Verse 1 — Surah At-Tariq 86:1
قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي
Verse 2 — Surah At-Tariq 86:2
او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟
Verse 3 — Surah At-Tariq 86:3
ځلېدونكى ستورى دى
Verse 4 — Surah At-Tariq 86:4
نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته
Verse 5 — Surah At-Tariq 86:5
نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟
Verse 6 — Surah At-Tariq 86:6
دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى
Verse 7 — Surah At-Tariq 86:7
چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي
Verse 8 — Surah At-Tariq 86:8
بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى
Verse 9 — Surah At-Tariq 86:9
په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي
Verse 10 — Surah At-Tariq 86:10
نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى
Verse 11 — Surah At-Tariq 86:11
قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى
Verse 12 — Surah At-Tariq 86:12
او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده
Verse 13 — Surah At-Tariq 86:13
بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده
Verse 14 — Surah At-Tariq 86:14
او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده
Verse 15 — Surah At-Tariq 86:15
بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول
Verse 16 — Surah At-Tariq 86:16
او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول
Verse 17 — Surah At-Tariq 86:17
نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه