Back to LanguagesPrevious ChapterNext Chapter
Pushto - Chapter 74 - Al-Muddaththir
Translation by Abdulwali Khan — Permalink
Verse 1 — Surah Al-Muddaththir 74:1
اى په جامه كې نغښتونكیه
Verse 2 — Surah Al-Muddaththir 74:2
ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
Verse 3 — Surah Al-Muddaththir 74:3
او نو د خپل رب لويي بیانوه
Verse 4 — Surah Al-Muddaththir 74:4
او نو خپلې جامې پاكې ساته
Verse 5 — Surah Al-Muddaththir 74:5
او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
Verse 6 — Surah Al-Muddaththir 74:6
او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
Verse 7 — Surah Al-Muddaththir 74:7
او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
Verse 8 — Surah Al-Muddaththir 74:8
نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
Verse 9 — Surah Al-Muddaththir 74:9
نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
Verse 10 — Surah Al-Muddaththir 74:10
په كافرانو باندې اسانه نه ده
Verse 11 — Surah Al-Muddaththir 74:11
ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
Verse 12 — Surah Al-Muddaththir 74:12
او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
Verse 13 — Surah Al-Muddaththir 74:13
او زامن حاضر (باشه)
Verse 14 — Surah Al-Muddaththir 74:14
او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
Verse 15 — Surah Al-Muddaththir 74:15
بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
Verse 16 — Surah Al-Muddaththir 74:16
هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
Verse 17 — Surah Al-Muddaththir 74:17
ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
Verse 18 — Surah Al-Muddaththir 74:18
بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
Verse 19 — Surah Al-Muddaththir 74:19
پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
Verse 20 — Surah Al-Muddaththir 74:20
بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
Verse 21 — Surah Al-Muddaththir 74:21
بیا يې وكتل
Verse 22 — Surah Al-Muddaththir 74:22
بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
Verse 23 — Surah Al-Muddaththir 74:23
بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
Verse 24 — Surah Al-Muddaththir 74:24
نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
Verse 25 — Surah Al-Muddaththir 74:25
نه دى دا مګر د انسان قول
Verse 26 — Surah Al-Muddaththir 74:26
ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
Verse 27 — Surah Al-Muddaththir 74:27
او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
Verse 28 — Surah Al-Muddaththir 74:28
دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
Verse 29 — Surah Al-Muddaththir 74:29
انسان لره ډېر سوځوونكى دى
Verse 30 — Surah Al-Muddaththir 74:30
په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي
Verse 31 — Surah Al-Muddaththir 74:31
او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
Verse 32 — Surah Al-Muddaththir 74:32
هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
Verse 33 — Surah Al-Muddaththir 74:33
او په شپې باندې كله چې شا كړي
Verse 34 — Surah Al-Muddaththir 74:34
او په سبا باندې كله چې روښانه شي
Verse 35 — Surah Al-Muddaththir 74:35
بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
Verse 36 — Surah Al-Muddaththir 74:36
چې انسان لره وېروونكى دى
Verse 37 — Surah Al-Muddaththir 74:37
هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
Verse 38 — Surah Al-Muddaththir 74:38
هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
Verse 39 — Surah Al-Muddaththir 74:39
غیر له ښي اړخ والاو نه
Verse 40 — Surah Al-Muddaththir 74:40
(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
Verse 41 — Surah Al-Muddaththir 74:41
د مجرمانو (كافرانو) په باره كې
Verse 42 — Surah Al-Muddaththir 74:42
(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
Verse 43 — Surah Al-Muddaththir 74:43
دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
Verse 44 — Surah Al-Muddaththir 74:44
او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
Verse 45 — Surah Al-Muddaththir 74:45
او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
Verse 46 — Surah Al-Muddaththir 74:46
او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
Verse 47 — Surah Al-Muddaththir 74:47
تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
Verse 48 — Surah Al-Muddaththir 74:48
نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
Verse 49 — Surah Al-Muddaththir 74:49
نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
Verse 50 — Surah Al-Muddaththir 74:50
ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
Verse 51 — Surah Al-Muddaththir 74:51
چې له زمري نه تښتي
Verse 52 — Surah Al-Muddaththir 74:52
بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
Verse 53 — Surah Al-Muddaththir 74:53
هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
Verse 54 — Surah Al-Muddaththir 74:54
هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
Verse 55 — Surah Al-Muddaththir 74:55
نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
Verse 56 — Surah Al-Muddaththir 74:56
او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى