Verse 1 — Surah Al-Qadr 97:1
بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى
Verse 2 — Surah Al-Qadr 97:2
او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟
Verse 3 — Surah Al-Qadr 97:3
د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده
Verse 4 — Surah Al-Qadr 97:4
په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار
Verse 5 — Surah Al-Qadr 97:5
(دغه شپه) سلامتیا ده، دغه (شپه) تر سبا ختلو پورې ده