د سپینو زرو) دروازې او تختونه جوړ كړي وى چې دوى به په هغو تكیه وهلې

Verse 35 — Surah Az-Zukhruf 43:35

او له سرو زرو نه (دغه او نور زينتونه به مو وركړي وى) او نه دي دغه (ټول څیزونه) مګر د دنيايي ژوند سامان دى۔ او اخرت ستا د رب په نېز د متقیانو (پرهیزګارانو) لپاره دى

Verse 36 — Surah Az-Zukhruf 43:36

او هر هغه څوك چې د رحمٰن له ذكر نه ځان ړوند كړي (، نو) مونږ به په ده باندې یو شیطان مسلط كړو، نو هغه به له ده سره تل ملګرى وي

Verse 37 — Surah Az-Zukhruf 43:37

او بېشكه دغه (شیطانان) یقینًا دوى (خپل ملګري) له حقې لارې نه منع كوي او دوى ګمان كوي چې بېشكه دوى هدایت موندونكي دي

Verse 38 — Surah Az-Zukhruf 43:38

تر هغه پورې چې كله دا مونږ ته راشي (نو) وايي به: اى كاشكې! زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې د مشرق او مغرب هومره لرې والى وى، پس (دا) بد ملګرى دى

Verse 39 — Surah Az-Zukhruf 43:39

او كله چې تاسو ظلم كړى دى (نو) تاسو ته به نن ورځ دا خبره له سره نفع درنـكړي چې بېشكه تاسو (او شیطانان ټول) په عذاب كې سره شریك یئ

Verse 40 — Surah Az-Zukhruf 43:40

ایا نو ته به كڼو ته اورول وكړې، یا به ړندو ته لار ښوونه وكړې او هغه چا ته چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى؟

Verse 41 — Surah Az-Zukhruf 43:41

نو كه تا مونږ لازمًا بوځو، نو بېشكه مونږ له دوى نه انتقام اخيستونكي یو

Verse 42 — Surah Az-Zukhruf 43:42

ایا مونږ تا ته خامخا هغه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كړې ده، نو بېشكه مونږ په دوى پوره قدرت لرونكي یو

Verse 43 — Surah Az-Zukhruf 43:43

نو ته په هغه (قرآن) منګلې ولګوه چې تا ته وحي كړى شوى دى، بېشكه ته په نېغه لار يې

Verse 44 — Surah Az-Zukhruf 43:44

او بېشكه دا (قرآن) تا لپاره او ستا د قوم لپاره ذكر (او نصیحت) دى۔ او ژر ده چې له تاسو نه به پوښتنه وكړى شي

Verse 45 — Surah Az-Zukhruf 43:45

او ته زمونږ له هغو رسولانو نه تپوس وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي۔، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې د دوى عبادت كولى شي

Verse 46 — Surah Az-Zukhruf 43:46

او یقینًا یقینًا مونږ موسی زمونږ له نښو سره فرعون او د هغه سردارانو ته لېږلى و، پس ده وویل: بېشكه زه د رب العلمین رسول یم

Verse 47 — Surah Az-Zukhruf 43:47

نو كله چې هغه دوى ته زمونږ په واضحو نښو سره راغى، ناڅاپه دوى په هغو (نښو) پورې خندل

Verse 48 — Surah Az-Zukhruf 43:48

او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي

Verse 49 — Surah Az-Zukhruf 43:49

او دوى (فرعونیانو) وویل: اى جادوګره! (عالمه!) ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه، د هغې وعدې په سبب چې تا سره يې كړې ده۔، بېشكه مونږ خامخا هدایت موندونكي یو

Verse 50 — Surah Az-Zukhruf 43:50

نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ، په هماغه وخت كې به دوى (وعده) ماتوله

Verse 51 — Surah Az-Zukhruf 43:51

او فرعون په خپل قوم كې اواز وكړ، ويې ويل: اى زما قومه! ايا د مصر باچايي زما نه ده؟ او دغه ولې چې زما له لاندې بهېږي؟ ایا نو تاسو نه وینئ

Verse 52 — Surah Az-Zukhruf 43:52

بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي

Verse 53 — Surah Az-Zukhruf 43:53

پس په ده باندې د سرو زرو بنګړي (وښي) ولې نه غورځول كېږي، یا له ده سره ملايك صف تړلي (پیوسته) ولې) نه راځي

Verse 54 — Surah Az-Zukhruf 43:54

نو خپل قوم يې بې وقوفه وګرځاوه، نو دوى د ده خبره ومنله، بېشكه دوى فاسقان خلق وو

Verse 55 — Surah Az-Zukhruf 43:55

نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (، نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل

Verse 56 — Surah Az-Zukhruf 43:56

نومونږ دوى پیشوایان او مثال وګرځول د وروستنیو خلقو لپاره

Verse 57 — Surah Az-Zukhruf 43:57

او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې

Verse 58 — Surah Az-Zukhruf 43:58

او ويې ويل: ایا زمونږ معبودان غوره دي، یا كه هغه؟ دوى تا ته دا (مثال) بیان نه كړ مګر د جګړې لپاره۔ بلكې دوى ډېر جګړه كوونكى قوم دى

Verse 59 — Surah Az-Zukhruf 43:59

دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ په ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و

Verse 60 — Surah Az-Zukhruf 43:60

او كه مونږ غوښتلي وى (نو) مونږ به ستاسو په ځاى په ځمكه كې ملايك پیدا كړي وى، چې خلیفګان شوي به وى

Verse 61 — Surah Az-Zukhruf 43:61

او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ۔، دا نېغه لار ده

Verse 62 — Surah Az-Zukhruf 43:62

او شیطان دې تا (له دې نېغې لارې نه) له سره وا نه ړوي، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى

Verse 63 — Surah Az-Zukhruf 43:63

او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل: (اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 64 — Surah Az-Zukhruf 43:64

بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ۔، دغه نېغه لاره ده

Verse 65 — Surah Az-Zukhruf 43:65

نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى

Verse 66 — Surah Az-Zukhruf 43:66

دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت چې په دوى به ناڅاپه راشي، او دوى به نه پوهېږي

Verse 67 — Surah Az-Zukhruf 43:67

په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي۔، غیر له متقیانو نه

Verse 68 — Surah Az-Zukhruf 43:68

اى زما بنده ګانو! نن ورځ په تاسو وېره نشته او نه به تاسو غمژن كېږئ

Verse 69 — Surah Az-Zukhruf 43:69

هغه كسان چې زمونږ په ایتونو يې ایمان راوړى دى او دوى مسلمانان وو

Verse 70 — Surah Az-Zukhruf 43:70

(دوى ته به ویلى شي:) تاسو جنت ته ننوځئ، تاسو او ستاسو ښځې، تاسو به خوشالولى شئ

Verse 71 — Surah Az-Zukhruf 43:71

په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي۔ او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ

Verse 72 — Surah Az-Zukhruf 43:72

او دغه هغه جنتونه دي چې تاسو ته د هغو عملونو په سبب په میراث كې دركړى شول چې تاسو به كول

Verse 73 — Surah Az-Zukhruf 43:73

تاسو لپاره په دغو كې ډېرې مېوې دي چې تاسو به له هغو ځنې خوراك كوئ

Verse 74 — Surah Az-Zukhruf 43:74

بېشكه مجرمان به د جهنم په عذاب كې تل پاتې كېدونكي وي

Verse 75 — Surah Az-Zukhruf 43:75

چې دغه (عذاب) به له دوى څخه نه كمولى شي او دوى به په دغه (عذاب) كې نا امېده اوسي

Verse 76 — Surah Az-Zukhruf 43:76

او مونږ په دوى ظلم نه دى كړى او لېكن هم دوى پخپله ظالمان وو

Verse 77 — Surah Az-Zukhruf 43:77

او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ

Verse 78 — Surah Az-Zukhruf 43:78

یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته حق راوړى و او لېكن ستاسو زیاتره حق لره بدګڼونكي دي

Verse 79 — Surah Az-Zukhruf 43:79

ایا بلكې دوى د یو كار پخه اراده كړې ده۔، نو بېشكه مونږ (هم) خپل (تدبیر) محكم كوونكي یو

Verse 80 — Surah Az-Zukhruf 43:80

ایا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه

Verse 81 — Surah Az-Zukhruf 43:81

ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې د رحمٰن لپاره اولاد وى، نو زه به (د هغه) ترټولو اول عبادت كوونكى وم

Verse 82 — Surah Az-Zukhruf 43:82

پاكي ده د اسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي

Verse 83 — Surah Az-Zukhruf 43:83

نو ته دوى پرېږده چې (په باطلو خبرو كې) غوټې وهي او لوبې كوي تر هغه پورې چې دوى د خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته به يې وعده وركولى شوه

Verse 84 — Surah Az-Zukhruf 43:84

او هم دى هغه دى ذات چې په اسمان كې معبود دى او په ځمكه كې (هم) معبود دى، او هم دى ډېر حكمت والا، ښه پوه دى

Verse 85 — Surah Az-Zukhruf 43:85

او ډېر بركت ناك دى هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او د هغه څه چې د دغو دواړو په مينځ كې دي او خاص له هغه سره د قیامت د علم دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى شئ

Verse 86 — Surah Az-Zukhruf 43:86

او هغه معبودان چې دوى يې له دغه (الله) نه غیر بلي؛ د شفاعت هېڅ اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د حق ګواهي يې وركړې وي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي

Verse 87 — Surah Az-Zukhruf 43:87

او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې دوى چا پیدا كړي دي (نو) دوى به خامخا ضرور ووايي: الله (پیدا كړي دي) نو كوم طرف ته دوى ګرځول كېږي؟

Verse 88 — Surah Az-Zukhruf 43:88

او قسم دى د دغه (رسول) په دې وینا چې اى زما ربه! بېشكه زما دا قوم ایمان نه راوړي

Verse 89 — Surah Az-Zukhruf 43:89

نو ته له دوى نه مخ وګرځوه او ووایه: سلام۔، پس ژر به دوى پوه شي