Verse 1 — Surah At-Tur 52:1
قسم دى په طور غر
Verse 2 — Surah At-Tur 52:2
او په كتاب لیكل شوي
Verse 3 — Surah At-Tur 52:3
په پرانستل شوې پاڼه كې
Verse 4 — Surah At-Tur 52:4
او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور
Verse 5 — Surah At-Tur 52:5
او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)
Verse 6 — Surah At-Tur 52:6
او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر
Verse 7 — Surah At-Tur 52:7
بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى
Verse 8 — Surah At-Tur 52:8
هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته
Verse 9 — Surah At-Tur 52:9
هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل
Verse 10 — Surah At-Tur 52:10
او غرونه به روان شي، سخت روانېدل
Verse 11 — Surah At-Tur 52:11
پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
Verse 12 — Surah At-Tur 52:12
هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي
Verse 13 — Surah At-Tur 52:13
هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل
Verse 14 — Surah At-Tur 52:14
دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
Verse 15 — Surah At-Tur 52:15
ایا نو دا سحر (جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ
Verse 16 — Surah At-Tur 52:16
ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول
Verse 17 — Surah At-Tur 52:17
بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي
Verse 18 — Surah At-Tur 52:18
چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي
Verse 19 — Surah At-Tur 52:19
(ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
Verse 20 — Surah At-Tur 52:20
په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو
Verse 21 — Surah At-Tur 52:21
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي
Verse 22 — Surah At-Tur 52:22
او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي
Verse 23 — Surah At-Tur 52:23
دوى به په دغه (جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول
Verse 24 — Surah At-Tur 52:24
او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي
Verse 25 — Surah At-Tur 52:25
او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي
Verse 26 — Surah At-Tur 52:26
دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو
Verse 27 — Surah At-Tur 52:27
نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو
Verse 28 — Surah At-Tur 52:28
بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 29 — Surah At-Tur 52:29
نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى
Verse 30 — Surah At-Tur 52:30
ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو
Verse 31 — Surah At-Tur 52:31
ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم
Verse 32 — Surah At-Tur 52:32
ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى
Verse 33 — Surah At-Tur 52:33
ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي
Verse 34 — Surah At-Tur 52:34
نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي
Verse 35 — Surah At-Tur 52:35
ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟
Verse 36 — Surah At-Tur 52:36
ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي
Verse 37 — Surah At-Tur 52:37
ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي
Verse 38 — Surah At-Tur 52:38
ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي
Verse 39 — Surah At-Tur 52:39
ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟
Verse 40 — Surah At-Tur 52:40
ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي
Verse 41 — Surah At-Tur 52:41
ایا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي
Verse 42 — Surah At-Tur 52:42
ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي
Verse 43 — Surah At-Tur 52:43
ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي
Verse 44 — Surah At-Tur 52:44
او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (، نو) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده
Verse 45 — Surah At-Tur 52:45
نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي
Verse 46 — Surah At-Tur 52:46
هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی
Verse 47 — Surah At-Tur 52:47
او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي
Verse 48 — Surah At-Tur 52:48
نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې
Verse 49 — Surah At-Tur 52:49
او دشپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې) هم