Back to LanguagesPrevious ChapterNext Chapter
Pushto - Chapter 54 - Al-Qamar
Translation by Zakaria Abulsalam — Permalink
Verse 1 — Surah Al-Qamar 54:1
قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله
Verse 2 — Surah Al-Qamar 54:2
او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى
Verse 3 — Surah Al-Qamar 54:3
او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى
Verse 4 — Surah Al-Qamar 54:4
او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و
Verse 5 — Surah Al-Qamar 54:5
(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي
Verse 6 — Surah Al-Qamar 54:6
نو ته له دوى نه مخ وګرځوه (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي
Verse 7 — Surah Al-Qamar 54:7
په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي
Verse 8 — Surah Al-Qamar 54:8
د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده
Verse 9 — Surah Al-Qamar 54:9
له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل:(دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو)
Verse 10 — Surah Al-Qamar 54:10
نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله
Verse 11 — Surah Al-Qamar 54:11
نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې
Verse 12 — Surah Al-Qamar 54:12
او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و
Verse 13 — Surah Al-Qamar 54:13
او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه
Verse 14 — Surah Al-Qamar 54:14
چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه
Verse 15 — Surah Al-Qamar 54:15
او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
Verse 16 — Surah Al-Qamar 54:16
نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
Verse 17 — Surah Al-Qamar 54:17
او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
Verse 18 — Surah Al-Qamar 54:18
عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو
Verse 19 — Surah Al-Qamar 54:19
بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې
Verse 20 — Surah Al-Qamar 54:20
دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي
Verse 21 — Surah Al-Qamar 54:21
نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
Verse 22 — Surah Al-Qamar 54:22
او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته ؟
Verse 23 — Surah Al-Qamar 54:23
ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ
Verse 24 — Surah Al-Qamar 54:24
پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو
Verse 25 — Surah Al-Qamar 54:25
ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى
Verse 26 — Surah Al-Qamar 54:26
ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى
Verse 27 — Surah Al-Qamar 54:27
بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه
Verse 28 — Surah Al-Qamar 54:28
او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي
Verse 29 — Surah Al-Qamar 54:29
او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه)
Verse 30 — Surah Al-Qamar 54:30
نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
Verse 31 — Surah Al-Qamar 54:31
بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول
Verse 32 — Surah Al-Qamar 54:32
او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
Verse 33 — Surah Al-Qamar 54:33
د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ
Verse 34 — Surah Al-Qamar 54:34
بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ
Verse 35 — Surah Al-Qamar 54:35
زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي
Verse 36 — Surah Al-Qamar 54:36
او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو، پس دوى(د هغه) په وېرولو كې شك وكړ
Verse 37 — Surah Al-Qamar 54:37
او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
Verse 38 — Surah Al-Qamar 54:38
او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى
Verse 39 — Surah Al-Qamar 54:39
نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
Verse 40 — Surah Al-Qamar 54:40
او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
Verse 41 — Surah Al-Qamar 54:41
او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو
Verse 42 — Surah Al-Qamar 54:42
(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره
Verse 43 — Surah Al-Qamar 54:43
(اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟
Verse 44 — Surah Al-Qamar 54:44
یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو
Verse 45 — Surah Al-Qamar 54:45
دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي
Verse 46 — Surah Al-Qamar 54:46
بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى
Verse 47 — Surah Al-Qamar 54:47
بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي
Verse 48 — Surah Al-Qamar 54:48
په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ
Verse 49 — Surah Al-Qamar 54:49
بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى
Verse 50 — Surah Al-Qamar 54:50
او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول
Verse 51 — Surah Al-Qamar 54:51
او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
Verse 52 — Surah Al-Qamar 54:52
او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى
Verse 53 — Surah Al-Qamar 54:53
او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى
Verse 54 — Surah Al-Qamar 54:54
بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي
Verse 55 — Surah Al-Qamar 54:55
د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره