كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي، په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرمانۍ نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي
او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه
او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه