Verse 1 — Surah Nuh 71:1
بېشكه مونږ نوح خپل قوم ته په دې سره لېږلى و چې ته خپل قوم ووېروه، مخكې له دې چې په دوى ډېر دردوونكى عذاب راشي
Verse 2 — Surah Nuh 71:2
(نو) ده وویل: اى زما قومه! بېشكه زه ستاسو لپاره ښكاره وېروونكى یم
Verse 3 — Surah Nuh 71:3
چې تاسو د الله عبادت كوئ او له ده نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
Verse 4 — Surah Nuh 71:4
دى به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او ترټاكلې نېټې پورې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) كړي، بېشكه د الله نېټه چې كله راشي(نو) وروسته كېدى نشي، كه چېرې تاسو پوهېږئ
Verse 5 — Surah Nuh 71:5
ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما شپه او ورځ خپل قوم (توحید ته) راوباله
Verse 6 — Surah Nuh 71:6
نو دوى ته زما بلنې زیاته نه كړه مګر تېښته
Verse 7 — Surah Nuh 71:7
او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي
Verse 8 — Surah Nuh 71:8
بیا یقینًا ما دوى ښه په جار (په اوچت اواز سره) راوبلل
Verse 9 — Surah Nuh 71:9
بیا یقینًا ما دوى ته څرګند (او ښكاره) دعوت وركړ او ما دوى ته په پټه هم دعوت وركړ، ښه په پټه
Verse 10 — Surah Nuh 71:10
نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى
Verse 11 — Surah Nuh 71:11
دى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي
Verse 12 — Surah Nuh 71:12
او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي
Verse 13 — Surah Nuh 71:13
په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟
Verse 14 — Surah Nuh 71:14
حال دا چې ده تاسو قسما قسم پیدا كړي یئ
Verse 15 — Surah Nuh 71:15
ایا تاسو نه دي كتلي چې الله اوه اسمانونه لاندې باندې پیدا كړي
Verse 16 — Surah Nuh 71:16
او په دغو كې يې سپوږمۍ روښانه جوړه كړه او لمر يې بَله (ځلېدونكې) ډيوه جوړه كړه
Verse 17 — Surah Nuh 71:17
او الله تاسو په خاصو زرغونولو سره له ځمكې نه رازرغون كړئ
Verse 18 — Surah Nuh 71:18
بیا به دى تاسو په دې كې ننباسي او راوبه موباسي په خاصو را اېستلو سره
Verse 19 — Surah Nuh 71:19
او الله تاسو لپاره ځمكه فرش جوړه كړې ده
Verse 20 — Surah Nuh 71:20
د دې لپاره چې تاسو د دې په ارتو لویو لارو باندې لاړ شئ
Verse 21 — Surah Nuh 71:21
نوح وویل: اى زما ربه! بېشكه دوى زما نافرماني وكړه، او دوى د هغه چا پیروي وكړه چې دغه (كس) ته د ده مال او د ده اولاد زیاته نه كړه مګر زیانكاري (او تاوان)
Verse 22 — Surah Nuh 71:22
او دغو خلقو ډېر لوى مكر وچلاوه
Verse 23 — Surah Nuh 71:23
او ويې ویل (خپلو خلقو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر
Verse 24 — Surah Nuh 71:24
او یقینًا دغو (خلقو) ډېر كسان ګمراه كړي دي او ته ظالمانو ته مه زیاتوه مګر ګمراهي
Verse 25 — Surah Nuh 71:25
دوى د خپلو ګناهونو په سبب غرق (ډوب) كړِى شول، نو اور ته داخل كړى شول، نو دوى د خپلو ځانونو لپاره له الله نه غیر هېڅ مدد كوونكي ونه موندل
Verse 26 — Surah Nuh 71:26
او نوح وویل: اى زما ربه! ته د ځمكې له پاسه (د ځمكې په سر) په كافرانو كې هېڅ یو ګرځېدونكى مه پرېږده
Verse 27 — Surah Nuh 71:27
یقینًا ته كه دوى پرېږدې، نو دوى به ستا بنده ګان ګمراه كړي او دوى نه زېږوي مګر فاجر (بدكاره)، ډېر ناشكره
Verse 28 — Surah Nuh 71:28
اى زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور و پلار او هغه څوك (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه) او ظالمانو ته مه زیاتوه مګر هلاكت