Back to Languages

Pushto - Chapter 76 - Al-Insan

Translation by Zakaria Abulsalam — Permalink

Verse 1 — Surah Al-Insan 76:1

یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و

Verse 2 — Surah Al-Insan 76:2

بېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه

Verse 3 — Surah Al-Insan 76:3

بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي

Verse 4 — Surah Al-Insan 76:4

بېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى

Verse 5 — Surah Al-Insan 76:5

بېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي

Verse 6 — Surah Al-Insan 76:6

چې چینه ده، د الله بنده ګان به له هغې نه څښي، دوى به هغه بهوي (چېرته چې وغواړي) ښه بهول

Verse 7 — Surah Al-Insan 76:7

دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر ښه ښكاره دى

Verse 8 — Surah Al-Insan 76:8

او دوى د هغه (الله) په مینه كې مسكین او یتیم او بندي ته طعام وركوي

Verse 9 — Surah Al-Insan 76:9

(دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو

Verse 10 — Surah Al-Insan 76:10

بېشكه مونږ له خپل رب نه د تریو مخې ډېرې سختې ورځې (له عذاب) نه وېرېږو

Verse 11 — Surah Al-Insan 76:11

نو الله به دوى د دغې ورځې له شر نه بچ وساتي او دوى ته به تازګي او خوشالي ورسوي

Verse 12 — Surah Al-Insan 76:12

او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي

Verse 13 — Surah Al-Insan 76:13

په داسې حال كې چې په تختونو باندې به تكیه وهونكي وي، دوى به په هغه (جنت) كې نه لمر ویني او نه ساړه (یخني)

Verse 14 — Surah Al-Insan 76:14

په داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل

Verse 15 — Surah Al-Insan 76:15

او په دوى باندې به لوښي د سپينو زرو او ګلاسونه ګرځولى شي چې د شیشو به وي

Verse 16 — Surah Al-Insan 76:16

د سپینو زرو شیشې چې دوى به دغه (لوښي) اندازه كړي وي، اندازه كول

Verse 17 — Surah Al-Insan 76:17

او په دغه (جنت) كې به په دوى د شرابو داسې جامونه ورڅښول كېږي چې ګډونى به يې زنجبیل وي

Verse 18 — Surah Al-Insan 76:18

چې چینه ده په دغه (جنت) كې چې نوم يې سلسبیل ایښودل شوى دى

Verse 19 — Surah Al-Insan 76:19

او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي، كله چې ته دوى ووینې (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې

Verse 20 — Surah Al-Insan 76:20

او كله چې ته وګورې (نو) په دغه ځاى كې به نعمتونه او ډېره لویه بادشاهي ووینې

Verse 21 — Surah Al-Insan 76:21

د دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي

Verse 22 — Surah Al-Insan 76:22

بېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى

Verse 23 — Surah Al-Insan 76:23

بېشكه همدا مونږ پر تاسو باندې قرآن نازل كړى دى، ښه نازلول

Verse 24 — Surah Al-Insan 76:24

نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او په دوى كې د هېڅ ګناهګار او سخت ناشكره خبره مه منه

Verse 25 — Surah Al-Insan 76:25

او په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه

Verse 26 — Surah Al-Insan 76:26

او د شپې په څه حصه كې، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې

Verse 27 — Surah Al-Insan 76:27

بېشكه دغه خلق تادي كوونكې (زر تېرېدونكي دنیا) خوښوي او له خپل ځان وروسته درنه ورځ پرېږدي

Verse 28 — Surah Al-Insan 76:28

مونږ دوى پیدا كړي دي او مونږ د دوى بندونه مضبوط كړي دي او كله چې مونږ وغواړو د دوى مثالونه به په بدل كې راولو، په بدل كې راوستل

Verse 29 — Surah Al-Insan 76:29

بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)

Verse 30 — Surah Al-Insan 76:30

او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

Verse 31 — Surah Al-Insan 76:31

چا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى