تاسو ته به له سره نفع در ونه رسوي ستاسو خپلویانې او نه ستاسو اولاد۔، د قیامت په ورځ به هغه (الله) ستاسو په مینځ كې فیصله كوي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو۔ او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى۔، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې ايكي يواځې دى۔ خو خپل پلار ته د ابراهیم د دې (استغفار له) خبرې نه غیر چې: ’’زه به تا لپاره خامخا ضرور استغفار غواړم‘‘، او زه تا لپاره د الله په مقابله كې د هېڅ شي اختیار نه لرم ۔، اى زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى
امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
الله تاسو له هغو كسانو نه نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې نه جنګ كړى دى او نه يې تاسو له خپلو كورونو نه وېستلي یئ دا چې تاسو له هغوى سره نېكي وكړئ او له دوى سره انصاف وكړئ۔، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي
بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي
اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي۔ او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، ۔ یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي