Verse 1 — Surah At-Tin 95:1
قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې
Verse 2 — Surah At-Tin 95:2
او په طور سینین (غره) باندې
Verse 3 — Surah At-Tin 95:3
او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې
Verse 4 — Surah At-Tin 95:4
چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى
Verse 5 — Surah At-Tin 95:5
بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته
Verse 6 — Surah At-Tin 95:6
مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
Verse 7 — Surah At-Tin 95:7
نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟
Verse 8 — Surah At-Tin 95:8
ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟