Back to LanguagesPrevious ChapterNext Chapter
Pushto - Chapter 44 - Ad-Dukhan
Translation by Abdulwali Khan — Permalink
Verse 1 — Surah Ad-Dukhan 44:1
Verse 2 — Surah Ad-Dukhan 44:2
قسم دى په بیانوونكي كتاب
Verse 3 — Surah Ad-Dukhan 44:3
بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو
Verse 4 — Surah Ad-Dukhan 44:4
په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي
Verse 5 — Surah Ad-Dukhan 44:5
زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ (د رسولانو) لېږونكي وو
Verse 6 — Surah Ad-Dukhan 44:6
ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
Verse 7 — Surah Ad-Dukhan 44:7
چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي۔، كه تاسو یقین كوونكي يئ
Verse 8 — Surah Ad-Dukhan 44:8
نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي۔، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى
Verse 9 — Surah Ad-Dukhan 44:9
بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي
Verse 10 — Surah Ad-Dukhan 44:10
پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي
Verse 11 — Surah Ad-Dukhan 44:11
چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى
Verse 12 — Surah Ad-Dukhan 44:12
اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو
Verse 13 — Surah Ad-Dukhan 44:13
دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و
Verse 14 — Surah Ad-Dukhan 44:14
بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل: (دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى
Verse 15 — Surah Ad-Dukhan 44:15
بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو۔، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ
Verse 16 — Surah Ad-Dukhan 44:16
(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو
Verse 17 — Surah Ad-Dukhan 44:17
او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و۔ او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و
Verse 18 — Surah Ad-Dukhan 44:18
چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم
Verse 19 — Surah Ad-Dukhan 44:19
او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم
Verse 20 — Surah Ad-Dukhan 44:20
او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ
Verse 21 — Surah Ad-Dukhan 44:21
او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ
Verse 22 — Surah Ad-Dukhan 44:22
بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى
Verse 23 — Surah Ad-Dukhan 44:23
نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي
Verse 24 — Surah Ad-Dukhan 44:24
او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر
Verse 25 — Surah Ad-Dukhan 44:25
دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې
Verse 26 — Surah Ad-Dukhan 44:26
او فصلونه او ډېر د عزت ځاى
Verse 27 — Surah Ad-Dukhan 44:27
او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو
Verse 28 — Surah Ad-Dukhan 44:28
همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل
Verse 29 — Surah Ad-Dukhan 44:29
نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو
Verse 30 — Surah Ad-Dukhan 44:30
او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل
Verse 31 — Surah Ad-Dukhan 44:31
له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و
Verse 32 — Surah Ad-Dukhan 44:32
او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره (په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو)
Verse 33 — Surah Ad-Dukhan 44:33
او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و
Verse 34 — Surah Ad-Dukhan 44:34
بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي
Verse 35 — Surah Ad-Dukhan 44:35
نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو
Verse 36 — Surah Ad-Dukhan 44:36
نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ
Verse 37 — Surah Ad-Dukhan 44:37
ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو
Verse 38 — Surah Ad-Dukhan 44:38
او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو
Verse 39 — Surah Ad-Dukhan 44:39
مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره۔ او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي
Verse 40 — Surah Ad-Dukhan 44:40
بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده
Verse 41 — Surah Ad-Dukhan 44:41
هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي
Verse 42 — Surah Ad-Dukhan 44:42
لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 43 — Surah Ad-Dukhan 44:43
بېشكه د زقوم ونه
Verse 44 — Surah Ad-Dukhan 44:44
د غټ ګناهګار خوراك دى
Verse 45 — Surah Ad-Dukhan 44:45
د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي
Verse 46 — Surah Ad-Dukhan 44:46
د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان
Verse 47 — Surah Ad-Dukhan 44:47
تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ
Verse 48 — Surah Ad-Dukhan 44:48
بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ
Verse 49 — Surah Ad-Dukhan 44:49
(ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې
Verse 50 — Surah Ad-Dukhan 44:50
بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه
Verse 51 — Surah Ad-Dukhan 44:51
بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي
Verse 52 — Surah Ad-Dukhan 44:52
په جنتونو كې
Verse 53 — Surah Ad-Dukhan 44:53
دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي
Verse 54 — Surah Ad-Dukhan 44:54
همداسې به وي۔ او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو
Verse 55 — Surah Ad-Dukhan 44:55
دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي
Verse 56 — Surah Ad-Dukhan 44:56
دوى به په دغو كې مرګ نه څكي۔ غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي
Verse 57 — Surah Ad-Dukhan 44:57
د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
Verse 58 — Surah Ad-Dukhan 44:58
پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
Verse 59 — Surah Ad-Dukhan 44:59
نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي