Verse 1 — Surah Al-Qalam 68:1
نون۔، قسم دى په قلم او په هغه څه چې دوى يې لیكي
Verse 2 — Surah Al-Qalam 68:2
چې ته د خپل رب په نعمت (او فضل) سره هېڅ لېونى نه يې
Verse 3 — Surah Al-Qalam 68:3
او بېشكه چې خاص تا لره یقینًا داسې اجر دى چې قطع كولى به نشي
Verse 4 — Surah Al-Qalam 68:4
او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې
Verse 5 — Surah Al-Qalam 68:5
پس ژر به ته ووینې (اى نبي!) او دوى به هم وویني
Verse 6 — Surah Al-Qalam 68:6
چې په تاسو كې كوم یو لېونى دى
Verse 7 — Surah Al-Qalam 68:7
بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى
Verse 8 — Surah Al-Qalam 68:8
نو ته د تكذیب كوونكو خبره مه منه
Verse 9 — Surah Al-Qalam 68:9
دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي
Verse 10 — Surah Al-Qalam 68:10
او ته د هر ډېر سوګند خوړونكي، سپك، خبره مه منه
Verse 11 — Surah Al-Qalam 68:11
چې ډېر عیب ویونكى، چغلۍ لره ډېر چلوونكى دى
Verse 12 — Surah Al-Qalam 68:12
خير لره ډېر منع كوونكى، له حده تېرېدونكى، سخت ګناهګار دى
Verse 13 — Surah Al-Qalam 68:13
ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى
Verse 14 — Surah Al-Qalam 68:14
په دې وجه چې دى د مال او زامنو والا دى
Verse 15 — Surah Al-Qalam 68:15
كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) دى وايي: (دا) د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي
Verse 16 — Surah Al-Qalam 68:16
ژر ده چې مونږ به د ده په خلتم (پوزه) باندې داغ كېږدو
Verse 17 — Surah Al-Qalam 68:17
بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي
Verse 18 — Surah Al-Qalam 68:18
او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه)
Verse 19 — Surah Al-Qalam 68:19
نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو
Verse 20 — Surah Al-Qalam 68:20
نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل
Verse 21 — Surah Al-Qalam 68:21
نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو
Verse 22 — Surah Al-Qalam 68:22
داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ
Verse 23 — Surah Al-Qalam 68:23
نو دوى روان شول، په داسې حال كې چې یو له بل سره يې پټې پټې خبرې كولې
Verse 24 — Surah Al-Qalam 68:24
(داسې) چې دې (باغ) ته دې پر تاسو باندې نن ورځ بېخي هېڅ مسكین داخل نه شي
Verse 25 — Surah Al-Qalam 68:25
او دوى د نه وركولو په ارادې سره سهار لاړل، په داسې حال كې چې دوى (په خپل خیال كې) قادر وو
Verse 26 — Surah Al-Qalam 68:26
نو دوى چې كله هغه (باغ) ولیده، ويې ويل: بېشكه مونږ یقینًا لار وركي یو
Verse 27 — Surah Al-Qalam 68:27
بلكې مونږ محروم كړى شوي یو
Verse 28 — Surah Al-Qalam 68:28
د دوى منځني (غوره) كس وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي! ولې تاسو تسبیح نه وایئ
Verse 29 — Surah Al-Qalam 68:29
(نو) دوى وویل: پاكي ده زمونږ رب لره، بېشكه مونږ ظالمان وو
Verse 30 — Surah Al-Qalam 68:30
نو د دوى ځینو ځینو نورو ته مخ واړوه، چې یو بل يې ملامته كول
Verse 31 — Surah Al-Qalam 68:31
دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ سركشان وو
Verse 32 — Surah Al-Qalam 68:32
امېد دى چې زمونږ رب به مونږ ته له دې (باغ) نه غوره په بدل كې راكړي، بېشكه مونږ خپل رب ته رغبت كوونكي یو
Verse 33 — Surah Al-Qalam 68:33
همداسې عذاب وي او یقینًا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
Verse 34 — Surah Al-Qalam 68:34
بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دی
Verse 35 — Surah Al-Qalam 68:35
ايا نو مونږ به مسلمانان د مجرمانو په شان كړو؟
Verse 36 — Surah Al-Qalam 68:36
په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه فیصله كوئ
Verse 37 — Surah Al-Qalam 68:37
ایا تاسو سره كتاب دى چې په هغه كې تاسو (دا) لولئ؟
Verse 38 — Surah Al-Qalam 68:38
چې بېشكه تاسو لپاره په دغه (كتاب) كې هغه څه دي چې تاسو يې خوښوئ
Verse 39 — Surah Al-Qalam 68:39
ایا تاسو لپاره زمونږ په ذمه څه قسمونه (وعدې) شته چې د قیامت د ورځې پورې رسېدونكي دي چې یقینًا تاسو لپاره به خامخا هغه څه وي چې تاسو يې فیصله كوئ
Verse 40 — Surah Al-Qalam 68:40
ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې په دوى كې كوم یو د دغه كار ضامن دى؟
Verse 41 — Surah Al-Qalam 68:41
ایا د دوى لپاره شریكان شته دى، نو دوى دې خپل (دغه) شریكان راولي، كه چېرې دوى رښتیني وي
Verse 42 — Surah Al-Qalam 68:42
او (یاده كړه) هغه ورځ چې پنډۍ به بربنډه كړى شي او دوى به سجدې كولو ته راوبلل شي، نو دوى به توان ونه لري
Verse 43 — Surah Al-Qalam 68:43
په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو
Verse 44 — Surah Al-Qalam 68:44
نو ته ما او هغه څوك پرېږده چې د دغه حدیث (قرآن) تكذیب كوي۔، ژر به مونږ دوى په استدراج كې واچوو (ورو به يې ورو راونيسو) له هغه ځایه چې دوى به نه پوهېږي
Verse 45 — Surah Al-Qalam 68:45
او زه دوى ته مهلت وركوم۔، بېشكه زما حیله (چل) مضبوط (او محكم) دى
Verse 46 — Surah Al-Qalam 68:46
ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې، نو دوى له (دغه) تاوانه، درانه كړى شوي دي
Verse 47 — Surah Al-Qalam 68:47
ایا له دوى سره علم غیب دى، نو چې دوى يې لیكي
Verse 48 — Surah Al-Qalam 68:48
نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و
Verse 49 — Surah Al-Qalam 68:49
كه چېرې داسې نه وى چې ده ته د خپل رب مهرباني ورسېدله (نو) دى به خامخا په سپېره میدان كې غورځول شوى و، په داسې حال كې چې دى به مذموم (ملامت كړى شوى) و
Verse 50 — Surah Al-Qalam 68:50
نو دى خپل رب غوره كړ، پس دى يې له صالحانو څخه وګرځاوه
Verse 51 — Surah Al-Qalam 68:51
او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى
Verse 52 — Surah Al-Qalam 68:52
حال دا چې دغه (قرآن) نه دى مګر د عالمونو لپاره نصیحت