او تاسو پوه شئ چې یقینًا په تاسو كې د الله رسول موجود دى، كه هغه په ډېرو كارونو كې ستاسو پیروي كړې وى (نو) تاسو به په مشقت كې غورځېدلي وى او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول۔، هم دغه كسان په نېغه لار دي
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي۔ او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ۔، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي
بانډېسیانو (صحرايي خلقو) وویل: مونږ ایمان راوړى دى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ایمان نه دى راوړى۔ او لېكن تاسو ووايئ چې مونږ اسلام راوړى دى۔ او ایمان لا تر اوسه ستاسو په زړونو كې نه دى ننوتى۔ او كه تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړئ، نو هغه (الله) به ستاسو له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى، بیا يې شك نه دى كړى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى، هم دغه كسان رښتیني دي
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو پر خپل دین باندې الله خبروئ، حال دا چې الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى