د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ۔ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى
دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى
(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي۔، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (، نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده
نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ۔، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي۔ او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي