Back to Languages

Pushto - Chapter 73 - Al-Muzzammil

Translation by Abdulwali Khan — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Muzzammil 73:1

اى په ځان پورې جامه راتاوونكیه

Verse 2 — Surah Al-Muzzammil 73:2

په شپه كې لمانځه ته ودرېږه مګر لږه حصه (نه)

Verse 3 — Surah Al-Muzzammil 73:3

چې هغه د دغې (شپې) نیمه (ده)، یا ته له دغې (نیمې) نه لږ څه كم شه

Verse 4 — Surah Al-Muzzammil 73:4

یا ته په دغې (نیمې) باندې څه اضافه وكړه او قرآن ښه ښكاره واضح لوله، واضح لوستل

Verse 5 — Surah Al-Muzzammil 73:5

بېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو

Verse 6 — Surah Al-Muzzammil 73:6

بېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي

Verse 7 — Surah Al-Muzzammil 73:7

بېشكه تا لره په ورځ كې ډېره اوږده مشغولتیا (مصروفيت) وي

Verse 8 — Surah Al-Muzzammil 73:8

او ته د خپل رب نوم یادوه او ده ته (له هر څه نه) جدا شه، پوره جدا كېدل

Verse 9 — Surah Al-Muzzammil 73:9

(دغه الله) د مشرق او مغرب رب دى۔، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ته دى (خپل) كار ساز ونیسه

Verse 10 — Surah Al-Muzzammil 73:10

او ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده۔ ډېر ښه پرېښودل

Verse 11 — Surah Al-Muzzammil 73:11

او پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه

Verse 12 — Surah Al-Muzzammil 73:12

بېشكه زمونږ سره درانه ځنځیرونه (زولنې) او سوځوونكى اور دى

Verse 13 — Surah Al-Muzzammil 73:13

او داسې طعام دى چې په مرۍ كې نښتونكى دى او ډېر دردوونكى عذاب دى

Verse 14 — Surah Al-Muzzammil 73:14

په هغې ورځ كې چې ځمكه او غرونه به خوځېږي او غرونه به د شګو روانې ډېرۍ شي

Verse 15 — Surah Al-Muzzammil 73:15

بېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و

Verse 16 — Surah Al-Muzzammil 73:16

نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره

Verse 17 — Surah Al-Muzzammil 73:17

كه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي

Verse 18 — Surah Al-Muzzammil 73:18

اسمان په دغې (ورځ) كې چاودېدونكى دى۔، د دغه (الله) وعده كېدونكې ده

Verse 19 — Surah Al-Muzzammil 73:19

بېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي)

Verse 20 — Surah Al-Muzzammil 73:20

بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي۔ او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي۔، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ۔، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي. دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض۔ او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى