Back to Languages

    Pushto - Chapter 64

    Translation by Abdulwali Khan

    Verse 1

    د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

    Verse 2

    هم دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ، نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه ليدونكى دى

    Verse 3

    ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى

    Verse 4

    دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ۔ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى

    Verse 5

    ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له دې نه مخكې كافران شوي وو، نو هغوى د خپل عمل سزا وڅكله او د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

    Verse 6

    دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى

    Verse 7

    كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي۔، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي

    Verse 8

    نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

    Verse 9

    (یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي۔، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (، نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده

    Verse 10

    او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى۔

    Verse 11

    هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى

    Verse 12

    او تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه تاسو وګرځېدئ، نو یقینًا زمونږ د رسول په ذمه خو يواځې ښكاره پېغام رسونه ده

    Verse 13

    الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

    Verse 14

    اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ستاسو په ښځو او اولادونو كې ځينې ستاسو دښمنان دي، نو تاسو له دوى نه محتاط اوسئ او كه چېرې تاسو معافي وكړئ او تېر شئ او بخښنه وكړئ، نو بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

    Verse 15

    بېشكه هم دا خبره ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازموینه (او فتنه) ده او الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى

    Verse 16

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ۔، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي۔ او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي

    Verse 17

    كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى

    Verse 18

    د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى