Verse 1 — Surah Al-Anam 6:1
ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي، چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، او پیدا كړې يې دي تیارې او رڼا، بیا (هم) هغه خلق چې كافر دي، له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
Verse 2 — Surah Al-Anam 6:2
دى همهغه ذات دى چې تاسو يې له خَټې نه پیدا كړئ، بیا يې یو وخت مقرر كړ او مقرر وخت له هغه سره (لیك) دى، بیا (هم) تاسو شك كوئ
Verse 3 — Surah Al-Anam 6:3
او په اسمانونو كې او په ځمكه كې هم هغه الله دى، هغه ستاسو په پټو (حالاتو) او ستاسو په ښكاره (حالاتو) پوهېږي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ
Verse 4 — Surah Al-Anam 6:4
او دوى ته د خپل رب له ایتونو څخه هېڅ یو ایت نه راځي مګر دا چې دوى له هغه نه مخ اړونكي دي
Verse 5 — Surah Al-Anam 6:5
پس یقینًا دوى د حق تكذیب وكړ، كله چې دوى ته راغى، نو ژر به دوى ته د هغه څیز خبرونه راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله
Verse 6 — Surah Al-Anam 6:6
ایا دوى نه دي كتلي (نه دي خبر شوي) چې له دوى نه مخكې څومره (ډېر) امتونه مونږ هلاك كړي دي، چې مونږه هغوى ته په ځمكه كې ښه قوت وركړى و، دومره (قوت) چې تاسو ته مونږ (هومره) نه دى دركړى او مونږ پر هغوى باندې پرله پسې ورېدونكى باران ورولى و او داسې وَلې مونږه جاري كړې وې چې له هغوى نه ښكته بهېدلې، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په سبب هلاك كړل او له هغوى نه بعد مونږه نور خلق پیدا كړل
Verse 7 — Surah Al-Anam 6:7
او كه چېرې مونږه په تا باندې په كاغذ كې (لیكلى) كتاب نازل كړ، بيا دوى په هغه خپل لاسونه (هم) لګولي وى، (نو) خامخا كافر شويو كسانو به ویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو
Verse 8 — Surah Al-Anam 6:8
او دوى وویل: په ده باندې مَلَك ولې نه دى نازل كړى شوى؟ او كه مونږه مَلَك نازل كړى وى (نو) لازمًا به معامله فیصله كړى شوې وه، بیا به دوى ته مهلت نه وركول كېدى
Verse 9 — Surah Al-Anam 6:9
او كه چېرې مونږ دا (رسول) مَلَك ګرځولى وَى (، نو) خامخا مونږ به هغه سړى جوړ كړى و او خامخا مونږه به دوى په هغه شبه كې اچولى، په كومه شبه كې چې (اوس) پراته دي
Verse 10 — Surah Al-Anam 6:10
او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا ګانې شوي دي، نو هغو كسانو لره چې په دوى پورې يې مسخرې كړې وې؛ هغه شي راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله
Verse 11 — Surah Al-Anam 6:11
ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟
Verse 12 — Surah Al-Anam 6:12
ته ووایه: هغه څه د چا دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؟ ته ووایه: د الله دي، هغه په خپل ځان باندې رحمت لازم كړى دى، خامخا لازمًا به هغه تاسو د قیامت په ورځ راجمع كوي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
Verse 13 — Surah Al-Anam 6:13
او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې ارام كوي په شپه كې او په ورځ كې او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
Verse 14 — Surah Al-Anam 6:14
ته ووایه: ایا زه (بل) ولي (مددګار) ونیسم، له هغه الله نه غیر چې د اسمانونو او ځمكې پیداكوونكى دى او هغه خوراك وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه زه چې یم، ما ته حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه
Verse 15 — Surah Al-Anam 6:15
ته ووایه: بېشكه زه د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم، كه د خپل رب نافرماني وكړم
Verse 16 — Surah Al-Anam 6:16
هغه څوك چې له هغه نه په دغې ورځ كې دغه (عذاب) واړول شو، نو یقینًا په هغه يې رحم وكړ او دا څرګنده كامیابي ده
Verse 17 — Surah Al-Anam 6:17
او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
Verse 18 — Surah Al-Anam 6:18
او هم دى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او هم دى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
Verse 19 — Surah Al-Anam 6:19
ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى۔ او ما ته دا قرآن وحي كړى شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسېدلى، ایا بېشكه تاسو خامخا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ
Verse 20 — Surah Al-Anam 6:20
هغه كسان چې هغوى ته مونږ كتاب وركړى دى، هغوى، دى (داسې) پېژني لكه څنګه چې خپل زامن پېژني، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
Verse 21 — Surah Al-Anam 6:21
او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى
Verse 22 — Surah Al-Anam 6:22
او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟
Verse 23 — Surah Al-Anam 6:23
بیا به نه وي د دوى (بله) بهانه مګر دا چې دوى به ووايي: قسم په الله چې زمونږ رب دى! مونږ مشركان نه وو
Verse 24 — Surah Al-Anam 6:24
ته وګوره څنګه دوى په خپلو ځانونو باندې دروغ وویل او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به په دروغه جوړول
Verse 25 — Surah Al-Anam 6:25
او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې تا ته غوږ نیسي او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې اچولې دي چې په دې (قرآن) پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼ والى (اچولى دى) او كه دوى هره نښه وویني، (بيا هم) دوى په هغې ایمان نه راوړي، تر دې چې كله دوى تا ته راشي، چې له تا سره جګړه كوي (، نو) هغه كسان چې كافر شوي دي وايي: نه دى دا (قرآن) مګر د مخكېنو خلقو باطلې قصې
Verse 26 — Surah Al-Anam 6:26
او دوى له ده نه منع كول كوي او له ده نه لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري
Verse 27 — Surah Al-Anam 6:27
او كه ته ووینې كله چې دوى پر غاړه د اور ودرولى شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې
Verse 28 — Surah Al-Anam 6:28
بلكې دوى ته هغه څه ظاهر شول چې دوى مخكې پټول او كه چېرې دوى (دنیا ته) واپس كړى شي (، نو) لازمًا به دوى هغه شي ته راوګرځي، له څه نه چې دوى منع كړى شوي وو، او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
Verse 29 — Surah Al-Anam 6:29
او دوى وايي: نه دى دا (ژوند) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوند دى او مونږ به كله هم بیا راژوندي نه كړى شو
Verse 30 — Surah Al-Anam 6:30
او كه چېرې ته ووینې كله چې دوى د خپل رب په وړاندې ودرولى شي (، نو) هغه به وفرمايي: ایا دا (ژوند) رښتیا نه دى؟ دوى به ووايي: ولې نه! قسم دى زمونږ په رب، هغه به وفرمايي: نو تاسو عذاب وڅكئ د هغه كفر په سبب چې تاسو كاوه
Verse 31 — Surah Al-Anam 6:31
یقینًا هغه كسان تاوانیان شوي دي چا چې د الله ملاقات دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي
Verse 32 — Surah Al-Anam 6:32
او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ
Verse 33 — Surah Al-Anam 6:33
یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجن كوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دورغژن نه ګڼي او لېكن ظالمان د الله له ایتونو نه انكار كوي
Verse 34 — Surah Al-Anam 6:34
او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه راغلي دي
Verse 35 — Surah Al-Anam 6:35
او كه چېرې په تا باندې د دوى مخ اړول ګران وي، نو كه ته طاقت لرې د دې چې په ځمكه كې سُرنګ ولټوې، یا اسمان ته كومه زینه، بیا ته دوى ته څه نښه (معجزه) راوړې، (نو داسې وكړه) او كه الله غوښتلى لازمًا به يې دوى په نېغه لار باندې جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه
Verse 36 — Surah Al-Anam 6:36
یقینًا همدا خبره ده چې هغه كسان (حق) قبلوي چې اوري، او (كافران مړي دي) مړي به الله راژوندې كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ورګرځولى شي
Verse 37 — Surah Al-Anam 6:37
او دوى وايي: ولې په ده باندې كومه معجزه د خپل رب له جانبه نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه الله په دې قادر دى چې معجزه نازله كړي او لېكن د دوى اكثره خلق نه پوهېږي
Verse 38 — Surah Al-Anam 6:38
او نشته دى هېڅ یو په ځمكه كې خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب كې هېڅ شى نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي
Verse 39 — Surah Al-Anam 6:39
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي
Verse 40 — Surah Al-Anam 6:40
ته (دوى ته) ووایه: ما خبر كړئ كه چېرې په تاسو د الله عذاب راشي، یا په تاسو قیامت راشي، ایا تاسو به له الله نه غیر (بل څوك) بلئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
Verse 41 — Surah Al-Anam 6:41
بلكې تاسو به خاص هغه بلئ، نو هغه به كه وغواړي هغه (تكلیف) لرې كړي د څه لپاره چې تاسو هغه بلئ او تاسو هغه هېروئ چې تاسو يې (له الله) سره شریكان جوړوئ
Verse 42 — Surah Al-Anam 6:42
او یقینًا یقینًا مونږ پېغام لېږلى و له تا نه مخكې امتونو ته، بیا مونږ هغوى په سختیو اوتكلیفونو سره ونیول، د دې لپاره چې هغوى عاجزي وكړي
Verse 43 — Surah Al-Anam 6:43
نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى كول
Verse 44 — Surah Al-Anam 6:44
نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړى شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، نو ناګهانه دوى ناامېده شول
Verse 45 — Surah Al-Anam 6:45
نو د هغه قوم بېخ پرې كړى شو چې ظلم يې كړى و او ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، چې د عالَمونو ښه پالونكى دى
Verse 46 — Surah Al-Anam 6:46
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته (واپس) راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي
Verse 47 — Surah Al-Anam 6:47
ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق
Verse 48 — Surah Al-Anam 6:48
او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي
Verse 49 — Surah Al-Anam 6:49
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې وكړ، دوى ته به د هغې نافرمانۍ په سبب عذاب رسېږي چې دوى كوله
Verse 50 — Surah Al-Anam 6:50
ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي كولى شي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ ایا نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ
Verse 51 — Surah Al-Anam 6:51
او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، چې د دوى لپاره له هغه نه غير نه څوك دوست شته او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي
Verse 52 — Surah Al-Anam 6:52
او ته هغه كسان مه شړه چې خپل رب سبا او بېګاه بلي، چې د هغه (الله) مخ غواړي، په تا باندې د هغوى د حساب نه هېڅ شى نشته او نه پر هغوى باندې ستا له حسابه څه شى شته، نو كه ته دوى وشړې، نو شې به ته له ظالمانو څخه
Verse 53 — Surah Al-Anam 6:53
او همدارنګه مونږ د دوى ځینې په ځینو (نورو) سره ازمایلي دي، د دې لپاره چې دوى ووايي: ایا داخلق دي چې الله په دوى باندې زمونږ له مینځه احسان كړى دى، ایا الله په شكر ګذارو باندې ښه پوه نه دى
Verse 54 — Surah Al-Anam 6:54
او كله چې تا ته هغه كسان راشي چې زمونږ په ایتونو ایمان لري، نو ته ووایه: په تاسو دې سلام وي، ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي، چې یقینًا شان دا دى څوك چې په تاسو كې په ناپوهۍ سره بدي وكړي، بیا له هغې نه پس توبه وباسي او اصلاح وكړي، نو بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 55 — Surah Al-Anam 6:55
او همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، او د دې لپاره چې د مجرمانو لاره ښه واضحه شي
Verse 56 — Surah Al-Anam 6:56
ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه منع كړى شوى یم له دې نه چې زه د هغو (څیزونو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غير بلئ، ته ووایه: زه ستاسو د خواهشاتو پیروي نه كوم، (كه ومې كړه، نو) یقینًا زه به په د غه وخت كې ګمراه شوى یم اونه به یم زه له نېغه لار موندونكو نه
Verse 57 — Surah Al-Anam 6:57
ته ووایه: بېشكه زه په هغه ښكاره دلیل باندې یم چې زما د رب له جانبه دى او تاسو د هغه تكذیب كړى دى، ما سره هغه شى نشته چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ، نشته دى حكم مګر خاص د الله لپاره، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى
Verse 58 — Surah Al-Anam 6:58
ته ووایه: یقینًا كه ما سره هغه شى وَى چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ (، نو) لازمًا به زما او ستاسو په مینځ كې خبره فیصله كړى شوې وه او الله په ظالمانو باندې ښه عالم دى
Verse 59 — Surah Al-Anam 6:59
او خاص له هغه (الله) سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه په دغو عالم دى او هغه عالم دى په هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي
Verse 60 — Surah Al-Anam 6:60
او هم هغه ذات دى چې تاسو په شپه كې وفات كوي او هغه پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې د ورځې كوئ، بیا به هغه تاسو په هغې (ورځې) كې راژوندي كوي، د دې لپاره چې ټاكلى وخت پوره كړى شي، بیا به خاص د هغه په طرف ستاسو واپسي وي، بیا به هغه تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو كول
Verse 61 — Surah Al-Anam 6:61
او هم هغه غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى، او پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) رالېږي، تر هغه پورې چې كله په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي (، نو) زمونږ استازي يې وفات كړي او هغوى هېڅ تقصیر (كمى) نه كوي
Verse 62 — Surah Al-Anam 6:62
بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى، اګاه شئ، خاص د هغه لپاره حكم كول دي، او هغه تر ټولو حساب كوونكو ډېر تېز دى
Verse 63 — Surah Al-Anam 6:63
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته د وچې او سمندر له تیارو نه څوك خلاصى دركوي، چې تاسو هغه بلئ په زارۍ سره او په پټه سره، (او وایئ) كه چېرې هغه (الله) مونږ ته د دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ارومرو له شكر كوونكو څخه شو
Verse 64 — Surah Al-Anam 6:64
ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته له دې نه نجات دركوي او له هر غم نه (هم)، بیا (هم) تاسو شرك كوئ
Verse 65 — Surah Al-Anam 6:65
ته (دوى ته) ووایه: هم هغه قادر دى په دې خبره باندې چې تاسو باندې ستاسو له پاسه نه عذاب راولېږي، یا ستاسو د پښو له لاندې طرف نه، یا تاسو د بېلو، بېلو ډلو په جوړولو سره ګډوَډ كړي او په ځینو باندې د ځینو نورو (د) جنګ (مزه) وڅكي، ته وګوره مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، د دې لپاره چې دوى پوه شي
Verse 66 — Surah Al-Anam 6:66
او ستا قوم د دې (قرآن) تكذیب وكړ، حال دا چې همدا حق دى، ته (ورته) ووایه: زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم
Verse 67 — Surah Al-Anam 6:67
د هر یو خبر لپاره مقرر وخت دى او ژر به تاسو پوه شئ
Verse 68 — Surah Al-Anam 6:68
او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونوكې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له ظالمو خلقو سره مه كېنه
Verse 69 — Surah Al-Anam 6:69
او په پرهېزګاره كسانو باندې د دوى (عبث بحث كوونكو) له حسابه څخه هېڅ شى نشته او لېكن (د هغوى په ذمه) نصیحت كول دي، د دې لپاره چې دوى (هم) پرهېزګار شي
Verse 70 — Surah Al-Anam 6:70
او ته هغه كسان پرېږده چې خپل دین يې لوبه او تماشه ګرځولى و او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) وو او ته په دې (قرآن) سره نصیحت كوه، چې كوم نفس د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك (نه) كړى شي، چې د هغه (نفس) لپاره له الله نه پرته نه څوك دوست شته او نه سفارشي او كه دا (نفس) فدیه وركړي، هر قسمه فدیه (، نو) دا به له هغه نه قبوله نه كړى شي، دا هغه كسان دي چې د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك كړى شوي دي، د دوى لپاره ډېرې ګرمې اوبه څښاك دى او ډېر دردوونكى عذاب دى، په سبب د هغه كفر چې دوى به كاوه
Verse 71 — Surah Al-Anam 6:71
ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په خپلو شاګانو وګرځولى شو، وروسته له دې نه چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې هغه شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دا نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، هم هغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم كړى شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو
Verse 72 — Surah Al-Anam 6:72
او دا چې تاسو لمونځ قايموئ او له هغه (الله) نه وېرېږئ او دى همغه ذات دى چې خاص هغه ته به تاسو ورټولولى شئ
Verse 73 — Surah Al-Anam 6:73
او دى همغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه سره پیدا كړي دي او (یاده كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به ووايي: موجود شه! نو هغه به موجود شي، هم د هغه وینا حقه ده، او خاص د هغه لپاره حكومت دى په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، (هغه) د پټو او ښكاره (څیزونو) عالم دى او هم هغه ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
Verse 74 — Surah Al-Anam 6:74
او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان معبودان نیسي، بېشكه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم
Verse 75 — Surah Al-Anam 6:75
او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو څخه شي
Verse 76 — Surah Al-Anam 6:76
بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم
Verse 77 — Surah Al-Anam 6:77
بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (، نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو څخه شم
Verse 78 — Surah Al-Anam 6:78
نو كله چې هغه لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ دا تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل: اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ
Verse 79 — Surah Al-Anam 6:79
بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه
Verse 80 — Surah Al-Anam 6:80
او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل: ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغه ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له هغه (الله) سره شریكان جوړوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، ایا نو ولې تاسو نصیحت نه منئ
Verse 81 — Surah Al-Anam 6:81
او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو (له الله سره) شریكان كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې بېشكه تاسو له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې د هغه په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ
Verse 82 — Surah Al-Anam 6:82
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي
Verse 83 — Surah Al-Anam 6:83
او دا زمونږ دلیل دى چې هغه مونږه ابراهیم ته وركړى و د هغه د قوم په مقابله كې، مونږ درجې اوچتوو چا لره چې مونږ وغواړو، بېشكه ستا رب، ښه حكمت والا، ښه پوه دى
Verse 84 — Surah Al-Anam 6:84
او مونږ هغه ته اسحٰق او یعقوب عطا كړ، مونږ هر یو ته هدایت كړى و، او له ده نه مخكې نوح ته مونږ هدایت كړى و او د هغه په اولاد كې داود او سلیمان، او ایوب او یوسف او موسٰی او هارون ته (هم) اوهمدارنګه مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
Verse 85 — Surah Al-Anam 6:85
(او هدایت كړى و مونږ) زكریا، او یحیٰی او عیسٰی او الیاس ته، (دوى) هر یو له صالحانو څخه دي
Verse 86 — Surah Al-Anam 6:86
او اسمٰعیل، او اَلیسَع او یونس او لوط ته، او (دوى) هر یو مونږه په ټولو عالَمونو باندې غوره كړي دي
Verse 87 — Surah Al-Anam 6:87
او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و
Verse 88 — Surah Al-Anam 6:88
دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې دوى شرك كړى وَى (، نو) خامخا به له دوى نه ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى كول
Verse 89 — Surah Al-Anam 6:89
دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دې سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دې سره كفر كوونكى نه دي
Verse 90 — Surah Al-Anam 6:90
دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت
Verse 91 — Surah Al-Anam 6:91
او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى! كله چې دوى وویل: الله په انسان باندې هېڅ شى نه دى نازل كړى، ته (ورته) ووایه: هغه كتاب چا نازل كړى دى چې موسٰی راوړى و، چې رڼا او هدایت دى د خلقو لپاره؟ چې تاسو يې پاڼه پاڼه كوئ، چې هغه (ځینې) ښكاره كوئ او ډېرې پټوئ، او تاسو ته هغه علم دركړى شو چې نه پرې تاسو پوهېدلئ او نه ستاسو پلاران، ته ووایه: الله (نازل كړى دى) بیا ته دوى په خپلو باطلو بحثونو كې پرېږده چې لوبې كوي
Verse 92 — Surah Al-Anam 6:92
او دا كتاب دى، چې مونږ نازل كړى دى، بركتي دى او د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د دې لپاره چې ته د مكې خلق او د هغې ګېرچاپېره خلق ووېروې او هغه كسان چې په اخرت ایمان لري، دوى په ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې هم دوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي
Verse 93 — Surah Al-Anam 6:93
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي كړى شوې ده! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي كړى شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او وئ تاسو چې د ده له ایتونو څخه مو تكبر كاوه
Verse 94 — Surah Al-Anam 6:94
او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو۔ او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوٰی كوله چې بېشكه دوى په تاسو كې شریكان دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل
Verse 95 — Surah Al-Anam 6:95
بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، هم دغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ
Verse 96 — Surah Al-Anam 6:96
د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي
Verse 97 — Surah Al-Anam 6:97
او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
Verse 98 — Surah Al-Anam 6:98
او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانت ځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي
Verse 99 — Surah Al-Anam 6:99
او دى همغه ذات دى چې له اسمان نه يې اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په هغو سره د هر شي زرغونه راوښكلې ده، بیا مونږ له هغې (زرغونې) څخه شینكى راوښكلى دى، چې له دې (شینكي) نه مونږ پر يو بل سَورې دانې راوباسو او له كجورې څخه د هغې له كڅوړو نه نژدې وږي، او د انګورو باغونه او زیتون او انار چې له یو بل سره (څه) مشابه وي او (څه) مشابه نه وي، تاسو د هغې مېوې ته وګورئ كله چې مېوه ونیسي او د هغې پخوالي ته، بېشكه په دې كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان لري
Verse 100 — Surah Al-Anam 6:100
او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې هغه (الله) دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې، د هغه (الله) لپاره زامن او لوڼه له ځانه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي
Verse 101 — Surah Al-Anam 6:101
د اسمانونو او ځمكې بې له نمونې پیدا كوونكى دى، د هغه لپاره به اولاد څرنګه وي، حال دا چې د هغه لپاره هېڅ ښځه نشته، او هغه، هر شى پیدا كړى دى او هغه په هر شي باندې ښه عالم دى
Verse 102 — Surah Al-Anam 6:102
همدا الله ستاسو رب دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى
Verse 103 — Surah Al-Anam 6:103
سترګي د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كولى شي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى
Verse 104 — Surah Al-Anam 6:104
یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دي او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم
Verse 105 — Surah Al-Anam 6:105
او همدارنګه مونږ ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى ووايي: تا لوستل زده كړي دي او د دې لپاره چې مونږه دا ښه بیان كړو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
Verse 106 — Surah Al-Anam 6:106
ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر هم هغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه
Verse 107 — Surah Al-Anam 6:107
او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى نه يې ګرځولى او نه يې ته په دوى باندې نګران
Verse 108 — Surah Al-Anam 6:108
او تاسو هغو ته كنځلې مه كوئ چې دوى يې له الله نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، الله ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عمل ښايسته كړى دى، بیا خاص د خپل رب په طرف د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول
Verse 109 — Surah Al-Anam 6:109
او دوى قسمونه وخوړل په الله باندې خپل پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته معجزه راشي، نو خامخا لازمًا به په هغې ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې معجزې له الله سره دي او تاسو په دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دا (معجزه) چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي
Verse 110 — Surah Al-Anam 6:110
او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي
Verse 111 — Surah Al-Anam 6:111
او كه یقینًا مونږ دوى ته ملايك نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي
Verse 112 — Surah Al-Anam 6:112
او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان دښمنان ګرځولي وو، چې د دوى ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي
Verse 113 — Surah Al-Anam 6:113
او د دې لپاره چې دې (دروغو) ته د هغو خلقو زړونه مايل شي چې په اخرت ایمان نه راوړي او د دې لپاره چې دوى دا خوښ كړي او د دې لپاره چې دوى هغه (ګناهونه) وكړي چې دوى يې كوونكي دي
Verse 114 — Surah Al-Anam 6:114
ایا نو زه له الله نه سِوا حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې هم هغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكوڅخه مه كېږه
Verse 115 — Surah Al-Anam 6:115
او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته، او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
Verse 116 — Surah Al-Anam 6:116
او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي
Verse 117 — Surah Al-Anam 6:117
بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د هغه د لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى
Verse 118 — Surah Al-Anam 6:118
نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي، كه چېرې تاسو یئ چې د هغه په ایتونو ایمان لرونكي یئ
Verse 119 — Surah Al-Anam 6:119
او په تاسو څه دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا هغه (الله) تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغه نه چې تاسو هغه ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه په زیاتي كوونكو ښه پوه دى
Verse 120 — Surah Al-Anam 6:120
او تاسو ښكاره ګناه او پټه ګناه پرېږدئ، بېشكه هغه كسان چې ګناه كوي، ژر ده چې دوى ته به سزا وركړى شي د هغو (ګناهونو) په سبب چې دوى كولې
Verse 121 — Surah Al-Anam 6:121
او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې په هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق (نافرماني) دى اوبېشكه شیطانان يقينًا خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ
Verse 122 — Surah Al-Anam 6:122
ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى كول
Verse 123 — Surah Al-Anam 6:123
او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري
Verse 124 — Surah Al-Anam 6:124
او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي۔، الله ښه عالم دى په هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى كاوه
Verse 125 — Surah Al-Anam 6:125
نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، د هغه سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي
Verse 126 — Surah Al-Anam 6:126
او دا ستا د رب لار ده، چې نېغه ده، یقینًا مونږ ایتونه واضحه بیان كړي دي، د هغه قوم لپاره چې نصیحت اخلي
Verse 127 — Surah Al-Anam 6:127
د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى كول
Verse 128 — Surah Al-Anam 6:128
او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! یقینًا تاسو له انسانانو څخه ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، وبه وايي (دوى ته الله) ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى
Verse 129 — Surah Al-Anam 6:129
او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان په ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 130 — Surah Al-Anam 6:130
اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي دا چې بېشكه دوى كافران وو
Verse 131 — Surah Al-Anam 6:131
دا (د رسولانو لېږل) د دې لپاره (دي) چې ستا رب د ظلم په وجه د كلیو هلاكوونكى نه دى، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ناخبره وي
Verse 132 — Surah Al-Anam 6:132
او د هر چا لپاره درجې دي له هغو اعمالو نه چې دوى كړي دي، او ستا رب له هغو عملونو نه چې دوى يې كوي؛ كله هم غافل نه دى
Verse 133 — Surah Al-Anam 6:133
او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ
Verse 134 — Surah Al-Anam 6:134
بېشكه هغه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي، خامخا راتلونكى دى او تاسو كله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
Verse 135 — Surah Al-Anam 6:135
ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي
Verse 136 — Surah Al-Anam 6:136
او دوى د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
Verse 137 — Surah Al-Anam 6:137
او همدارنګه د ډېرو مشركانو لپاره د هغوى شریكانو د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هغوى دوى هلاك كړي او د دې لپاره چې په دوى باندې خپل دین ګډوډ كړي او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته پرېږده دوى او هغه چې دوى دروغ جوړوي
Verse 138 — Surah Al-Anam 6:138
او دوى وايي چې دا ځینې څاروي او فصلونه دي چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دی)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي، په هغه (الله) باندې د دروغو تپلو لپاره، ضرور به هغه (الله) دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول
Verse 139 — Surah Al-Anam 6:139
او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ په ښځو باندې حرام كړى شوي دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به هغه (الله) دوى ته د خپل (دې) بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى
Verse 140 — Surah Al-Anam 6:140
یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې خپل اولادونه يې قتل كړل، چې (دوى) بېوقوفان وو (او) بې پوهې وو او حرام يې كړل هغه څه چې الله دوى ته وركړي وو، په الله باندې د دروغو تپلو لپاره، یقینًا دوى ګمراه شول او دوى هدایت موندونكي نه وو
Verse 141 — Surah Al-Anam 6:141
او دا (الله) هغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې په خپلو كې یو شان وي او غیر متشابه (هم) وي۔، تاسو د هغو له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغه حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي
Verse 142 — Surah Al-Anam 6:142
او (پیدا كړي يې دي) په څارویو كې بار وړونكي او وړوكي (، نو) تاسو له هغو ځنې خورئ چې الله تاسو ته دركړي دي او تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى
Verse 143 — Surah Al-Anam 6:143
(الله پیدا كړي دي حلال) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
Verse 144 — Surah Al-Anam 6:144
او (پیدا كړي يې دي) له اوښانو نه دوه (نر او ښځه) او له غوایانو نه دوه (نر او ښځه) ته ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (اوښې او غوا) رحمونه په هغو مشتمل وي، ایا تاسو حاضر وَئ كله چې الله تاسو ته د دې وصیت كاوه، نو له هغه چا نه لوى ظالم (بل) څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، د دې لپاره چې بې له علمه خلق ګمراه كړي، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
Verse 145 — Surah Al-Anam 6:145
(اى نبي!) ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري سِوا له هغه نه چې مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، پس بېشكه هغه پلیتي ده، یا نافرماني وي چې په هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 146 — Surah Al-Anam 6:146
او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ هر نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو
Verse 147 — Surah Al-Anam 6:147
نو كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته ووایه: ستاسو رب د فراخه رحمت والا دى او د هغه عذاب له مجرم قوم نه بېرته نه ګرځول كېږي
Verse 148 — Surah Al-Anam 6:148
ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ
Verse 149 — Surah Al-Anam 6:149
ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا په نېغه لار روان كړي وى
Verse 150 — Surah Al-Anam 6:150
ته ووایه: تاسو خپل هغه ګواهان راولئ چې د دې خبرې ګواهي كوي چې بېشكه الله دا (څیزونه) حرام كړي دي، نو كه هغوى ګواهي وركړي، نو ته له دوى سره ګواهي مه وركوه او ته د هغو خلقو په خواهشاتو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي او هغوى له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
Verse 151 — Surah Al-Anam 6:151
ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له وجې مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ هغه چې په دغو كې ظاهر دي او هغه چې پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره دا، (حكم) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو عقل وچلوئ
Verse 152 — Surah Al-Anam 6:152
او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
Verse 153 — Surah Al-Anam 6:153
او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ
Verse 154 — Surah Al-Anam 6:154
بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره په هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب په ملاقات ایمان راوړي
Verse 155 — Surah Al-Anam 6:155
او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
Verse 156 — Surah Al-Anam 6:156
دا چې تاسو ونه وایئ چې یقینًا همدا خبره ده چې زمونږ نه په مخكېنو دوه ډلو باندې كتاب نازل كړى شوى و، او بېشكه مونږ د هغوى له لوستلو نه یقینًا ناخبره وو
Verse 157 — Surah Al-Anam 6:157
یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې په مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى لازمًا به مونږ له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى اعراض كاوه
Verse 158 — Surah Al-Anam 6:158
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي، په كومه ورځ كې چې ستا د رب ځینې نښې راشي (نو) هېڅ نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ (هم) انتظار كوونكي یو
Verse 159 — Surah Al-Anam 6:159
بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى كول
Verse 160 — Surah Al-Anam 6:160
څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دى او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او په دوى به ظلم نه كېږي
Verse 161 — Surah Al-Anam 6:161
ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و
Verse 162 — Surah Al-Anam 6:162
ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي
Verse 163 — Surah Al-Anam 6:163
د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه ترټولو مسلمانانو اول یم
Verse 164 — Surah Al-Anam 6:164
ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (دګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه
Verse 165 — Surah Al-Anam 6:165
او دا (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى