Verse 1 — Surah Qaf 50:1
قٓ، قسم دى په قرآن مجید باندې (چې ته یقینًا پېغمبر يې خو دوى ايمان نه راوړي)
Verse 2 — Surah Qaf 50:2
بلكې دوى له دې نه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى نه یو وېروونكى راغى، نو كافرانو وویل: دا خو یو عجیب شى دى
Verse 3 — Surah Qaf 50:3
ایا كله چې مونږ مړه شو او مونږ خاورې شو (بیا به هم ژوندي كېږو؟) دغه بېرته راتلل (له عقل نه) ډېر لرې دي
Verse 4 — Surah Qaf 50:4
یقینًا مونږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى
Verse 5 — Surah Qaf 50:5
بلكې دوى د حق تكذیب كړى دى كله چې دوى ته راغى، نو دوى په ګډو وډو خبرو (اضطراب اچوونكي كار) كې دي
Verse 6 — Surah Qaf 50:6
ایا نو دوى د خپل ځان له پاسه اسمان ته نه دي كتلي چې څنګه مونږ هغه جوړ كړى دى او (څنګه) مونږ هغه ښايسته كړى دى، او په ده كې هېڅ چاودونه نشته
Verse 7 — Surah Qaf 50:7
او ځمكې لره، مونږ هغه غوړولې ده او په دې كې مو پاخه غرونه غورځولي دي او مونږ په دې كې له هر قسمه ښكلې زرغونې نه زرغون كړي دي
Verse 8 — Surah Qaf 50:8
د هر رجوع كوونكي بنده د لارښوونې او نصیحت لپاره
Verse 9 — Surah Qaf 50:9
او مونږ له بره نه ډېرې بركتي اوبه نازلې كړې دي، نو په دغو (اوبو) سره مونږ باغونه او د فصل دانې رازرغونې كړې
Verse 10 — Surah Qaf 50:10
او د كجورو ونې، چې اوږدې لوړې دي، په دې حال ګې چې هغو لره لاندې باندې وږي دي
Verse 11 — Surah Qaf 50:11
د بنده ګانو د روزۍ لپاره او مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار ژوندى كړى دى، همداسې (له قبرونو نه د مړیو) راوتل دي
Verse 12 — Surah Qaf 50:12
له دوى نه مخكې د نوح قوم او د كوهي والاو او ثمودیانو تكذیب كړى دى
Verse 13 — Surah Qaf 50:13
او عادیانو او فرعون او د لوط وروڼو
Verse 14 — Surah Qaf 50:14
او د ځنګله والاو او د تبع قوم (د دوى) هر یو د رسولانو تكذیب كړى و، نو زما عذاب (پرې) ثابت شو
Verse 15 — Surah Qaf 50:15
ایا نو مونږ په اول پیدا كولو باندې ستړي شوي یو، بلكې دوى له نوي پیدا كولو نه په شك كې دي
Verse 16 — Surah Qaf 50:16
او یقینًا یقینًا مونږه دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه (او خطره) كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو
Verse 17 — Surah Qaf 50:17
(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي
Verse 18 — Surah Qaf 50:18
(دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى
Verse 19 — Surah Qaf 50:19
او د مرګ بې خودۍ (سختۍ) حق راوړ، دغه (مرګ) هغه دى چې تا به له ده نه څنګ كاوه
Verse 20 — Surah Qaf 50:20
او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي دغه د وعید (وېرولو) ورځ ده
Verse 21 — Surah Qaf 50:21
او هر نفس به راځي، په داسې حال كې چې له ده سره به یو شړونكى او یوګواه وي
Verse 22 — Surah Qaf 50:22
یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى
Verse 23 — Surah Qaf 50:23
او د ده ملګرى (مَلَك) به ووايي: دا دى هغه شى چې زما سره حاضر دى
Verse 24 — Surah Qaf 50:24
(دواړو ملايكو ته به وویل شي:) هر ډېر عناد كوونكى كافر په دوزخ كې وغورځوئ
Verse 25 — Surah Qaf 50:25
چې د خیر منع كوونكى، زیاتي كوونكى، (او) شك كوونكى دى
Verse 26 — Surah Qaf 50:26
هغه چې له الله سره يې بل معبود مقرر كړى دى، نو تاسو دا په ډېر سخت عذاب كې وغورځوئ
Verse 27 — Surah Qaf 50:27
د ده ملګرى (شیطان) به ووايي: اى زمونږه ربه! دا ما نه دى ګمراه كړى او لېكن دا پخپله په ډېرې لرې ګمراهۍ كې و
Verse 28 — Surah Qaf 50:28
(الله به) ووايي: تاسو زما په وړاندې جګړه سره مه كوئ او یقینًا ما تاسو ته وعید (وېرول) مخكې درلېږلى و
Verse 29 — Surah Qaf 50:29
زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم
Verse 30 — Surah Qaf 50:30
(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به جهنم ته ووایو: ایا ته ډك شوې؟ او هغه به وايي: ایا نور هم زیاتي شته؟
Verse 31 — Surah Qaf 50:31
او پرهېزګارو ته به جنت ښه رانژدې كړى شي، چې لرې به نه وي
Verse 32 — Surah Qaf 50:32
دا هغه دي چې له تاسو سره به يې وعده كولى شوه، د هر ډېر رجوع كوونكي، د (حدودو) ساتونكي لپاره
Verse 33 — Surah Qaf 50:33
د هغه چا لپاره چې له رحمان نه په نالیدلو وېرېږي او په رجوع كوونكي زړه سره راشي
Verse 34 — Surah Qaf 50:34
(دوى ته به وویل شي:) تاسو دغه (جنت) ته په سلامتۍ سره ننوځئ، دا د همېشه والي ورځ ده
Verse 35 — Surah Qaf 50:35
د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته
Verse 36 — Surah Qaf 50:36
او له دوى نه مخكې مونږ څومره پېړۍ هلاكې كړې دي، چې هغوى له دوى نه په قوت (او نیوكه) كې ډېر سخت (او قوي) وو، نو هغوى په ښارونو كې وګرځېدل چې ایا د تېښتې (او پناه) ځاى شته؟
Verse 37 — Surah Qaf 50:37
بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا پند دى، هغه چا ته چې هغه لره زړه وي، یا (نصیحت ته) غوږ كېږدي، په داسې حال كې چې حاضر (او متوجه) وي
Verse 38 — Surah Qaf 50:38
او یقینًا یقینًا مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې
Verse 39 — Surah Qaf 50:39
نو ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې
Verse 40 — Surah Qaf 50:40
او د شپې په څه حصه كې، پس د هغه تسبیح وایه او (د لمانځه) له سجدو نه وروسته هم تسبیح وایه
Verse 41 — Surah Qaf 50:41
او ته په هغې ورځ غوږ كېږده چې اواز كوونكى به له نژدې ځاى نه اواز وكړي
Verse 42 — Surah Qaf 50:42
په هغې ورځ چې دوى به په حقه سره سخته چغه اوري، دغه د (له قبرونو نه د) راوتلو ورځ ده
Verse 43 — Surah Qaf 50:43
بېشكه هم دا مونږ ژوندي كول كوو او مړه كول كوو او خاص مونږ ته بېرته راګرځېدل دي
Verse 44 — Surah Qaf 50:44
په هغه ورځ چې له دوى څخه به ځمكه وچوي، په داسې حال كې چې دوى به تلوار كوونكي وي، دغه راژوندي كول مونږ ته ډېر اسان دي
Verse 45 — Surah Qaf 50:45
مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي