(او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي او همدغه كسان د اور خشاك دي
(حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوي ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى
بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى، او هغو كسانو، چې كتاب ورته وركړى شوى دى، اختلاف نه دى كړى مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د ضد او سركشۍ په سبب او هغه كس چې د الله په ایتونو باندې كافر شي، نو یقینًا الله بېخي ژر حساب كوونكى دى
بیا كه چېرې دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته ووایه: ما خپل مخ خاص الله ته تابع كړى دى او هغه چا هم (تابع كړى دى) چې زما پېروي كوي او ته هغو كسانو ته ووایه چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى او اَمیانو (نالوستو) ته: ایا تاسو اسلام راوړئ؟ پس كه دوى اسلام راوړ، نو یقینًا دوى سمه لار وموندله او كه وګرځېدل، پس بېشكه په تا باندې يواځې تبلیغ كول (د حق رسَول) دي او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
دا په دې سبب چې بېشكه دوى ویلي دي: مونږ ته به اور هېڅ كله هم را ونه رسېږي مګر څو په شمار ورځې او دوى په خپل دین كې هغو خبرو غولولي (دوكه كړي) دي چې دوى به له ځانه جوړولې
نو څه حال به وي كله چې مونږ دوى د هغې ورځې (د فیصلې) لپاره راجمع كړو چې په هغې كې هېڅ شك نشته او هر نفس ته به (جزا د) هغه څه پوره پوره وركړى شي چې ده كړي دي او پر دوى به ظلم ونه كړى شي
او مومنان دې له (خپلو) مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان نه جوړوي، او څوك چې دا كار وكړي، نو نه دى (دغه كس) د الله (له ډلې) نه په هېڅ شي كې، مګر دا چې تاسو له دغو (كافرو) نه ځان ساتل غواړئ، ځان ساتنه، او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او خاص الله ته ورتلل دي
ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي، دى پوهېږي پر هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او پر هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
په هغه ورځ كې چې هر نفس به هره هغه نېكي چې ده كړې وي، (خپلې مخې ته) حاضره ومومي او هره هغه بدي چې ده كړې ده (هغه هم)، دا (نفس) به ارزو كوي چې كاشكې د ده په مینځ كې او د هغې (بدۍ) په مینځ كې ډېر لرې مسافت وى او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى
(اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
كله چې د عمران ښځې وویل: اى زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې
نو كله چې دې هغه وزېږوله، دې وويل! اى زما ربه! بېشكه زه چې یم، ما هغه وزېږوله، چې ښځه (جينۍ) ده او الله ښه پوه دى پر هغه څه چې دې وزېږوه او نر (هلك) د ښځې (جینۍ) په شان نه دى او بېشكه ما دې ته مریم نوم كېښود، او بېشكه زه دا او د دې اولاد له شیطان رټل شوي نه ستا په حفاظت كې دركوم
نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغې كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېر منع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه
ويې ويل:اى زما ربه! ما لره به هلك څنګه كېږي، حال دا چې په ما باندې بوډا والى (زوړ والى) راغلى دى او زما ښځه شنډه ده؟! هغه وویل: همداسې الله كوي څه چې وغواړي
دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله
كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي
او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم پر هغه څه چې تاسو يې خورئ او پر هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ
په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل:د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ پر الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه پر دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو
نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو پر دروغژنو به د الله لعنت ووایو
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه وو نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ
بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى
او ځینې له اهلِ كتابو څخه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته ډېر مال امانت وركړې، نو تا ته به هغه (مال) بېرته ادا كوي او ځینې له دوى نه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته یو دینار (هم) امانت وركړې (نو) تا ته به هغه (دینار) بېرته نه ادا كوي مګر دا چې ته په (سر د) هغه مدام ولاړ اوسې، دا په دې چې یقینًا دوى ویلي دي چې پر مونږ باندې د اَمیانو (د حق) په باره كې هېڅ ګناه نشته او په الله باندې دروغ ورتپي، حال دا چې دوى پوهېږي
بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي
هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ
او نه (ورته) دا (حق حاصل دى) چې تاسو ته حكم دركړي چې تاسو ملايكو او نبیانو لره پروردګاران (خدایان) ونیسئ، ایا هغه به تاسو ته د كفر كولو حكم كوي وروسته له دې چې تاسو مسلمانان یئ؟
ایا نو دوى د الله له دین نه غیر (بل دین) غواړي، حال دا چې خاص هغه (الله) ته غاړه ایښې ده، هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په خوښه، یا په ناخوښه، او خاص هغه ته به دوى ورګرځولى شي
ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى پر الله او پر هغه (كتاب) چې پر مونږه نازل كړى شوى دى او پر هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او )نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو
الله به داسې قوم څنګه په سمه لار روان كړي چې له خپل ایمان راوړو نه بعد (بیا) كافر شول، حال دا چې دوى ګواهي وركړې وه چې بېشكه دا رسول حق دى او دوى ته ښكاره معجزې (هم) راغلې وې او الله (داسې) ظالمو خلقو ته سمه لار نه ښَیي
بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي
تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى
(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله له لارې نه هغه څوك ولې منع كوئ چې ایمان راوړي؟ تاسو په هغې (لاره)كې كوږوالى لټوئ، حال دا چې تاسو ګواهان یئ او تاسو چې څه عمل كوئ، الله له هغه (عمل) نه كله هم غافل نه دى
او تاسو د الله پر رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې پر غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ
په هغې ورځ كې چې څه مخونه به تك سپین وي او څه مخونه به تك تور وي، نو هر چې هغه كسان دي چې د چا مخونه به تك تور وي، (هغوى ته به ویلى شي) ایا تاسو له خپل ایمان نه پس كافر شوي وَئ، نو عذاب وڅكئ د هغه كفر په بدل كې چې تاسو به كاوه
تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي
دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي
په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندل شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله پر رسۍ او د خلقو پر رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرفه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي، او دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې همېشه وي
ګورئ! تاسو هغه خلق یئ چې له هغو (اهل كتابو) سره مینه كوئ او هغوى له تاسو سره مینه نه كوي او تاسو پر ټولو كتابونو ایمان راوړئ او كله چې دوى له تاسو سره ملاقات وكړي، (نو) وايي: مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې يواځې شي، نو تاسو ته د غصې له وجې نه د ګوتو سرونه چیچي، (ورته) ووایه: په خپلې غصې سره مړه شئ، بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي
او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى
او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، هغه بخښنه كوي چا لپاره چې وغواړي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي غیر له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو اصرار (كلكوالى) و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي
ایا تاسو دا ګمان كوئ چې تاسو به جنت ته داخل شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله په تاسو كې هغه كسان نه دي معلوم (څرګند) كړي چې جهاد يې كړى دى، او د دې لپاره چې هغه صبر كوونكي معلوم كړي
او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (،نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي
او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو
او ډېر پېغمبران (تېر شوي) دي چې د هغوى په ملګرتیا كې ډېرو رباني (خدايي) خلقو جنګ كړى دى، نو نه هغوى د هغه مصیبت په سبب سستي وكړه چې پر هغوى باندې د الله په لار كې راغلى و او نه يې كمزورتیا ښكاره كړه او نه ټیټ شول، او الله له صبر كوونكو سره مینه كوي
او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه
ژر ده چې مونږ به د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوو چې كافران شوي دي، په سبب د دې چې دوى له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې هغه (الله) پر دې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، او د دوى استوګنځی اور دى او هغه د ظالمانو بد اوسېدنځی دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (،نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى
كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
او له نبي نه دا نشي كېدلى چې هغه دې خیانت وكړي او چا چې خیانت وكړ، نو د قیامت په ورځ به له خیانت سره راځي، بیا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړى شي او پر هغوى به ظلم ونه كړى شي
خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو
په دې حال كې چې ډېر خوشحاله دي په هغه شي باندې چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى او د هغو كسانو په باره كې ډېر خوشحالېږي چې له دوى نه وروسته دوى پسې لا نه دي وررسېدلي، دا چې په دوى باندې هېڅ وېره نشته او نه دوى غمژن كېږي
نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى
او تا لره دې هغه كسان غمژن نه كړي چې په كفر كې یو تر بله تلوار كوي، بېشكه دوى كله هم الله ته څه ضرر نشي رسولى، الله اراده لري چې د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه جوړه نه كړي او د دوى لپاره بېخې لوى عذاب دى
الله له سره داسې نه دى چې مومنان په هغه حال باندې پرېږدي په كوم باندې چې تاسو (اوس) یئ، تر دې چې ناپاك له پاكه بېل كړي، او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي او لېكن الله د خپلو رسولانو (له ډلې) نه غوره كوي چا لره چې وغواړي، نو پر الله او د هغه په رسولانو باندې ایمان راوړئ او كه چېرې تاسو ایمان راوړ او پرهېزګاره شوئ، نو تاسو لپاره بېخي لوى اجر دى
نو كه دوى تا دروغژن وګڼي، نو یقینًا له تا نه مخكې (هم) رسولان دروغژن ګڼل شوي دي، هغوى ښكاره دلیلونه راوړي وو او واړه كتابونه او رڼا كوونكى كتاب (يې راوړى و)
خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شئ او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واورئ، او كه چېرې تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي
او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا(كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي
هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه
نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضايع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده
خو هغه كسان چې له خپل رب نه ووېرېدل د هغوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي، چې د الله له طرف نه مېلمستیا ده، او هغه څه چې له الله سره دي (هغه) د نېكانو خلقو لپاره ډېر غوره دي
او بېشكه ځینې له اهلِ كتابو څخه خامخا هغه څوك دي چې پر الله ایمان راوړي او پر هغه (كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې دوى ته نازل كړى شوي دي، چې الله ته عاجزي كوونكي دي، د الله د ایتونو په بدل كې لږ قیمت نه اخلي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ