Back to LanguagesPrevious ChapterNext Chapter
Pushto - Chapter 98 - Al-Bayyinah
Translation by Abdulwali Khan — Permalink
Verse 1 — Surah Al-Bayyinah 98:1
هغه كسان چې كافران شوي دي، چې كتابیان او مشركان دي، جدا كېدونكي نه وو تر دې چې دوى ته ښكاره دلیل راشي
Verse 2 — Surah Al-Bayyinah 98:2
چې د الله له جانبه رسول دى، چې (دوى ته) ډېرې پاكې صحیفې لولي
Verse 3 — Surah Al-Bayyinah 98:3
په دغو (صحیفو) كې ډېر سم (او درست) حكمونه (او فریضې) دي
Verse 4 — Surah Al-Bayyinah 98:4
او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى
Verse 5 — Surah Al-Bayyinah 98:5
حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى
Verse 6 — Surah Al-Bayyinah 98:6
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي
Verse 7 — Surah Al-Bayyinah 98:7
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي همدغه كسان د خلقو بهترین دي
Verse 8 — Surah Al-Bayyinah 98:8
د خپل رب په نیز د دوى بدله د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په دغو كې تل ترتله همېشه وي، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، دغه (وعده) د هغه چا لپاره ده چې له خپل رب نه وېرېږي