Back to Languages

Pushto - Chapter 63 - Al-Munafiqun

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Munafiqun 63:1

(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې۔ او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي

Verse 2 — Surah Al-Munafiqun 63:2

دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي

Verse 3 — Surah Al-Munafiqun 63:3

دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس (اوس نو) دوى نه پوهېږي

Verse 4 — Surah Al-Munafiqun 63:4

او كله چې ته دوى ووینې (نو) تا د دوى جسمونه (تنې) په تعجب كې اچوي۔ او كه دوى خبرې كوي، (نو) ته د دوى خبرو ته غوږ ږدې، حال دا چې ګویاكې دوى ودرول شوي وچ لرګي دي۔، هر اوچت غږ دخپل ځان په خلاف ګني۔، هم دوى دښمنان دي، لهذا ته له دوى نه محتاط اوسه۔، الله دې دوى هلاك كړي، څرنګه دوى ګرځولى شي

Verse 5 — Surah Al-Munafiqun 63:5

او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو راشئ چې د الله رسول ستاسو لپاره مغفرت وغواړي (نو) دوى خپل سرونه تاو كړي۔ او ته دوى وینې چې اعراض كوي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكي وي

Verse 6 — Surah Al-Munafiqun 63:6

د دوى لپاره یو شان ده كه ته د دوى لپاره مغفرت (بخښنه) وغواړي، یا ته دوى لپاره مغفرت ونه غواړې، الله به دوى هېڅ كله هم ونه بخښي، بېشكه الله نافرمان قوم ته هدایت نه كوي

Verse 7 — Surah Al-Munafiqun 63:7

هم دوى هغه كسان دي چې وايي: تاسو په هغو كسانو باندې مال مه لګوئ چې له رسول الله سره دي، تر دې چې دوى خواره شي۔ او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې خزانې دي او لېكن منافقان نه پوهېږي

Verse 8 — Surah Al-Munafiqun 63:8

دوى وايي چې قسم دى كه مونږ مدینې ته بېرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلق) به له دغې (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلق) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري

Verse 9 — Surah Al-Munafiqun 63:9

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو دې د الله له ذكر نه نه خپل مالونه غافله كړي او نه خپل اولادونه۔ او هغه څوك چې دا كار وكړي، نو همدغه زیانكاران (تاوانیان) دي

Verse 10 — Surah Al-Munafiqun 63:10

او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم

Verse 11 — Surah Al-Munafiqun 63:11

او الله هېڅ یو نفس نه وروسته كوي كله چې د هغه اجل (نېټه) راشي۔ او الله په هغو عملونو ښه خبردا دى چې تاسو يې كوئ