Back to Languages

Pushto - Chapter 45 - Al-Jathiyah

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Jathiyah 45:1

Verse 2 — Surah Al-Jathiyah 45:2

د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 3 — Surah Al-Jathiyah 45:3

بېشكه په اسمانونو او ځمكه كې د مومنانو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي

Verse 4 — Surah Al-Jathiyah 45:4

او ستاسو په پیدا كولو كې او په هغه څه كې چې ده هر قسمه خوځنده خواره كړي دي۔؛ د هغه قوم لپاره نښې دي چې یقین كوي

Verse 5 — Surah Al-Jathiyah 45:5

او د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغه كې چې الله له اسمان (بره) نه رزق (باران) نازل كړى دى، بیا يې په هغه سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كړې ده او د هواګانو په بدلولو رابدلولو كې د هغو خلقو لپاره نښې دي چې له عقل نه كار اخلي

Verse 6 — Surah Al-Jathiyah 45:6

دغه د الله دلیلونه دي چې مونږ يې په حقه سره په تا لولو، نو دوى به د الله او د هغه له ایتونو نه وروسته په كومې خبرې ایمان راوړي؟

Verse 7 — Surah Al-Jathiyah 45:7

د هر سخت دروغ تړونكي، سخت مجرم لپاره هلاكت دى

Verse 8 — Surah Al-Jathiyah 45:8

د الله ایتونه اوري چې په ده لوستل كېږي، بیا ښه كلكېږي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا (ایتونه) نه دي اورېدلي۔، نو ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

Verse 9 — Surah Al-Jathiyah 45:9

او كله چې دى زمونږ له ایتونو نه څه معلوم كړي، نو هغه مسخره ونيسي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى

Verse 10 — Surah Al-Jathiyah 45:10

د دوى مخې ته جهنم دى او د دوى كړي عملونه به د دوى هېڅ په كار رانشي او نه هغه چې دوى له الله نه غیر كارسازان نیولي وو۔ او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى

Verse 11 — Surah Al-Jathiyah 45:11

دا (قرآن) هدایت دى۔ او هغه كسان چې د خپل رب په ایتونو كافران شوي دي۔؛ د هغوى لپاره د ډېر دردوونكي عذاب سزا ده

Verse 12 — Surah Al-Jathiyah 45:12

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كشتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Verse 13 — Surah Al-Jathiyah 45:13

او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي۔، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي

Verse 14 — Surah Al-Jathiyah 45:14

(اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري۔، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي

Verse 15 — Surah Al-Jathiyah 45:15

هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ

Verse 16 — Surah Al-Jathiyah 45:16

او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیلو ته كتاب او حكم او نبوت وركړى و او دوى ته مو پاكیزه څیزونه روزي كړي وو او مونږ دوى ته (د خپلې زمانې) په خلقو فضیلت وركړى و

Verse 17 — Surah Al-Jathiyah 45:17

او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه

Verse 18 — Surah Al-Jathiyah 45:18

بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي

Verse 19 — Surah Al-Jathiyah 45:19

بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى

Verse 20 — Surah Al-Jathiyah 45:20

دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي

Verse 21 — Surah Al-Jathiyah 45:21

ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي

Verse 22 — Surah Al-Jathiyah 45:22

او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كولى شي

Verse 23 — Surah Al-Jathiyah 45:23

ایا نو تا هغه كس لیدلى دى چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى او الله هغه په علم باندې ګمراه كړ او د هغه په غوږونو او د هغه په زړه يې مهر ولګاوه، او د هغه په سترګو يې پرده واچوله، نو ده ته به له الله نه بعد څوك هدایت وكړي۔، ایا نو تاسو پند نه اخلئ

Verse 24 — Surah Al-Jathiyah 45:24

او دوى وايي: دغه (ژوندون) نشته مګر زمونږ دنيايي ژوند چې مړه كېږو او ژوندي كېږو او مونږ نه هلاكوي مګر زمانه۔ او دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته، دوى يواځې ګمانونه چلوي

Verse 25 — Surah Al-Jathiyah 45:25

او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي، (نو) د دوى دلیل نه وي مګر دا چې وايي: تاسو زمونږ (مړه) پلرونه راولئ كه تاسو رښتيني يئ

Verse 26 — Surah Al-Jathiyah 45:26

ته دوى ته ووایه: الله تاسو ژوندي كوي، بیا هغه تاسو مړه كوي بیا هغه تاسو د قیامت ورځې ته راجمع كوي چې په هغې كې هېڅ شك نشته او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي

Verse 27 — Surah Al-Jathiyah 45:27

او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او په هغه ورځ كې چې قیامت به قايم شي، په دغه ورځ كې به باطل پرستان تاوانیان شي

Verse 28 — Surah Al-Jathiyah 45:28

او ته به هر امت په ځنګنونو پروت وینې۔، هر امت به خپل كتاب (اعمالنامې) ته راوبللى شي۔، نن ورځ به تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول

Verse 29 — Surah Al-Jathiyah 45:29

دا زمونږ كتاب دى چې پر تاسو باندې په حقه سره ګواهي كوي۔، بېشكه مونږ هغه عملونه لیكل چې تاسو به (په دنیا كې) كول

Verse 30 — Surah Al-Jathiyah 45:30

نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو خپل رب به دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، هم دغه ښكاره كامیابي ده

Verse 31 — Surah Al-Jathiyah 45:31

او پاتې شو هغه كسان چې كافران شوي دي (نو دوى ته به وویل شي:) ایا نو تاسو ته زما ایتونه نه لوستل كېدل، بیا تاسو تكبر وكړ او تاسو مجرمان خلق وئ

Verse 32 — Surah Al-Jathiyah 45:32

او كله چې به (تاسو ته) وویل شو چې بېشكه د الله وعده حقه ده او قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته۔، تاسو به ویل: مونږ نه پوهېږو قیامت څه شى دى؟ مونږ خو بس یو ګمان كوو، ګمان كول او مونږ له سره یقین كوونكي نه یو

Verse 33 — Surah Al-Jathiyah 45:33

او دوى ته به د خپلو عملونو بدۍ ښكاره شي او دوى به ګېر كړي هغه (عذاب) چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

Verse 34 — Surah Al-Jathiyah 45:34

او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته

Verse 35 — Surah Al-Jathiyah 45:35

دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ۔، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي

Verse 36 — Surah Al-Jathiyah 45:36

نو ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې د اسمانونو رب دى او د ځمكې رب دى، د عالمونو رب دى

Verse 37 — Surah Al-Jathiyah 45:37

او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى