Back to LanguagesPrevious ChapterNext Chapter
Pushto - Chapter 15 - Al-Hijr
Translation by Zakaria Abulsalam — Permalink
Verse 1 — Surah Al-Hijr 15:1
الف، لام، را، دغه د كتاب او واضح قرآن ایتونه دي
Verse 2 — Surah Al-Hijr 15:2
ډېر ځلې به ارزو كوي هغه كسان چې كافران شوي دي چې كاش دوى مسلمانان وى
Verse 3 — Surah Al-Hijr 15:3
ته دوى پرېږده چې خوراك كوي او فايده اخلي او امېدونه يې غافله كړي، نو ژر ده چې دوى به پوه شي
Verse 4 — Surah Al-Hijr 15:4
او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و
Verse 5 — Surah Al-Hijr 15:5
هېڅ امت له خپل وخت نه نه مخكې كېږي او نه وروسته كېږي
Verse 6 — Surah Al-Hijr 15:6
او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر (قرآن) نازل شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې
Verse 7 — Surah Al-Hijr 15:7
ولې ته مونږ ته ملايك نه راولې! كه چېرې ته له رښتینو څخه يې
Verse 8 — Surah Al-Hijr 15:8
(اى خلقو واورئ!)مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي
Verse 9 — Surah Al-Hijr 15:9
بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو
Verse 10 — Surah Al-Hijr 15:10
او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې د ړومبنیو خلقو په ډلو كې (رسولان) لېږلي وو
Verse 11 — Surah Al-Hijr 15:11
او دوى ته به هېڅ یو رسول نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې
Verse 12 — Surah Al-Hijr 15:12
همدارنګه مونږ دا خبره د مجرمانو په زړونو كې ننباسو
Verse 13 — Surah Al-Hijr 15:13
دوى پر ده ایمان نه راوړي او یقینًا د پخوانیو (كافرو) طریقه تېره شوې ده
Verse 14 — Surah Al-Hijr 15:14
او كه مونږ په دوى باندې له اسمان نه كومه دروازه پرانستلې وى، بیا دوى په هغې كې تل ختلى
Verse 15 — Surah Al-Hijr 15:15
(نو) دوى به خامخا ویل چې همدا خبره ده چې زمونږ سترګې تړل شوې دي، بلكې پر مونږ جادو شوى دى
Verse 16 — Surah Al-Hijr 15:16
او یقینًا یقینًا مونږ په اسمان كې برجونه پیدا كړي دي او مونږ هغه د كتونكو لپاره ښايسته كړى دى
Verse 17 — Surah Al-Hijr 15:17
او مونږ هغه ساتلى دى له هر شیطان ویشتل شوي نه
Verse 18 — Surah Al-Hijr 15:18
مګر هغه (شیطان) چې اورېدل شوې خبره غلا كړي، نو په هغه پسې شي یوه ښكاره شعله
Verse 19 — Surah Al-Hijr 15:19
او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى
Verse 20 — Surah Al-Hijr 15:20
او مونږ تاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ
Verse 21 — Surah Al-Hijr 15:21
او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره
Verse 22 — Surah Al-Hijr 15:22
او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره خزانه كوونكي نه یئ
Verse 23 — Surah Al-Hijr 15:23
او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوند وركوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو
Verse 24 — Surah Al-Hijr 15:24
او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي
Verse 25 — Surah Al-Hijr 15:25
او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى
Verse 26 — Surah Al-Hijr 15:26
او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه
Verse 27 — Surah Al-Hijr 15:27
او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى
Verse 28 — Surah Al-Hijr 15:28
او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده
Verse 29 — Surah Al-Hijr 15:29
نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي
Verse 30 — Surah Al-Hijr 15:30
نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه
Verse 31 — Surah Al-Hijr 15:31
له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي
Verse 32 — Surah Al-Hijr 15:32
ويې ويل: اى ابلیسه! تا ته څه عذر دى چې ته له سجده كوونكو سره نه ملګرى كېږې؟
Verse 33 — Surah Al-Hijr 15:33
هغه وویل: زه داسې نه یم چې بشر ته سجده وكړم چې تا هغه پیدا كړى دى له كړنګېدونكو وچو كودرو نه، چې له تورې سخا شوې خټې ځنې و
Verse 34 — Surah Al-Hijr 15:34
وفرمایل: (الله) نو ته ووځه له دې ځاى نه، پس یقینًا ته رټل شوى يې
Verse 35 — Surah Al-Hijr 15:35
او بېشكه په تا باندې د قیامت د ورځې پورې لعنت دى
Verse 36 — Surah Al-Hijr 15:36
هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته د هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې خلق به بیا ژوندي كولى شي
Verse 37 — Surah Al-Hijr 15:37
ويې ويل: پس یقینًا ته له مهلت وركړى شويو څخه يې
Verse 38 — Surah Al-Hijr 15:38
د معلوم وخت تر ورځې پورې
Verse 39 — Surah Al-Hijr 15:39
ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم (ګناهونه او نافرمانۍ به ورته ښكلي كوم) او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم
Verse 40 — Surah Al-Hijr 15:40
مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان
Verse 41 — Surah Al-Hijr 15:41
ويې فرمایل: دا لار ده چې تر ما پورې نېغه (رارسېدلې) ده
Verse 42 — Surah Al-Hijr 15:42
بېشكه زما بنده ګان چې دي نشته تا لپاره په دوى باندې هېڅ غلبه مګر هغه چې ستا پیروي كوي له ګمراهانو څخه
Verse 43 — Surah Al-Hijr 15:43
او بېشكه جهنم، خامخا د دوى د ټولو د وعدې ځاى دى
Verse 44 — Surah Al-Hijr 15:44
د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه
Verse 45 — Surah Al-Hijr 15:45
بېشكه متقیان به په باغونو او چینو كې وي
Verse 46 — Surah Al-Hijr 15:46
(چې ورته ويل به شي:) تاسو دغو ته په سلامتۍ سره ننوځئ، په داسې حال كې چې په امن كې به یئ
Verse 47 — Surah Al-Hijr 15:47
او مونږ به وباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، په داسې حال كې چې وروڼه به وي، په تختونو به یو بل ته مخامخ ناست وي
Verse 48 — Surah Al-Hijr 15:48
دوى ته به په دغو (جنتونو) كې هېڅ تكلیف (ستړې والى) نه رسېږي او نه به دوى له دغو نه كله هم وېستلى شي
Verse 49 — Surah Al-Hijr 15:49
ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم
Verse 50 — Surah Al-Hijr 15:50
او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى
Verse 51 — Surah Al-Hijr 15:51
او ته دوى ته د ابراهیم د مېلمنو په باره كې خبر وركړه
Verse 52 — Surah Al-Hijr 15:52
كله چې هغوى پر هغه ورننوتل، نو هغوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو
Verse 53 — Surah Al-Hijr 15:53
هغوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ تا ته د ډېر پوه هلك زېرى دركوو
Verse 54 — Surah Al-Hijr 15:54
هغه وویل: ایا تاسو ما ته زېرى راكړ، سره له دې چې ما ته زوړوالى (بوډاوالى) را رسېدلى دى، نو تاسو په كومه وجه زېرى راكوئ؟
Verse 55 — Surah Al-Hijr 15:55
هغوى وویل: مونږ تا ته په حقه سره زېرى دركړى دى، نو ته له ناامېدانو نه مه كېږه
Verse 56 — Surah Al-Hijr 15:56
هغه وویل: له ګمراهانو نه غیر (بل) څوك دى چې د خپل رب له رحمت نه به ناامېده كېږي
Verse 57 — Surah Al-Hijr 15:57
هغه وویل: نو ستاسو (نور) څه مقصد دى، اى رالېږل شویو؟
Verse 58 — Surah Al-Hijr 15:58
هغوى وویل: یقینًا مونږ د مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو
Verse 59 — Surah Al-Hijr 15:59
غیر له آلِ لوط نه، بېشكه مونږ خامخا هغوى ټولو ته نجات وركوونكي یو
Verse 60 — Surah Al-Hijr 15:60
(خو) د هغه له ښځې نه غير، مونږ دا فیصله كړې ده چې یقینًا هغه به لازمًا له وروسته پاتې كېدونكو څخه وي
Verse 61 — Surah Al-Hijr 15:61
نو كله چې د لوط آل ته رالېږل شوي (ملايك) راغلل
Verse 62 — Surah Al-Hijr 15:62
هغه وویل: بېشكه تاسو یو ناپېژندګلو خلق یئ
Verse 63 — Surah Al-Hijr 15:63
هغوى وویل: بلكې مونږ تا ته هغه (عذاب) راوړى دى چې دوى به په هغه كې شك كاوه
Verse 64 — Surah Al-Hijr 15:64
او مونږ تا ته حق راوړى دى او بېشكه مونږ یقینًا رښتيني یو
Verse 65 — Surah Al-Hijr 15:65
نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او ته د دوى شا ته ورپسې ځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته نه ګوري او ځئ هغه ځاى ته چې تاسو ته يې حكم كېږي
Verse 66 — Surah Al-Hijr 15:66
او مونږ هغه ته د دې كار فیصله وحي كړه چې یقینًا د دې خلقو بېخ پرې كېدونكى دى، په دې حال كې چې دوى به په سبا كې داخلېدونكي وي
Verse 67 — Surah Al-Hijr 15:67
او د ښار اوسېدونكي راغلل چې ډېره خوشحالي يې كوله
Verse 68 — Surah Al-Hijr 15:68
وویل (لوط): بېشكه دا زما مېلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ
Verse 69 — Surah Al-Hijr 15:69
او له الله نه ووېرېږئ او ما مه سپكوئ
Verse 70 — Surah Al-Hijr 15:70
هغوى وویل: ایا ته مونږ خلقو (ته له پناه وركولو) نه نه وې منع كړى؟
Verse 71 — Surah Al-Hijr 15:71
هغه وویل: دا زما لوڼه دي كه تاسو (له دوى سره نكاح) كوونكي یئ
Verse 72 — Surah Al-Hijr 15:72
ستا په عمر مې دې قسم وي! بېشكه دوى خامخا به خپلې مستۍ (نشه) كې سرګردان دي
Verse 73 — Surah Al-Hijr 15:73
نو دوى يو هیبتناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې د لمرختو په وخت كې داخلېدونكي وو
Verse 74 — Surah Al-Hijr 15:74
نو مونږ د هغه(ښار) پورته طرف ښكته طرف وګرځاوه او په دوى باندې مونږ د كوتكاڼو كاڼي وورول
Verse 75 — Surah Al-Hijr 15:75
بېشكه په دې كې خامخا د پوهو، عبرت اخيستونكو لپاره نښې دي
Verse 76 — Surah Al-Hijr 15:76
او بېشكه دغه (ښاریه) خامخا په سمه (چلنده) لار كې پرته ده
Verse 77 — Surah Al-Hijr 15:77
بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا غټه نښه ده
Verse 78 — Surah Al-Hijr 15:78
او بېشكه شان دا دى چې د ځنګل والا یقینًا ظالمان وو
Verse 79 — Surah Al-Hijr 15:79
نو مونږ له هغوى نه انتقام واخيست او بېشكه دغه دواړه (ښارونه) پر لویه ښكاره لار پراته دي
Verse 80 — Surah Al-Hijr 15:80
او یقینًا یقینًا حِجر والاوو د رسولانو تكذیب كړى و
Verse 81 — Surah Al-Hijr 15:81
او مونږ هغوى ته خپلې نښې ور (ښكاره) كړې وې، نو دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي وو
Verse 82 — Surah Al-Hijr 15:82
او دوى به له غرونو څخه كوټې توږلې، په دې حال كې چې په امن به وو
Verse 83 — Surah Al-Hijr 15:83
نو دوى یو هیبتناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې په سبا كې داخلېدونكي وو
Verse 84 — Surah Al-Hijr 15:84
نو د دوى په كار رانغلل هغه (شیان) چې دوى به حاصلول
Verse 85 — Surah Al-Hijr 15:85
او مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دې دواړو په مينځ كې دي ؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، نو ته (له دوى څخه) څنګ وكړه په ښكلو څنګ كولو سره
Verse 86 — Surah Al-Hijr 15:86
بېشكه ستا رب، هم دى ښه پیداكوونكى، بې حده علم والا دى
Verse 87 — Surah Al-Hijr 15:87
او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم)
Verse 88 — Surah Al-Hijr 15:88
او ته خپلې سترګې هغو شیانو ته مه ور اوږدې كوه (مه پورته كوه) چې مونږ په هغو سره فايده وركړې ده دغو خلقو ته، چې قسم قسم شیان دي او په دوى باندې مه غمګین كېږه او خپل وزر د مومنانو لپاره ښكته كړه
Verse 89 — Surah Al-Hijr 15:89
او ته ووایه: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ښكاره وېروونكى یم
Verse 90 — Surah Al-Hijr 15:90
(له داسې عذابه) لكه څنګه چې مونږ نازل كړى و په تقسیموونكو باندې
Verse 91 — Surah Al-Hijr 15:91
هغه كسان چې قرآن يې ټوټې ټوټې كړى و
Verse 92 — Surah Al-Hijr 15:92
نو قسم دى په رب ستا چې خامخا هرومرو به مونږ له دوى ټولو څخه تپوس كوو
Verse 93 — Surah Al-Hijr 15:93
د هغو كارونو په باره كې چې دوى به كول
Verse 94 — Surah Al-Hijr 15:94
نو ته ښه ښكاره بیان كړه هغه څه چې تا ته يې حكم كولى شي او له مشركانو نه مخ واړوه
Verse 95 — Surah Al-Hijr 15:95
بېشكه مونږ ستا لپاره (ستا) استهزا كوونكو ته كافي شوي یو
Verse 96 — Surah Al-Hijr 15:96
هغه كسان چې له الله سره نور معبودان مقرروي (شریكوي) نو ژر به دوى پوه شي
Verse 97 — Surah Al-Hijr 15:97
او یقینًا یقینًا مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي
Verse 98 — Surah Al-Hijr 15:98
نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه
Verse 99 — Surah Al-Hijr 15:99
او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي